کور / سياسي / د افغان تاريخ جالبه څېره: پښې لوڅی جنرال

د افغان تاريخ جالبه څېره: پښې لوڅی جنرال

ببرک خان د مازک خان ځدراڼ زوی وو چي په ۱۸۶۲ع کال د خوست د دوه مانده اولسوالی خلويټي(خولويټي) کلي کي وږېږېد خو وروسته د نادرشاه کوټ اولسوالي، المره کلي، گیدوری ته ولاړ.

کله چي ځوان سو نو دا وخت په سرحدونو کي د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل سوی وو، ببرک خان هغه وخت د #اميرعبدالرحمن پام ځان ته واړاوه، چي د پولي تر څنګ ئې پر انګرېزانو غلچکي بريدونه وکړل. هغه وخت د ډيورنډ تړون سوی وو او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا پر هند تيری ښکاره کېده، نو امير ته ئې په دې اړه رسمي شکايت وکړو.
امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم شیرین دل خان ته فرمان واستوه، چي ببرک خان حاضر کړه. ببرک کابل ته ولاړ او له امير سره ئې وليدل. #سراج_التواريخ په دې هکله ليکي:
“د ببرک د توبه ګار کېدو عریضه حضرت والا ته ورسېدله او د هغه پام ئې واړاوه اوعواطف او مهرباني ئې وپاروله. حضرت والا د هغه ورېره[په اصل کي د ببرک لور ده چي په ورستيو کي په ميرانشاه کي وفات سوه] په خپل نوم کړه او د سلطنت ورېښمن پوړ ته ورسېدله، ځکه چي هغه د خپلي ورېرې د واده کولو غوښتنه کړې وه. حضرت والا د کرمان یوه مشهوره بالاپوش او یوه زرینه پېښورۍ لونګۍ ببرک خان ته واستوله. سردار شیریندل خان ته ئې امر او لارښوونه وکړه چي د هغه د ورېرې ډولۍ د ملک رحمت شاه خان وزیري د لور د ډولۍ په څېر کابل ته راولېږه، هغه هم د امروالا حکم پر ځای او د ببرک خان ورېره ئې د کابل پر لوري روانه کړه”.
ببرک ته د امير له خوا د المرې په کلي کي مځکه او د ملکي غونډ مشري ورکړل سوه. له کابل څخه د امرالدين په مشرۍ يو هيت راغلی چي د انګريزانو د نقشې له مخه سرحدي حدود په نخښه کړي، د سرحد له معلومولو وروسته ببرک د سرحد په اوږدو کي دولس تاڼې جوړي کړې، چي په هره تاڼه کي ئې ۱۰۰ کسان کښېنول. اوس هم دغه سيمه (۱۲ تاڼې) دده په نوم ياديږي.
دی په ۱۸۹۸ع کال د خوست د امنيت مشر وټاکل سو، په ۱۹۱۲ع کال کي ببرک لا په همدې چوکۍ کار کاوه، چي د کابل پر ضد د منګلو او احمدزو په پاڅون کي ببرک د حکومت ملاتړ وکړ.
په ۱۹۱۹ع کي چي اميرامان الله خان واک تر لاسه کړ نو ببرک خان دسید موسی شاه مندوزي سره کابل ته ورغلی او هغه ته ئې ځان پتمن اعلان کړ. امان الله هم د ببرک خان صلاحيتونو ته د قدر په سترګه کتل او د هند سره د پولي د چارو په اړه مشورې ئې ځني اخيستې. وايي چي د ببرک خان په مشوره امير، محمد نادر خان له بند څخه خوشي کړ او د لويي پکتيا د محاذ قوماندان ئې وټاکه(ددې خبري سرچينه مي نه کړه پيدا-پښتون زوی) وروسته امان الله خان د جنوبي محاذ مسؤوليت نادرخان ته وسپاره، نادرخان هم له خپلو قواوو سره د می پر ۱۷مه (۱۹۱۹ع) د ببرک سيمي، المره ته را ورسېدی، نو ببرک ئې تود هر کلی وکړ او ددغه لوی لښکر په مېلمه پالنه او مرسته کي ئې څو زره کابلي نقره ایي روپۍ ولګولې. ببرک لومړۍ حمله پر ټل وکړه، لومړۍګولۍ چي انګريزي عسکر ئې تيښتي ته اړ کړل د هغه توپ ګولۍ وه چي د ببرک له خوا وويشتل سوه او د ټل د بالاحصار په جبه خانه کي ولګېده او بيا ئې اور واخيست.
#عزیز_الدین_وکیل پخپل کتاب [نګاهي مختصر به استرداد استقلال] کي ليکي:
” یکنفر سپاهی از غند کوتوالی ساکن قريه وزیر آباد کابل که توکل نام داشت و در ساليان اخير زندگی در مطبعه دولتی کابل مصروف خدمت بود ګفت: از چشم دید خود حکایت میکنم که وقت ضربات توپ های امتحانی، ببرک خان ځدراڼ خيلی خوش شده به زبان پشتو به سپهسالار گفت «هو کيږي کيږي»( بلی میشود میشود) و از لياقت توپها و توپچي های کابل اظهار مسرت و موفقیت می نمود”.
د انګريزانو له ليکنو ښکاري چي د ببرک ځواک ورته لوی خطر وو، يو ځای ليکي:
