کور / تازه خبرونه / په کابل کي په دوو هدفي بریدونو کي لږ تر لږه ۳ کسان وژل سوي دي

په کابل کي په دوو هدفي بریدونو کي لږ تر لږه ۳ کسان وژل سوي دي

نن ماښام د کابل دارالمان د امنیتي حوزې سره نژدې پر یوه کورولا موټر مښلول سوی بم وچاودید چي د عیني شاهدانو په ګډون لږتر لږه یو کس پکښي ووژل سو.

امنیتي چارواکي یې په اړه پلټنه کوي خو نور معلومات یې تر اوسه په اړه نه دي ورکړي.

تر دې مخکي د میرویس میدان په سیمه کي چي ځیني مضري او ناپوه کړۍ یې کوټه سنګي هم بولي، دلته په هدفي برید کي دوه کسان ووژل سول چي هویت یې تر اوسه معلوم نه دی خو خلک وايي امنیتي افسران ول.

کابل په دې وروستیو کي د هدفي وژنو او چادنو له اړخه د افغانستان او سیمي تر ټولو نا امنه ښار ګڼل کیږي.

.