کور / تازه خبرونه / د پښتنو تر څنګ اوس بلوڅان هم په نړۍ کي احتجاجونه کوي

د پښتنو تر څنګ اوس بلوڅان هم په نړۍ کي احتجاجونه کوي

بلوڅان هم د پښتنو او نورو لږکيو غوندي د پاکستان د دولت او پوځ لخوا د پرله پسې ځورنو سره مخامخ دي، په زرګونو کسان يې وژل سوي، ترې تم کړل سوي او يا له خپلو سيمو وتلو ته اړ ايستل سوي دي چي يو شمير يې اروپا او د نړۍ نورو هيوادونو ته د کډوالو په توګه تللي دي.

په دې وروستي، کلونو کي په هالنډ کي هم د بلوڅانو ږغ اوريدل کيږي چي د خپل محکوم ولس د ځوروني ، ددوی سره د پاکستاني دولت او قبضه ګر پوځ د ظلمونو کيسې کوي او له اروپايانو غواړي چي د بشرپالو انسانانو په توګه يې ږغ واوري او د پاکستان رياست له ظلمونو يې د ولس په خلاصون کي مرسته وکړي.

بلوڅانو د تېر يو کال راهيسي د هالنډ په پلازمېنه امسټردام ښار او سفارتي ښار دين هاخ کي شاوخوا لس احتجاجونه کړي دي.

ددوی که څه هم شمير لږ دی خو د خورا غښتلي انساني پيغام سره راوځي او پر خپلو خلکو د پاکستان د بشري تيريو کيسې هم په وينا او هم د تصويرونو په مټ وړاندي کوي.

په اروپا کي د بلوڅانو شمير لږ دی خو ددوی لږ شمير ته په کتلو دوی بيا هم پياوړي او منظم دی، بله خوا که څه هم په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د نورو هيوادونو په نسبت د منظم کيدو و خواته ګامونه پورته کوي خو که دلته مېشتو پښتنو (افغانانو) شمير ته وکتل سي نو ويلای سو چي د پښتون ژغورني غوځنګ په اروپا او نړۍ کي تر دې ډيري لاسته راوړني لرلای سي.

پښتانه، بلوڅان او په مقبوضه پښتونخوا وطن کي مېشت نور اقليتونه د پاکستان دولت د جوړيدو راهيسي د ظلمونو او بشري جنايتونو سره مخامخ دي خو ايله په دې وروستیو کلونو کي يې رښتيني ږغونه بهر ته راووتل چي پکار ده د مظلومانو دا ږغ تر اوسني حالت په ډيره غښتلې او پراخه توګه انعکاس پيدا کړي.