کور / خبرتیا او پيغامونه / په ناروې کي د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړ غونډه جوړیږي

په ناروې کي د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړ غونډه جوړیږي

ناروې مېشتي افغانان په پام کې لري چې راروانه یکشنبه د سلواغې/دلوې ۵ نیټه چې د ۲۰۲۱م کال د جنوري ۲۴ سره سمون لري د اروپا په وخت د ماسپښین ٣ بجې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د نیولو په تړاو یوه پراخه آنلان احتجاجي ملاتړ غونډه تر سره کړي. په یاده غونډه کې به د ناروې مېشتو افغانانو تر څنګ د نورو اروپايي هېوادونو او همداراز له پښتونخوا څخه د غورځنګ مرکزي غړي ویناوې واوروي.

هیله ده چې ګران هېوادوال زمونږ ملتیا وکړي او غونډې ته لا زیات اهمیت وروبښي.
د لا زیاتو مالوماتو لپاره له مونږ سره په لاندې شمېرو اړیکه نیولای شئ:
47+ ناروې
99269107 (حکیم الله عظیمي)
93280912 (انجنیر محمد اسمعیل مهمند)
41305212 (لطیف الرحمن سرشار)

نوټ: د غونډې ژوندی خپرونه به د غورځنګ په خپلو فیسبوک پاڼو او ګروپو سر بیره د هر پښتون ملتپال پر شخصي او ګروپي فیسبوک د لیدو وړ وي.