کور / خبرتیا او پيغامونه / عالمزیب خان د پښتون زلمي نه واخله بیا تر مرګه د انقلاب ارمان ځان سره ګورته یووړ

عالمزیب خان د پښتون زلمي نه واخله بیا تر مرګه د انقلاب ارمان ځان سره ګورته یووړ

له پښتونخوا څخه خپریدونکي مجلې ( لیکوال) د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ګڼه کي چي تازه له چاپه راوتلې ده په زړه پوري ارزښتناکي لیکني خپرې کړي دي چي یوه له دې لیکنو څخه د ارواښاد عالمزیب خان ژوند، مبارزې او ارمانونو ته ځانګړې سوې ده.

دا چي لیکوال محله په چاپي بڼه تر ډیره ځایه نه رسیږي لازمه مو وګڼله چي دا ارزښتناکه ګڼه د لراوبر ویبپاڼي له لاري ټولي نړۍ ته په اساني ورسوو او هر چاته د لوستلو جوګه سي.

دا کار په دوه دلیله لازم ګڼم، یو دا چي ددې منځپانګه ډیره مهمه ده او بل دا چي غواړم لیکوال مجلې ته په نړۍ کي نوي ګډون کوونکي پیدا سي چي د مجلې اقتصادي اړخ غښتلی او لا ډیري نوري هلي ځلي وکړای سي.

د مجلې مسول مدیر نورالبشر نوید او همکاري ډلي ته یې ددوی د هلو ځلو له امله ډیر کور ودانی وایم.

د لیکوال دا ګڼه دلته ولولئ :  👇

لیکوال مجله

https://larawbar.net/data/image/news/Lekwal-January-2021-Larawbar.com_.pdf