کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د ملي انسجام حرکت وايي ټولو افغانانو ته خوندي غواړو

د افغانستان د ملي انسجام حرکت وايي ټولو افغانانو ته خوندي غواړو

نن سه شنبه د افغانستان ملي انسجام حرکت د عالي شورا دویمه ناسته د یاد حرکت د مشر، جنرال حمدالله نازک او د عالي شورا د غړو په ګډون د یاد حرکت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

د افغانستان ملي انسجام حرکت عالي شورا د ۱۲۱ دایمي غړو او د یاد حرکت مشرتابه هیت له ۲۷ غړو څخه تشکیل شوی دی او ترڅنګ یې پنځه کاري کمېټې چې د یاد حرکت د دارالانشاء په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د یادې ناستې په جریان کې د یاد ولسي حرکت مشر، جنرال حمدالله نازک د عالي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په منظم ډول د یادې شورا د ناستو جوړول وستایل او یاده شورا یې د افغانستان ملي انسجام حرکت د پریکړه نیونې معتبره سرچینه یاده کړه.

د ناستې په لړ کې د افغانستان ملي انسجام حرکت مرستیال، جنرال سردار محمد ابولفضل د یاد حرکت ترسره شوې موخې او فعالیتونه او په نړیوالو عدلي مراجعو کې د حقوقي عدالت غوښتنې مرحلې تشریح کړې.

د یاد حرکت د دارالانشاء مشر، جنرال سید محمد ثمر سادات د عالي شورا غړو ته د یوه پرزنټیشن په اوږدو کې د افغانستان ملي انسجام حرکت اساسي ګامونه او فعالیتونه وړاندې کړل.

په دغه ناسته کې د یاد ولسي حرکت بهرنیو غړو او استازو د ویدیو کنفرانس له لارې په ژوندۍ بڼه ګډون درلود او له دې ولسي حرکت څخه یې هر اړخیر ملاتړ ښکاره کړ.

یاده ناسته د عالي شورا له لوري د ۶ ماده ایز پریکړه لیک په صادرولو په ځانګړې توګه په هېواد کې د پایدارې او تل پاتې سولې او د جګړې د دواړو لورو له طرفه د تاوتریخوالي په کمولو د ټینګار او د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.