کور / تازه خبرونه / پخواني ولسمشر د سولي خبرو د دوهم پړاو د پیل هرکلی کړی دی

پخواني ولسمشر د سولي خبرو د دوهم پړاو د پیل هرکلی کړی دی

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د اسلامي تحریک د استازو ترمنځ د سولې د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو د پیل هرکلی کوي.
پخوانی جمهور رئیس د سولې په روانو خبرو کې له دواړو افغاني خواوو غواړي چې د خپلو ملي او اسلامي مسوولیتونو او واجیبو په درک او په پوره صداقت، ملي اتفاق او ټول توان د یو خپلواک، متحد، پیاوړي او د ملي حاکمیت خاوند افغانستان لپاره کار وکړي او د دغو مذاکراتو په ژر تر ژره کامیابي سره، په هېواد کې تل پاتې سوله چې د دې خاورې د هر وګړي ملي او حیاتي هیله ده ټینګه کړي او د افغانانو درد او رنځ ته د پای ټکی کېږدي.