کور / سياسي / د افغانستان پر روان حالت او د سولي خبرو په اړه د جنرال حمدالله نازک سره مرکه

د افغانستان پر روان حالت او د سولي خبرو په اړه د جنرال حمدالله نازک سره مرکه

د افغانستان د ملي انسجام تحريک

ژورنالیست: د ۴۰۰ بندیانو خوشي کیدل د سولې مزاکراتو باندې څه اغیزه لرلی شي واقعا بین الافغاني مزاکرات به پیل شي؟

جنرال صیب: دلته دوې مسلې دي یوه مسله د بندیانو د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هغه توافق وو چې د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره د ۵۰۰۰ بندیانو لاسلیک یی سره کړی وو او د افغانستان په حکومت د نړیوالو هغه فشارونه وو، چې دې ته مجبور شو چې خپل مسوولیت د جرګې په غاړه واچوي او جرګې هم ولسمشر ته بهترینه مشوره ورکړه، ځکه ولسمشر او سیاسیونو بله لاره نه درلوده یوازینۍ لار وه. افغانانو دایمي سوله غوښتې او هر وخت یی قرباني ورکړې ده، خو له بده مرغه یوه ستونزه دا ده چې د افغانانو وینې هيڅ ارزښت نه لري پوره ۴۰ کاله زموږ وینې بې ارزښته تللي دي او هیچا زموږ د دې وینو پوښتنه نه ده کړې. دغه بندیانو کې یوازینۍ ستونزه چې پرون د استرالیا سیدراعظم واضح ټرمپ ته هم خبر ورکړ او دا یې هم وویل چې د حکمت الله په نامه باندې هغه بندي چې  څو تنه اسټرالویان یی وژلي دي هغه باید خوشي نه شي او پاتې شي، نو دغه مسلې که په منځ کې راځي هم به بندیان تللی وي او هم به بیرته په سوله کې خنډونه وي نو د افغانستان ملي انسجام حرکت د دغه تشویشونو په مورد اعلامیه هم ورکړې وه او موږ خپله عریضه هم نړیوالې محکمې او د نړۍ ټولو سفارتونو ته استولې وه، چې ۱۹ کاله افغانانو د نړیوال تروریزم خلاف له ناټو سره څنګ په څنګ دا جنګ پرمخ یووړ نن فیصله راغله ټوله یی د افغانانو په تاوان وشوه او مسوولیت د افغانانو په غاړه کې ولویدو نو په دې اساس ځینې تشویشونه شتون لري خو بیا هم موږ د طالبانو او افغان حکومت څخه غواړو چې دوی باید خپلې ملي مسلې ته جدي متوجه شي. دا خو معلومه خبره ده چې نه افغان حکومت خپلواک دی او نه هم طالبان خپلواک دي او نه هم دا د دوی خپلې خبرې دي، صرف نړیوال غواړي چې مسوولیت د افغانانو په غاړه کې واچوي او ووایي چې ټول مشکل په افغانانو کې دی .

