کور / سياسي / د امریکې او افغانستان په ديبلوماتیکه کي مثبت تغیر راغلی دی

د امریکې او افغانستان په ديبلوماتیکه کي مثبت تغیر راغلی دی

ولسمشر غني سره د امریکې د بهرنیو چارو د نوي وزیر له ټلیفوني مکالمې وروسته د دغه هېواد نوي دفاع وزیر سره د ولسمشر ټلیفوني مکالمه، که په دقت د ټرمپ ادارې د چارواکو له تماسونو سره پرتله شي، په دیپلوماتیکه ژبه او ادبیاتو کې یې ډېر زیات تفاوت لیدل کېږي.
د دغو دوو مکالمه نقده ګټه دا ده چې د طالبانو مشران چې دوحیې ته د مذاکراتو په پلمه تللي و او اعلان یې کړی و چې د جنورۍ په پنځمه د افغانستان مذاکراتي ټیم سره خبرو ته چمتو دي او بیا د سیمې هېوادونو لکه ایران، روسیې او ترکمنستان په چکر وتلي، او زموږ مذاکراتي ټیم همداسې چمتو انتظار کې پاتي دي، له دې مکالمې وروسته تمه ده چې طالب مشران به ژر د مذاکراتو میز ته حاضر او د افغانستان د جمهوري دولت مذاکراتي ټیم سره به خبرې پيل کړي. او هیله ده چې یوې د لمس وړ نتیجې ته ورسېږي او په دې وچکالۍ او ژمې کې حکومت او بین المللي موسسات وکولای شي، د طالب تر کنترول لاندې سیمو ته خدمات ورسوي.

دیپلوماتیکه ژبه او ادبیاتو کې تغییر:
د بایډن ادارې د چارواکو ژبه او ادبیات د سطحي خبرو په ځای تر ډېره په دوامداره پارټنرشیپ، ملګرتیا او ستراتيژیکو اړیکو را څرخي او یو ځل بیا یې د اړیکو تېر ادبیات را ژوندي کړل. معنا افغانستان سره د امریکې د اړیکو بنیاد امنیتي او ستراتيژیک تړون دی او دا وضاحت د ټرمپ ادارې په څلورو کالو کې نه و موجود، خو که تاسې د امریکې د دفاع وزیر ټویټ او اعلامیه وګوری، هلته دا هر څه څرګند راغلي دي.
بله، مسئله دا چې د ټرمپ ادارې او شخصاً خلیلزاد د افغانستان حکومت اګنور کړی و، حتا د یو سیاسي جریان تر کچې یې راټیټ کړی و، خلیلزاد ته داسې کس د معاون په توګه ټاکل چې د بایډن دفتر کې یې کار کړی او پښتو خبرې کولای شي، ددې معنا داده چې بایډن اداره د خلیلزاد په اجرااتو ملاحظه لري او دا سړی به د خلیلزاد په اجرااتو نظارت کوي، د بایډن ادارې دا احتیاط معنا لري او د خلیلزاد په اړه اندېښنې دوی ته رسېدلي او هغه عجله چې ټرمپ درلوده بایډن یې نلري.
لنډه دا چې د بایډن ادارې د چارواکو ادبیاتو لوی فرق د ټرمپ ادارې سره دا دی چې دوی لکه خلیلزاد او پمپيو په څیر نه وايي چې موږ افغانانو سره مرسته کوو، یا د افغانانو او افغان سیاسیونو ترمنځ مشکل حلوو، داسې برېښیده چې دوی افغان حکومت په رسمیت نه پیژنده، اما اوس هره دویمه خبره کې وايي موږ افغان حکومت سره دا یا هغه کار په ګډه کوو.

خوشال خلیل