“د هغه نه هم لوی لښکر چي د خوست قبايل پکښي ول او د برطانوي هند (وازيرو) د ببرک په مشرۍ د (اشکالۍ نالې) جنوب لوري غرونه نيولي وو. د افغان پوځ اصل ځواک د خپلو زياتو توپونو سره د کورمي سيند لوېديځ، په خپيانګه او يوسف خيلو کي وو چي د نادر شاه مرکزي کمپ پکښي جوړ وو. په دې توګه ټل د دريو خواو نه محاصره سو او يواځنۍ لاره چي څوک پر تللای سول، ډاير(جنرال) پر ورغلی، د افغان پوځ شمېره ۳۰۰۰ او شا و خوا ۹۰۰۰ قبايل ورسره مل ول، ډاير ته ژر جوته سوه چي د نادر شاه عادي پوځ او توپونه د ټل جنوب کي د ببرک د سړو ملاتړ نسي کولای ځکه چي په منځ کي ئې د ټل سيند دئ، د دې لپاره هغه لومړی په ببرک د حملې نيت وکړ، خو د خپل نيت د پټولو لپاره هغه د ټل په کلي د قبايلو په سنګرو د ۸۹ بيټرۍ او د فرانټير چاوڼۍ د توپخانې ډزي پېل کړې”، کله چي پر انګريزپوځ فشار ډېر سو او پېښور ته ئې د کومک حال ولېږه.
محمد ولی ځلمي په خپل کتاب (#زموږ_غازیان) کي ليکي:
“ببرک خان د خپلواکۍ د اخیستلو په معرکه کي د متون، ټل او واڼه په برخه کي د خپلو دوو ننګياليو زامنو شیرک خان او زمرک خان او د ځدراڼو، وزیرو، تڼیو د لسو زرو غازیانو په ملګرتیا د ټل پر اوسپنيزه کلا باندي د افغانستان د آزادۍ بیرغ جګ کړ. ببرک خان ځدران له دغي مېړاني وروسته، د امان الله خان له خوا تقدیر سو او ده ته ئې د لمر اعلی نښان او نایب سالاري ورکړه”.
[جنګ په ټل کي] کتاب چي يو انګرېز ډګرمن ليکلی دئ او پرمخ ئې د ببرک لوی عکس راغلی دئ. شاو خوا ټول کتاب کي د ببرک خان د شهامت او ملي مبارزې ډېري کيسې راټولي کړي دي.
کله چي د ١٩١٩ع کال د مۍ په ٢٨ نېټه افغان توپچي قواوو او د ببرک لښکر د ټل په چاوڼۍ ورننوتل، انګرېزانو اميرامان الله خان ته ليک ولېږه چي دا جنګ دي سمدلاسه بند سي او هم ئې په بمبۍ کي د افغانستان لپاره د وسلو بار يوه بېړۍ هلته ايساره کړه.
امان الله خان د جنګ د بندولو فرمان صادر کړ، چي د ببرک په لښکر کي ئې نا ارامي پيدا کړه، وروسته ئې د عالمانو په غوښتنه دوى د جنګ له ډګر څخه بيرته ولېږل. ببرک د سپين وام، ټل، هنګو او نور ګټلي سنګرونه پرېښوول او له غازيانو سره بيرته خوست ته ولاړئ. محمد نادر خان ده ته د مېړاني لوړ نښان (لمر) ورکړ، خو هغه وخت په افغانستان کي د امير امان الله خان پر ضد بغاوت پيل سو، ببرک په خوست کي د وزير محمد ګل خان مومند ځواک له محاصرې خلاص کړ او باغي ټبرونو ته ئې د حکومت د اطاعت امر وکړ
په ۱۹۲۵ع کال کي د امان الله خان په ننګه يو جنګ کي د ببرک خان يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ولګيدی نو ده ته ئې نارې کړې، هغه خپل ملګری راپورته کړ چي په دې وخت کي بله ګولۍ دده پر سينه ولګېده او همدلته ومړ، دی د ۶۳ کالو په عمر په خپل کلي [المره] کي خاورو ته وسپارل سو.
د یادولو وړ ده چي ۱۹۹۷ع کال کي په لندن کي یو نندارتون د هغو زړو اسنادو چي ۱۰۰ کاله ئې پوره سوي ترتيب سوی وو، په دغه نندارتون کي چي عامو خلکو ئې ننداره کوله هغه اسناد چي یو وخت اشد محرم وو او اوس ئې ۱۰۰ کاله تېر سوي دي او افشا کېدل ئې د بريتانيا حکومت ته کوم زیان نه رسوي، وړاندي کېدل، یو افغان نظامي جنرال چي له دغه نندارتون څخه ئې لیدنه کتنه کړې، وايي: «عجيبه خو دا وه چي په دې نندارتون کي د ببرک خان ځدراڼ یو لوی تور او سپين عکس چي په چوکات کي بند وو ايښوول سوی وو».
داسي ویل کيږي چي د ده ځيني عکسونه د انګلستان د موزيم په آرشيف او ګالري کي اوس هم شتون لري
څرنګه چي هغه تل یبلي پښې ګرځيد، وای يو ورځ د امير امان الله خان دربار ته ورغی، امان الله خان ځني وپوښتل چي:
” ته د لويي پکتیا پېژندل سوی مشر ئي، ولي لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته وويل: چي زه د قام مشر یم او چي خلک مي پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چي څپلۍ ولرم!”.
کله چي ببرک خان، د امیرعبدالرحمن خان دربار ته ورغلی وو نو هغه وخت يو انګريز عکاس هم د امير په دربار کي وو او ښايي د ببرک خان کړه وړه ورته حيرانوونکي وو، نو د امير ميرمني د عکس غوښتنه وکړه، چي ږیره دي خلاصه کړي[ یعني وربوز دي ښکاره کړه] وای ببرک خان ته پر خپل حال خندا ورتله نو د هغي د کنټرول لپاره ئې خپله د لاس ګوته په نوک ټينګه نوکاري کړه.
سرچينې: د صفيې حليم، نجيب الله ببرکزي او غازي ببرک خان ځدراڼ له کتابه
🇦🇫#دافغانستان_تاريخ #Afghanistan_history

.