ژورنالیست: فکر کوئ چې بین الافغاني مذاکرات په لنډو ورځو کې پیلیدونکي دي؟

جنرال صیب: طالبان په خپله خوله وایی که چیرې زموږ دغه ۵۰۰۰ بندیان خوشي نو مذاکرات به شیروع کیږي، خو د بین الافغاني مذاکراتو شیروع کیدل یوه خبره ده او د سولې او اوربند موضوع یوه بله خبره ده، دلته یوه مهمه مسله دا ده چې اوربند ونه وشي دغه مذاکرات به دري کاله دوام لري او افغانان به هم مړه کیږي. ټینګار په دې باندې دی چې په دې کې باید اوربند وشي او له یوې خوا د مخدره موادو موضوع ده چې جرګې په دې اړه هیڅ بحث نه دی کړی، چې دلته کوم نړیوال تروریزم حمایه شوی هغه مواد مخدر دي هغه مسله پاتې ده نو په دې اساس موږ وایو که دا بندیان خوشي شي بین الافغاني خبرې به شیروع شي خو دا معلومه نه ده چې بین الافغاني خبرې به څومره نتیجه ورکړي، که چیرې نتیجه ورنه کړي نو دوه خطره شتون لري، یو دا چې دغه ۱۹ کلن قشر چې په هغه کې ژورنالیست دی مدني فعال، نظامي کتله ده چې ۱۹ کاله یی مبارزه کړې ده ژورنالیستان دي چې ډیر غټ تلفات یی لیدلی دي په افغانستان کې زموږ عام ولس چې د خپلو رایو اچولو ته راووتل او ګوتې یې پرې شوې او ۱۹ کاله یی مبارزه وکړه د دې لپاره د دغه د خوندیتوب مسله هیڅ نه ده مطرح شوې چې د دې خلکو سرنوشت څه شی کیږي،هغه قاضیان هغه څارنوالان هغه د امنیت رییسان هغه قومندان چې دوی دلته جنګیدلي دي دلته عملیاتونه شوي دي او دویم دلته بله کتله چې طالب بندیان دی د دوی د خوندیتوب هم هيڅ ډول خبره نه ده شوې دوی ته وایی چې لاړ شي په کورونو کې کینئ، په څه ډول په کورو کې کشیني؟ هغوی انفجار کړی هغوی انتحار کړی هغوی خلک وژلي وو په هغه کلي کې چې هغوی یی وژلي وو د هغوي ترمنځ چا سوله ورکړې ده؟ نه د دې کتلې د خوندیتوب په اړه بحث شوی دی او نه هم د طالب بندیانو د خوندیتوب، موږ ته یو تشویش دا دی چې د ډاکټرصیب نجیب الله د حکومت پیښه ځينې جوړه نه کړي.

موږ په حکومت او طالبانو غږ کړی، چې نړیوال تضمین باید وجود ولري دا چې طالب ته حق العبدي وربښل کیږي طالب ته انفجار او انتحار ور بښل کیږي نړیواله ماده د قاچاق ورته ماتیږي دا ټول کیږي نو بیا په ۱۹ کلنه دوره کې چې افغانانو دلته کومه مبارزه کړې ده هغه یا د فاسد یا مفسد په نورو نومونو سبا مسلې ورته دریږي. موږ په افغانانو دا غږ کوو چې ډير ځيرک و اوسیږي چې موږ بیرته د ډاکټر صیب نجیب الله د بحران وخت ته لاړ نه شو او دلته یو څو تنه چې خارجي پاسپورټونه يی په جیبونو کې دي هغه به سبا بیرته له دې ځایه وځي، تشویشونه ډير دي موږ د خلیلزاد په لیدنو باندې هم شکمن یو.

ژورنالیست: که چیرې مصعونیت شتون ونه لري نو همغه دوره بیا تکراریدونکې ده؟

جنرال صیب: سل فیصده په دې کې هیڅ شک هم نشته، طالب دلته چې را روان دی هغه د فتحې په فکر کې دی د طالب یو څو محدود کسان سیاسیون نا حسابه دي د طالب قطعه چې دلته ده هغه د فتحې په فکر کې دي. دلته د داعش پروژه برحاله ولاړه ده دلته که طالب راځي د طالب پاتې شونې چیرې ځي او بل دې ته هیچا فکر نه دی کړی هغه خلک چې د طالبانو سره چکچکې کوي او دې مسلې ته خوشحاله دي په دې نه دي پوه چې د داعش پروژې ته به د طالب پاتې شوني هم ځي او په دغه کتله چې کوم فشار راځي هغه به هم بیرته روان وي د داعش پروژې ته. د داعش پروژه د افغانانو لپاره خطرناک ترینه پروژه ده آخري پروژه به د افغانانو دا وي چې افغانان به پرې تبا کیږي. موږ په وضاحت باندې دا ویلي دي او د فغانستان ملي انسجام حرکت به په راتلونکو ورځو کې د دې په اړه دویمه اعلامیه هم ورکوي او په نړیوالو محکمو ډير ټينګار کوو چې دغه مسلې ته یو نړیوال تضمین باید پیدا شي.

ژورنالیست: د مشورتي جرګي ډيری غړي د بندیانو خوشي کول تاییدوي خو یو شمیر نور بیا ملاحضات پرې لري. تاسې نظر څه دی؟

جنرال صیب: کور یی ودان چې تر دې ځایه راغلل او د افغانستان په ملي مسله یی خبرې وکړې او ولسمشر ته یی ښه مشوره ورکړه، خو جرګه قانونیت نه لري دا مشورتي جرګه وه او قانونیت نه لري دا د نړیوالو او ولسمشر کار دی چې څه فیصله کوي خو صرف دا یی د افغانانو غاړه کې واچول.

