کور / #PTM / پي ټي ایم په کندهار کي د شهید ارمان لوڼي دوهم تلین غونډه جوړه کړه

پي ټي ایم په کندهار کي د شهید ارمان لوڼي دوهم تلین غونډه جوړه کړه

نن په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ له اړخه دملي شهيد پروفيسر آرمان لوڼي د دويم تلين غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی وو چي پېل يې د قرآن پاک په تلاوت سره وسو او مختلف کسانو پر بېلابېلو اړخونو وږغېدل ويناوي يې وکړې, آرمان شهيد ته يې دعقيدت ګلونه وړاندي کړل او د لر او بر افغانانو څخه يې د امن د لپاره د يووالي غوښتنه وکړه.

دغونډي په آخر کي د لر او بر ټولو شهيدانو لپاره د ايصال ثواب په خاطر دعاګاني وسوې

#RemimbringArmanLoni
#PashtunLongMarch2Peshawar