کور / #PTM / پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ دوه کارکوونکي ګیلامن پښتين او مولانا زینت الله ثاقب ونیول

پاکستان د پښتون ژغورني غورځنګ دوه کارکوونکي ګیلامن پښتين او مولانا زینت الله ثاقب ونیول

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي پنجابي ریاست دوی دوه نور کارکوونکي ګیلامن پښتین او مولانا زینت الله ثاقب اختطاف کړل. دوی دواړه په باجوړ کي د شهید ارمان لوڼي دوهم تلین غونډي ته تلل چي د مومندو او باجوړ تر منځ پر درباړو چیک پوست باندي ایسار کړل سول بیا دواړه له دې ځایه اختطاف کړل سول او پوځي قلعې ته ولېږدول سول.

دا په داسي حال کي ده چي د فبروري پر دوهمه نېټه په کراچي کي پولیسو د پي ټي ایم ۳۳ کارکوونکي او ملاتړي ونیول .

تر هغه مخکي ددې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړی په یوه میاشت کي پرلپسې درې ځله پولیسو ونیوی او هر ځل له محکمې په ضمانت راخلاصیدو به د بلي سیمي پولیس ورته درول سوي وو او بیا به ونیول سو.

علي وزیر چي په ولسي جرګه کي د شمالي وزیرستان استازی دی هم د څو میاشتو راهیسي د ټولو کورني او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف په زندان کي اچول سوی دی.

همداسي حنیف پښتین نژدې یونیم کال وړاندي د شپې په داسي حال کي ونیول سو چي د پوځي استخباراتو کسان په شخصي کالیو کي کورته ور اوښتي ول او پر حنیف یې ډزي کولې خو حنیف پښتین د غلو ګمان پرې کړی وو او په دفاعي ډزو یې یو غل/ استخباراتي کارمند لګیدلی وو خو اوس د ترهګرو یا غلو پر ځای حنیف پښتین د ترهکرۍ الزام لکول سوی دی.

اویس ابدال د غورځنګ د چمن د څانګي کارکوونکی وو، هغه پر ډیورنډ دروازه د ایف سي د خوا د عامو خلکو ځورولو خلاف بیان ورکولو په تور د شپې ۳ بجې د یو لښکر ملېشو په چاپه کي له کوره وویستل سو او په زندان کي شپې ورځي تیروي.

تېره میاشت په کراچي کي ددې غورځنګ مشر نورالله ترین، مرستیال حاجي شیرمحمد، شبیر خان او نور کارکوونکي په کراچي کي د پښتون ژغورني یوې کامیابي جلسې جوړولو او دلته د پښتون افغان پر لویه خاوره د امن او سوکالۍ غوښتلو په تور په وسله واله چاپه کي چي ونیول سول او تر اوسه په کراچي جېلونو کي ساتل کیږي.

دا وخت د کراچي د کارکوونکو په ګډون د پي ټي ایم د نیول سوو کسانو شمېر  پنځه څلوېښت ته رسیږي دا ټول هغه کسان دي چي په سوله ایزه توګه د خپل پښتون افغان ملت دپاره د ژوند امن او پر خپلو وسائیلو د خپل اختیار غوښتنه کوي.

که څه هم په افغانستان، محکومه پښتونخوا او نړۍ کي د پام وړ شمېر پښتانه ددې غورځنګ ملاتړ کوي خو پکار ده چي دا شمېر ډیر نور هم زیات سي او د پښتون ژغورني غورځنګ انساندوستانه هلي ځلي د محکومي پښتونخوا او نړۍ تر هر ګوټ پوري ورسیږي.