خو د سولې لپاره افغانان دومره ستړي شوي دي چې بله لار هم نشته چې افغانان باید سره راټول شي او جرګه وکړي، زه خپله جرګه نه ردوم خو د جرګې په پریکړو کې ځينې پریکړې پاتې دي لکه مواد مخدر چې دوی هيڅ ډول اشاره نه ده ورته کړي او موږ هم ویلي دي چې د طالبانو هغه بندیان چې په مواد مخدر کې د دوی دوسیې وي یا هم په نورو نړیوالو جرایمو کې نو که هغوی خوشي کیږي نو بیا هغه کسان چې په یوه او یا هم یو نیم من تریاکو نیول شوي نو بیا هغه هم خوشي کړه.

ژورنالیست: د بندیانو په خوشي کیدو کې قانوني لار څه کیدی شي؟

جنرال صیب: ولسمشر باید نړیوالې محکمې ته عریضهورکړی. دا کومه عریضه چې دلته موږ په زرګونو جنرالان راټول کړي دي په سلهاوو قاضیان، څارنوالان، والیان ، ولسوالان ، مدني ټولنې او ژورنالیستان زموږ سره برحاله راسره دي موږ یی سرک ته را ایستلی نه شو هیڅوک د امنیت تظمین نه راکوي کنه موږ سبا دلته شپیته او یا هماویا زره کسه دلته ورته درول چې ته په دې کتله باندې څه کوی چې ټول مو کورونو ته واستول، سپینه کودتاه مو وکړه په کورونو کې مو کینول، طالبان مو راوایستل په کلي کې مو ورسره ایله کړل، دې کتلې خو جنګ سره کړی دی دا خو څه مسخرې نه دي چې دوی یی په ښارونو کې سره خوشي کړل او دوی چې د خپل ځآن امنیت نه شي ساتلی د قول اردو قومندان امنیت به څنګه وشي ساتلی چې هغه په هلمند کې جنګیدی یا په ارزګان کې جنګیدلی او یا د دغه طالب امنیت به څنګه وشي ساتلی، دا خو په خبرو نه کیږي دوی صرف موږ خطا باسي خبري سره کوي نو په دې اساس موږ ښه لاره دا وګڼله چې ملل متحد ته لاړ شو ملل متحد حقوق بشر او دې ټولو ته تللی یو او اوس په همدې مسله کار کوو چې زموږ د دغه کتلې چې دلته یی ۱۹ کاله د نړیوال تروریزم په وړاندې قرباني ورکړې ده، زموږ خو د طالب سره جنګ نه وو موږ د نړیوال تریوریزم سره جنګ وو،ولې په دې خبرو ټولو خولې پټې نیولي دي او په دې یی بحث نه دی کړی چې امریکا او ناټو! ته دلته زما د داخلي جنګ لپاره راغلې او که ته په نړیوال تروریزم پسې راغلی وی؟ هغه نړیوال تروریزم د چیرې پیدا کړ؟ د هغه آدرس چیرې وو؟ مواد مخدر خو د دوی په اوله برنامه کي وو، امریکا او ناټو اوس په دې دریو کې کوم شی موږ ته راکړل؟ مواد مخدر په ټنو باریږي، چې روسان خپله ادعاوی کوي چې یو یی په طیاره کي وړي. تروریزم له یوې ډلې څخه لاړ ۲۲ ډلو ته ورسیدو او د افغانستان حکومت خو تا ولیدو چې دوه تحلیفونه په یوه ورځ باندې وشول کوم ښه حکومت؟ کومه ښه حکومتداري؟ آيا ناټو ته موږ داسې مفت براعت ورکړو؟نو په دې اساس له جرګې څخه موږ ګیله په دې نه ده لرلې چې قانوني جرګه نه ده ولسمشر ته یی مشوره ورکړه کور یی ودان او بله لار افغانانو ته پاتې نه ده چې سره راټول نه شي سره یو نه شي. خوند یی وکړ چې د افغانستان سیاسون په دې خیمه سره ننوتل او یو مسیر یی سره وټاکه، مګر نړیوال ستا سره په دې قناعت نه کوي هغه دی د استرالیا سیدراعظم واضح پرې ولاړ دی وایي ماته قانونیت مهم دی او نړۍ قانون جوړه کړې ده جرګو نه ده جوړه کړې.

