کور / #PTM / د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د پي ټي ایم د تنظیم سازۍ غونډه جوړه سوه

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د پي ټي ایم د تنظیم سازۍ غونډه جوړه سوه

د لوی کندهار پښتون ژغورني غورځنګ په هڅو او کوښښونو نن د جمعې په ورځ په سپين بولدک ولسوالۍ کي د یوې غونډي په ترڅ کي د پي ټي اېم د دفتر پرانیستنه سوه چي ګڼ شمېر کسانو په پي ټي اېم کي ګډون هم وکړ.

د کندهار مسول حکمت کاکړ وايي د سپين بولدک ولسوالۍ لپاره د ځايي خلګو په رايه تنظيمي مشرتابه کمېټه جوړه سوه چي شفيع جمال پښتون مسؤل مشر، عزيزالله پښتون مرستیال، کريم الله دراني مشاور، ثناوالله وياند، محب الله حيران مالي مسول، او عبدالله جان د دفتر مسول په توګه وټاکل سوه.

نوموړي د ل اوبر سره په خبرو کي وویل: ټاکل سوې مشرتابه کمېټي مسوولينو او ګډونوالو ژمنه وکړه چي د پي ټي ایم د پالیسۍ مطابق به د لر او بر افغان د همږغۍ لپاره په ګډه کار کوو او د پښتون ژغورني غورځنګ د يووالي دا سپېڅلی پېغام به په پوره توان تر هر کس او هر کوره رسوو.