کور / خبرتیا او پيغامونه / په اروپا کي د پي ټي ايم کورډنيشن کميټې اعلاميه

په اروپا کي د پي ټي ايم کورډنيشن کميټې اعلاميه

درست پښتون له کندهاره تر اټکه ښکاره په دې پوهیږي، چې د پښتنو په سپیڅلې خاوره کې د پې ټې ایم پیداېښت کومه تصادفي پېښه نه وه. له تیرو څو لسېزو راهیسې په لر او برپښتون افغان وطن کې د پېژندل شوي منافق دښمن لخوا د پلان شوي ژورې ستراتیجۍ له مخې د بې ګناه پښتنو نسل وژنه او پر له پسې خونړې ناورینونه پلې کیږي.
دا د الله تعالی یوه الهې معجزه وه، چې د پاکستان دولتي ترهګرۍ، ناروا ظلمونو او غیر قانوني وژنو په وړاندې د مشر منظور احمد خان پښتېن په مشري کې د پښتون ژغورنې غورځنګ خپل سوله ییز لاریونونه، پرلتونه او احتجاجونه پیل کړل. پې ټې ایم د پاکستاني استعماري ریاست په وړاندې نه یوازې د پښتنو د بنستېزو بشري حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، بلکې د پاکستاني پوځیانو ظلمونو، د ترې تم شویو کسانو خوشې کولو، د ماینونو پاکولو، متضرر شویو پښتنو ته تاوان ورکولو، د عدالت پلې کولو، د یو خپلواک کمیسیون جوړولو، د شهید نقیب الله مسید قاتل پولیس افسر ته سزا ورکولو، د ډله ییزو سزاګانوختمیدلو، د پوځ غیر قانوني بې ځایه قبضوختمیدلو، د بلاک شویو پيژند پاڼو خلاصولو، د پښتنو سره امتیازي سلوک بندیدلو، په چیک پوسټونو کې غیر انساني رویې ختمیدلو او د پښتنو په سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د محکمې له امره پرته د بې ګناه پښتنو وژلو په وړاندې په ډګر یوه ولسي مذاحمتي مبارزه پیل کړي ده. پښتانه په ټوله پښتونخوا کې د پنجابي پوځي اشتبلیشمنټ د ژورې ستراتیجئ او د نا جایزو ظالمونو له لاسه ډېر سخت ځوریدلي او کړیدلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملي مشر منظور پښتین او ملګرو یې په وار وار ویلي دي، چې په افغان ولس تپل شوي ناورین په لر کې یا په بر کې یو د بل سره تړلې او تر شایې واحد پنجابي ریاست او د هغوي روزل شوي کړۍ لاس لري، لکه څنګه چې مشر په وزیرستان کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي‌: زه د ټول پښتون قام کیسه کوم، تر څو پورې په کابل کې امن نه وي راغلي، په کندهار کې امن نه وي راغلي، تر هغی پورې په پېښور، وزیرستان کې او په کوټه کې امن نه شي راتلاې. موږ ټول پښتانه له یو بل سره تړلی یو، له دې امله موږ په لر اوبر افغان وطن کې سوله او امن غواړو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پیداېښته مخکې کابل د پیښور، کوټه د کندهار او که لوی وزیرستان یا لویه پکتیا وه، یو د بل په نسل وژنه باندې خبر نه وو. په داسي حال کې چې منافق او سخت ظالم دشمن زموږ د سیاسي او جغراقیایی تاریخ، زموږ کولتور او طبعي شتمنیو په لوټولو اخته وو. د پې ټې ایم نومیالی مشر د راپورته کیدو سره سم په لرو او برو پښتنو کې یو بیسارئ اتحاد او اتفاق رامنځته شوي دی. د پې ټې ایم سر لښکر د پښتنو د سرې خولې مشر په یوه معجزیې بیساري ډول لر او بر پښتانه له یو بل سره وتړل. نن که په لوی وزیرستان کې ظلم کیږي، په کابل او کندهار کې خلک راوځي، که په پیښور کې یوه پیښه کیږي، په بامیانو او ننګرهار کې خلک راوځي، که کوټه کې ظلم کیږي، په لویه پکتیا کې د کوټې خلکو په ننګ افغانان راوځي.اوسمهال د پې ټې ایم بنسټګر مشر ښکاره پیغام چې د پښتونولې په کوډکسونو کې نغښتي دی، د ټولو لرو برو ویښو شعوري پښتنو افغانانو لخوا په دې حساسو خونړېو تاریخ جوړونکوپړوانو کې منل شوي دی، له همدې امله په ټوله نړۍ کې درست پښتانه افغانان په یوه ولسي تحریک کې پرته له هر ډول سیاسي ایډ‌یالوجېکې توپیرونو له یو بل سره په یو صف کې دریدلي دي. دا ټولې ملي شعوري ویښتیاوې د ملي مشر منظور پیښتېن له اسرارو ډکو ویناو کې نِغښتي دي.

موږ دلته په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د همغږۍ کمېټه د مشر منظور احمد پښتېن له ولسي ِغورځنګ څخه د پښتنو افغانانو په دې حساسو تاريځي شیبو کې نه یوازې د بشري حقونو په چوکاټ، بلکې د سیاسي مبارزو په ډیپلوماتیکو، سیاسي او حقوقي ارخونو کې پوره ملاتړ کوو. پې ټې ایم د خپل نوی تصویب شوي أئین له مخې یو غیر پارلماني تحریک دی، پې ټې ایم یو مذاحمتي تنظیم وه او دیو مذاحمتي تنظیم په شکل به وجودولری پې ټې ایم له همدې دواړو ځانګړتیا ووله امله په لرو برو پښتنو افغانانو کې یو ګډمنلي ولسي غورځنګ پیژندل کیږي. د مشر منظور احمد پښتین په مشرۍ کې دغه غېر پارلماني او مذاحمتي ولسي تحریک به تل د لر او برو پښتنو افغانانو له هر اړخیزه ملاتړ څخه برخمن وي.

په خورا لوړ درنښت

اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د همغږې کمېټه
د پې ټې ایم اروپا اطلاعاتو او مالوماتو څانګه