ژورنالیست: امریکا د اعتماد جوړونې یو وړاندیز لري فکر کوی چې دا څومره منطقي ده؟

جنرال صیب: دلته تراوسه میکانیزم وجود نه لري زموږ غټه اندیښنه همدا ده د دوی تلوار دی چې عاجل ووزی او دا پروسه زر سره خلاصه کړي، دوی د پلان مطابق راغلي وو اوس د پروژې وخت پوره کړ او امریکا هم پښه یی یوه پانڅه کې بنده ده په یوه خوا تللی نه شي، په قانوني شکل راټینګ شوي دي، دلته یی وحشتونه وکړل،افغانان یی دومره وږي کړي دي چې د یوې دقیقی سولې لپاره هم هرې قربانۍ ته حاضر دي. زموږ حکومت په اساس کې قرباني ورکړه تاسې وینئ د افغانستان خلکو په هره عرصه کی قرباني ورکړه مګر اساسي ستونزه هغه اختلافات دی چې دوی په افغانستان کې په موږ وتپل، زموږ عدلیی وزارت یوازې دوه لس زره جوازه د معدني فعالیت ورکړي، دا په دې مانا چې ستا روشن فکره قشر یی دوه لس زره ټوټي کړ ستا سیاسی فکر یی په سل هذبونو درته ویشلی دی سل ټوټې دی، ستا سیاسي کتله سل ټوټې ده د دې راټولیدل هم ناممکنه خبره وه نو په همدې اساس موږ وویل چې د دې بله لار نشته که افغانان غواړي دغه بحران څخه ځان وباسي اساسي لاره یی قانونیت دی ولسمشر که خپله ملي وجیبه پرې کوي هغه دا ده چې موږ باید نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړو.

ژورنالیست: دغه ډول ناستې کولی شي جګړې ته پای ورکړي او سوله منځته راوړي؟

جنرال صیب: خلیل زاد خپله وویل چې د طالبانو سوله په دې مانا نه ده چې جنګ خلاص شي د دوی سوله په دې مانا ده چې د طالبانو او حکومت سوله ور وکړي آيا دا توانایی له طالب سره شته چې د نړیوال تروریزم په مقابل کې ودریږي دا تظمین چې دی ورکوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا په ضد نه استعمالیږي آیا دا تضمین لري چې هغه مخدره مواد چې تراوسه دوی استفاده ځينې کوله بیا به داعش استفاده ترې ونه کړي؟

یو د طالب او حکومت سوله ده یو د نړیوال تروریزم شتون دی دلته خو نړیوال تروریزم خلاص نه دی چیرې دي مراکز؟ د ټرمپ سټراتیژي چې اعلان شوه په هغه کې دا وه چې ایران کې به اقتصادي فشار وي او پاکستان کې به د ترهګرۍ مراکز له منځه ځي اوس به مراکز په داسي شکل له منځه وړي چې طالب به خلیل زاد ته ورتسلیموي د داعش پروژه به په تاسې دراچوي نور بندیان به بوزي ستاسره به یی په قطر کی کشینوي که هر چیری کینوی، دلته ډير بحران ته افغانان روان دی افغانان پرې پوهیږي نه. د افغانانو مشکل همدا دی چې دوی تل لنډې ګټې خوښې کړي دی او د لنډو ګټو نتایج همدا دی لکه د ډاکټر صیب نجیب الله د حکومت څه پیښ شول؟

ژورنالیست: واقعا خنډونه ټول لیري شوي دي او مزاکرات پیلیدونکي دي؟

جنرال صیب: افغان حکومت خپل مسوولیت رفع کړ اوس به معلوم شي چې خنډ څوک وراچوي. افغان حکومت چې دغه مسوولیت ته دریدلی لنډه لاره دا وه چې نړیوالې محکمې ته یی مراجعه کړې وای چې دا مسله د قانوني حل شي که موږ مجرم وو موږ ته د سزا راکول شي او که جرګه کوي نو ټوله نړۍ د جرګه وکړي تیر د شي د مخدره موادو نړیوال قوانین چې دوی جوړ کړی دي چې په ما باندې به تطبیق کیږي او دی به خپله استفاده ځينې کوي.

