کور / خبرتیا او پيغامونه / د ضیا ودان او ددې هیواد د ودانونکو قاتل پاکستان دی

د ضیا ودان او ددې هیواد د ودانونکو قاتل پاکستان دی

یو بل ننګیالی افغان یې شهید کړ.
ضیا ودان، هغه چي له امو تر اباسینه یې د خپل ولس د نېکمرغۍ فکر درلود او په ټول لراوبر وطن کي یې امن غوښت، د دښمن د سترګو خار وګرځېد او ځوانیمرګ یې کړ.

موږ خپل دښمن پیژنو
زموږ دښمن زموږ ولس ته د سولي او امن مبارزین هم پر کابل وژني او هم پر ږوب، وزیرستان او پېښور خو ددې وطن د ورانوونکي، غدار او جنایتکار په لوړه کچه هرکلی کوي او پروتوکول ورکوي.

د ځوانانو اتلانو او ښارونو قاتل ته یې
وخت به راسي بیا به ګورو پاکستانه منافقه

د کابل پوليسو تائيد کړ، چې نن سهار د کابل ښار د کارته نو چاودنه کې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ وياند ضياء ودان په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړى او یو تن ټپي شوی دی.

د ضیا ودان په ګډون دي ددې غمجني پېښي دشهیدانو روح ښاد وي، کورنیو ته یې د غمرازۍ مراتب وړاندي کوم او زخمي کس ته ژر شفا غواړم.

عبدالله احسان