کور / تازه خبرونه / د لوی امپراتور اعلیحضرت احمدشاه بابا کور وران ویجاړ پروت دی

د لوی امپراتور اعلیحضرت احمدشاه بابا کور وران ویجاړ پروت دی

په کندهار ښار کي د ولایت مقام دفتر په شاوخوا ۷۰۰ متره فاصله کي د لوی امپراتور غازي احمدشاه بابا کور وران ویجاړ پروت دی خو له انځورونو ښکاري چي په تیرو دوو لسیزو کي ورته عملي پاملرنه نه ده سوې.په دې اړه مو څه موده مخکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ښاغلی پوهاند رسول باوري هغه پوښتنو ته ځوابونه وویل چي په دې وروستیو کي د لوی احمدشابابا د کور د نړیدؤ په اړه راپورته سوې وې.

افغان تاریخپوه پوهاند باوري صاحب لراوبر ته وویل که څه هم د احمدشابابا کور د کندهار د ښاروالۍ او ښارسازۍ ملکیت دی خو د یوې تاریخي ابدې په توګه موږ ادعا کړې ده چی د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل سي.
نوموړی وایي موږ دریو ادارو د احمدشابابا د زیارت او کور د ترمیم او بیا رغولو دپاره طرحه جوړه کړه خو دا هغه وخت عملي کیدای سي چي دا تاریخي کور د اطلاعاتو او کلتور په واک کي ورکړل سي.
هلته بیا د کندهار ښاروالي او ښارسازي غواړي د لوی احمدشابابا کور تر رغولو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ته وسپاري.

د کندهار ولايت مقام د محلي ارګانونو ادارې ته رسمي مکتوب ليږلی چي د احمد شابابا دکور د رغولو او سرنويشت په اړه يوه کميټه وټاکي۔

د لوی احمدشابابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیه د صدوزو په کوڅه کي موقعیت لري چي که همداسي له پامه لویدلی پاته سي ډیر ژر یې د غصب او پرې د لوړپوړیز تجارتي مارکیټونو دجوړیدو خطر سته.