ژورنالیست: ولې یی نړیوالې محکمې ته مراجعه ونه کړه؟

جنرال صیب: په همدې ځآی موږ نیوکه لرو په همدې خاطر موږ خپله دا کار وکړ موږ د نړیوال تروریزم مقابل کې جنګیدلې کتله یو، موږ دا وایو چې موږ د طالب سره جنګ نه دی کړی موږ د نړیوال تروریزم سره جنګ وکړ، د ناټو سره په بغل وو نو په دې خاطر موږ عریضه ورکړه کنه دا عریضه باید ولسمشر ورکړي. اوس هم موږ دا غوښتنه له ولسمشر لرو چې نړیوال قانون ته لاړ شي قاضي د فیصله وکړی نه به پاکستان ته ضرر رسیږي نه به ایران ته ضرر رسیږي نه به روس ته ضرر رسیږي.هغه تشویشونه چې دوی لري د قاضي مخته یی د وړاندې کړي چې هلته فیصله پرې وکړي. قانون جوړ د همدې لپاره دی موږ ولې قانونیت ته نه ځو؟ جرګه خو د افغانانو فرهنګ دی زه په دې پوهیږم چې فرهنګ زموږ دی او جوړوي یی امریکا او نړیوال یی جوړوي ته چې هغه جوړوي نو نړیوالې محکمې ته یی ورکړه. نو راشئ د نړۍ اصلي قانون ته مراجعه وکړو چې موږافغانانو ته ژوند نړیوال قوانین ورکولی شي چې تطبیق یی و اوسیږي، زموږ محلي پولیس ، خیزش مردمي زموږ هغه قومي مشران چې هغه ټول د ملي پیوستون په نامه یی شوراګانی ورته جوړې کړې د دې سرنوشت څشی کیږي څه تضمین لري؟ ځکه دا یوه ډیره غټه ۱۹ کلنه کتله ده چې مبارزه یی کړې ده.

ژورنالیست: د دومره ستونزو سره سره کومه اوږده سناریو چې په افغانستان کې شیروع شوې چې د سولې مزاکرات دي پای به ومومي؟

جنرال صیب: پای یی قانونیت مومي هر وخت چې افغانان قانونیت ته لاړل دا یی پای دی ځکه موږ په تشدد باندې دا بازي نه ده ګټلې دا سل کاله کیږي موږ په دې ستونزو کې روان یو.

زموږ شکایت همدغه دی، موږ نړیوالو ته همدغه وایو په همدې خاطر مو مراجعه وکړه نن چې استرالیا د خپلو دریو عسکرو د قاتل د نه خوشي کیدو غږ کوي او ستا په مملکت کې هره ورځ تر هر بمبار لاندې زما افغانان دلته په شهادت ورسیدل او ۴۰ کاله کیږي دلته وینه روانه ده او ستا د وینې غم له چا سره نشته، تا د خپل مملکت د مشر سره دا غم نشته، حکومت یی توافقي کړ تاسی وینی په یوه ورځ دوه تحلیفه وشول، هغه پروژې چې دوی را اخیستې وې په هغو دری واړو پروژو کې ناکامه شول افغانان باید په ګډه لاس سره ورکړي نړیوالې محکمې ته ودریږي دغه ټول تاوان ځينې وغواړي. امریکا خو امپراتور دی راغلی وو ناټو یی ملګرې وه انګلیسیان ورسره وو د مواد مخدر پروژه د انګلیستانو وه، له دوی څخه باید پوښتنه وشي چې تا دا پروژې ولې سرته ورسولئ ته راکه ماته دا حساب.

ژورنالیست: ښاغلی نازک د امریکا او ناټو پوځيان دا څو کاله شتون لري ولی سوه نه راځي آیا همدغه دخیل هیوادونه ستونزه جوړوي او که بله مسله کیدی شي؟

جنرال صیب: لاملونه د جنګ واضح معلوم دی که افغانان قضاوتونه سره کوي که ته پاکستان ته جزا ورکوي نو په څه شي یی ورکوئ ځکه امریکا دې جزا ته قانوني لاره نه کړه پیدا، ایران ته د جزا قانوني لاره نه شوه پیدا اقتصادي فشار وو هغه یی ورته ورکړ مراکز وو د تروریستانو د پاکستان سره یی سوله وکړه مراکز یی ورته وسپارل د پاکستان د نجات لپاره دا پروسه روانه ده چې پاکستان په دې کې نجات پیدا کړي، هیڅوک نشته چې دا ژغ وکړي چې د تروریستانو مرکز چیرې دی؟ چې ته زما څخه پوشتنه کوي چې نیولي مي دي دا څوک دي دا چا ونیول؟ په ما د یو وار نیولی چې د بشر حقونو تناقض کیږي دا خلک په صحرا کې مه وژنې اوس چې قانونیت ته مو وسپارل اوس یی ته را خوشي کوي نو په دې مانا دی چې د افغانانو لپاره یوازینۍ لار به قضي معلومه کړي هغه به قانون معلوم کړي چې څوک مجرم دی او څوک نه دی مجرم او یا که جرګه کیږي په نړۍ کې عدالت دی فیصله وکړي چې عمومي عفوه اعلان کړي مخدره مواد چې په نړۍ کې خوشي دي نو بیا یی د په افغانستان کې قانوني ته واړوي او قانوني یی د کړي، کوم مواد مخدر چې له دې خوا ځي دوی وایی چې مخدره مواد دي مګر هغه وخت مخدره مواد کیږي چې د همسایه ملکونو څخه دې خواته راځي او نور مواد ورسره ګډيږي، ستا له لوري ولې دا مخدر مود راځي موږ یی په تبا کړلو. که د مخدره موادو مسله حل نه شي نو افغانان به یوې  خونړۍ جګړې ته ځي.

اصلي لامل د جنګ مخدره مواد دي چې دا جنګ پرمخ ځي تور بازا په دغه چلیږي.

د افغانستان د جنګ مسلې د حل لپآره اولینه مسله مخدره مواد دي چې له دې څخه د نړیوال تروریزم حمایه شوې ده ځکه د سپین بازار پیسې خو څوک هلته نه شي مصرف کولي.

ژورنالیست: لنډ مهاله سوله هیڅ افغان ته د منلو وړ نه ده د سولې ساتل ډير مهم دي په دې برخه کې باید څه ډول ګامونه واخیستل شي؟

جنرال صیب: د دې یوازینۍ لاره قانونیت او محکمه ده نړیواله ای سي جي او ای سي سي ده که یی جنګ ته بیا يي هلته یی د په ای سی سی کې جنګ وکړي که موږ جرم کړی وي که هر چا کړی وو جزا د ورته ورکول شي کنه وي نړیوالی عدالت محکمې ای سی جی ته یی د واستوي. ولسمشر لپاره هیڅ بله لاره نشته، ولسمشر په دې کې افغانان د افغانستان ټول خلک خپل حقوق هم پیدا کولی شي او خپل همسایه مملکتونو ته هم خپل حقوق ورکول کیږي. د روس څخه پوښتنه کیږي چې ته څه تشویش لري هغه تشویش د کیږده قاضي ته د ایران څخه پوښتنه کیږي چې ته په کوم لحاظ دا مسایل مخته وړې چې افغانان دې بدبختۍ ته ولاړ وي، پاکستان څخه پوښتنه کیږي ته د موضوع ووایه، دلته د ډيورنډ مسله  پاتې ده د ډویرنډ مسله چې حل نه شي تروریستان اوس هم په افغانانو تاوان دي ځکه د ډيورنډ مسله پاتې ده، تا خو تراوسه هغه خوا رسمي نه ده سپارلې عمومي د نړۍ په سټيج خو د ډیورنډ مسله نیمګړې پاتې ده هغه خو زموږ په کلي او په کور کې موږ په دې بحثونه کوو نړیوال خو یی په رسمیت تراوسه نه پیژني که یی پیژني د تروریستانو مراکز دې خواته وو او که هغې خواته وو دا چې دوی اوس دویم خط ورته جوړوي بیرته تا دویم خط کوي او زه به  وروستي جنګ پورې روان ومه زه هيڅسهولت نشم پیدا کولی په دې کې.

ژورنالیست: نړیوال واقعا په افغانستان کې سوله غواړي؟

جنرال صیب: د نړۍ سسیاسیون او استخبارات موږ څه کوو چې تر قیامته ورپسې وو ته د نړۍ قاضي ته ورشه که د دوی قاضي دروغ ویل نو په هغه صورت کې به بیا موږ په دې باندې بحث ولرو موږ باید د دوی له قاضي څخه وپوښتو.

ژورنالیست: د نړۍ قاضي څوک کیدلی شي؟

جنرال صیب: د نړۍ قاضي نړیواله محکمه ده. جوړه د دې لپاره ده ولې د افغانستان مسله رسمیت ته نه لویږي؟ولې د ډيورند مسله له دې مسلې نه حل کیږي؟ ولې موږ له پاکستان سره ترقیامته لاس او ګریوان یو؟ دا جنګ خو خلاصیدل نه لري چې ته پاکستان ته ښکنځل کوي ایران ته یی کوي روس ته یی کوي چین ته یی کوی ستا زور چیشی دی نو ستا زور چې هره پروژه دلته راشي هغه د خلاصه وي درباندې بیا ځي بیا هغه ته وایی چې راشه سوله وکړه.

ژورنالیست: په کور د ننه موږ سولې ته اراده لرو چې نړۍ قاضي ته مراجعه وکړو؟

جنرال صیب: د نړۍ قاضي که څوک یی اراده لري او که یی نه لري اراده یی وربرابروي. دلته موږ ته اوس زمینه برابره شوې ده چې موږ د نړیوال تروریزم په مقابل کې د نړیوالو ترڅنګ موږ ۱۹ کاله کار کړی دی لکه ترجمانان د ای سی بی په عریضه کې چې دوی وایستل د څشي لپاره یی وایستل؟ خو په خطر کې وو نو که په خطر کې وو هغه د امنیه قومندان هغه رییس د امنیت هغه معدني فعال دغه ژورنالیست چې مبارزه یی کړې ده هغه دیني عالم چې په سټيج ولاړ وو فیصلې یی ورکولی چې دا د تروریزم جنګ دی ویی کړی دا جنګ روا دی هغه قومي مشر چې په کلي کې ولاړ وو چې انتخابات به مو کول. که چیرې بیا هم طالب دغه پروسه درسره ومني نو د داعش پروژه برحاله ولاړه ده د داعش پروژې ته خو نه طالب مهم دی نه زه او نه هم ته.

ژورنالیست: ډیری وایی که طالب سوله وکړي د داعش پروژه خطرناکه نه بولي؟

جنرال صیب: دا به طالب هغه وخت دا خوب وویني لکه مجاهدینو چې ولیدل مجاهدینو هم خطرناکه نه بلله مګر آخر د طالب په لاس څه ډول شول د ملک او ځان په نامه یوازې زموږ کندهار تر ۲۰۱۱ مه۱۷۰۰ قومي مشران له لاسه ورکړي دي. افغانان به بیا یو به یی په یوه استخباراتو پړه اچوي بل به یی په بل تاوانوي.

موږ افغانان باید له قضاوت لاس واخلو قضاوت د افغانانو کار نه دی قضاوت د خدای تعالی کار دی چې هغه یی کوي. په دې خاطر اوس نه شی کیدی چې ۱۹ تروریستي ډلې دي موږ په څو ډلو تقسیم یو، نو په دې اساس موږ وایو چې د دې د حل لاره یوازې قانونیت دی هم یی ولسمشر کوی شی هم یی موږ کوی شو او موږ اوس کار پرې کوو د افغانستان ملي انسجام حرکت چې کومه عریضه وړاندې کړې ده د همدې لپاره مو وړاندې کړې ده چې موږ له طالب سره جنګ نه دی کړی موږ د نړیوالې ټولنې سره د تروریزم جنګ مخته وړی دی په دې کې باید ژورنالیست، معدني فعال، امام دین چوپ پاتې نه شي، موږ د نړیوال تروریزم اوس هم مخالف یو مخکې یی هم مخالف وو. طالب چې ۱۹ کاله وروسته دا ومنله چې زه د تروریزم له بغل څخه را جدا کیږم راځي افغانستان ته خدای یی د راولي افغانان باید په دې کې حوصله ورسره وکړي خو دا طالبان چې ۵۰۰۰ خوشي شول ولی چا شکایت نه دی کړی؟ مګر دلته چې د تروریستانو یا د مواد مخدر مسله ده چې د افغانانو ژوند دې کې تړلی چې مواد مخدر کې ستا ۱۴۰۰۰ نور کسان دلته بندي دي چې یا په مني یا هم نیم مني نیول شوي دي د دې اصلي قاچاقبر دا دی په دغه طالب بندیانو کې ووتل، دا نو څه ډول قانون دی چې یو بام او دوې هواوې آیا د نړۍ قوانین داسې دي؟

ژورنالیست: ولې دوی په ۴۰۰ مجرمینو ډير ټینګار کوو دا د دوی لپاره ولی دومره مهم وو؟

جنرال صیب: امریکایانو له طالبانو سره وعده کړې وه چې هغه بندیان چې موږ نیولي دی او افغان حکومت ته مو سپارلي دي یا که دوی نیولي دي دا به ټول موږ تاسی ته درخوشي کړو او د افغانستان مسله حل شي ځکه امریکایان واضح وایی چې طالبان افغانان دی طالبان یی رسمیت ته نه دی اچولی په دې ۱۹ کالو کې په دوی ډير کوښښ وشو چې دوی تروریستي ډلې ته واړوي لکه د حقاني یا داعش خو امریکایانو دا کار په دې ونه کړ چې دوی واضح ویل چې افغانان باید سره کشیني سوله سره وشي د دغه سولې لپاره د دغه بندیانو خوشي کیدل د دوی لپاره مهمه خبره نه ده دوی خپلې ملي ګټې ساتي.

ژورنالیست: د افغانستان ملي ګټې به څنګه کیږي؟

جنرال صیب: د افغانستان ګټې ولې له بله توقوع لري د افغانستان ګټو ته خو باید افغانان ودریږي دا غژ پورته کړي. افغانان باید نړیوالی محکمې ته  ورشی. زه نن دا خبره کوم لس کاله وروسته د افغانان دا واوري که موږ محکمې ته لاړو نه موږ محکمې ته خپله عریضه وړاندې نه کړه او خپل حقوق مو ونه غوښتل. آیا موږ افغانان بشر نه یو؟ آیا موږ د بشر په چوکاټ کې وجود نه لرو؟آيا دلته بشر حقونه نشته؟ آيا دلته ملل متحد نشته؟ چې موږ ته یی ویل چې په صحرایی محکمو کی یی مه کوې زما د هغه څارنوال سرنوشت څشی کیږي چې له دې تروریست څخه یی تحقیق کړی دی؟ زما د هغه پولیس زما د هغه عالم دین چې په دې یی فیصلې ورکړې؟ موږ په نړیواله ټولنه دعوه کړې ده او ورته  ویلي مو دی چې موږ تاسو سره د نړیوال تروریزم په مقابل کې جنګیدلي یو.

ژورنالیست: یعني وروستۍ حل لاره همدغه نړیوال قاضي دی؟

جنرال صیب: بلې! بله هیڅ لاره نشته افغانان به په ګډه سره لاس ورکوي دا چې د موقت وخت لپاره جرګې جوړیږي ولسمشر څه کوي مشران څه کوي دوی د خپله هغه لنډ مهاله کار پرمخ بوزي. جنګ د ودروي په دې کې خو جدي خبره دا وه چې اوربند باید شوی وای غوشتنه شوې ده مګر سور خط نه دی د سره خط توان نشته له افغانانو سره چې جرګې ورته ویلي وای که اوربند ونه شي دا بندیان د نه ور خوشي کیږي، نو ولی یی نه ویل او یا یی ویلي وای چې د مواد مخدرو مسله حل نه شي په دې کې دا نه کیږي نو څنګه د مواد مخدر بندي باسې په دې کې نړیوال قوانین ته ماتوي آیا د دې قوانینو د ماتیدو حق څوک لري؟ خو هغه دی نن د استرالیا سیدراعظم واضح وویل چې زموږ بندي څوک نه شي خوشي کولی که خوشی نه شی طالبان به څه وایی ایا امریکا څخه به یی غواړي او که نه؟ دغه سوله به څنګه کیږي موږ افغانانو باندې جرګې له باندې روانې دي د باندې جرګه درباندې روانه ده څوک د غږ نه اوري ته باید نړیوالی محکمی ته مراجعه وکړي ورشې. دوستانو ته مو هم وویل دا څه کتله چې سره راټوله کړي له په سلګونو جنرالان، قومندانان، څارنوالان، ډګروالان، معدني فعالان او دیني عالمان ژورنالیستان دي دا ټول تر خطر لاندې دي په کابل کې مو ونه لیدل چې په جوماتونو کې یی انفجار وکړ په شهادت یی ورسول.

سرچینه: اریانا تلویزون