کور / #PTM / پښتون ژغورني غورځنګ په بهرنيو هيوادونو کي د احتجاجونو نوې لړۍ پيل کړه

پښتون ژغورني غورځنګ په بهرنيو هيوادونو کي د احتجاجونو نوې لړۍ پيل کړه

د پښتون ژغورني غورځنګ د تيرو دريو کلونو راهيسي په محکومه پښتونخوا، کراچي،لاهور او کراچي غوندي دپاکستان يوشمير ښارونو کي تر احتجاجونو تر څنګ د نړۍ په بيلابېلو هيوادونو کي لسګونه او سلګونه احتجاجونه، لاريونونه، غونډي او يوشمير سيمينارونه کړي دي چي وروستۍ هغه يې د پي ټي ايم د مخکښ مبارز او د وزيرستان خلکو استازي علي وزير د نيولو له امله په اروپا او نورو هيوادونو کي د لاريونونو کيدل ول.

په دې وروستيو کي د پښتون ژغورني غورځنګ يو شمير غړي په کراچي کي ونيول سول، ورپسې ددې غورځنګ د برتانيا مسول وکيل يوسف علي خان چي پښتونخوا ته د کورنۍ د يوه غړي جنازې او د ناروغي مور پوښتني ته تللی وو په ځورونکې توګه ونيول سو، همداسي پروفیسر محمد اسمعيل هم د پوليسو لخوا په زندان کي واچول سو.د پښتون ژغورني غورځنګ يوار بيا په بهر ملکونو کي خپلو استازو ته د احتجاجونو د لړۍ پيلولو لارښوونه وکړه چي په يو شمير هيوادونو کي به احتجاجي لاريونونه کيږي او چيري چي د کورونا وبا د بنديزونو له امله لاريون ناشونی وي نو هلته به د پي ټي ايم ملاتړي او همکاران په انلاين توګه د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړو او مشرتابه د وروستيو چاپو، نيونو او ځورنو خلاف پروګرامونه کيږي.
ددې لړۍ پيل په جرمني کي وسو چي په انلاين توګه پر ۲۷ فبروري او فزيکي توګه په هانؤور ښار کي احتجاجي لاريون جوړول وو. ددې دواړو پرګرامونو جريان دلته لاندي وړاندي کوو.

د يوسف علي خان او نورو ۳۹ زنداني مبارزينو د خلاصون په موخه د لاريونونو لړۍ دوهم پروګرام په بلجيم ، دريم په هالنډ کي او همداسي به په نورو هيوادونو کي د راروانو اوونيو په جريان کي جوړيږي يا تر هغه چي ياد ملګري راخلاص سي.

د يادوني وړ ده چي يوسف علي خان په جرمني کي د ۱۹۹۹ کال د يوې غونډي په جريان کي د خبرو له امله د هماغه وخت د يو زاړه ايف آی آر په بهانه ونيول سو خو کله چي په پښتونخوا او نړۍ کي يې د نيول کيدلو له امله احتجاجي بيانونه راغلل د پاکستان رياست تر هغه وروسته په دې زاړه ايف آی آر کي د ترهګرۍ تور هم شامل کړ چي په دې سره نور هم دا په ډاګه سوه چي د رياست ددې ملګرو سره ستونزه يوازي د پي ټي ايم او د خپل قام د مظلوميت اواز پورته کولو له امله ده ، نه د پخوانيو بيانونو له امله.

د پښتون ژغورني غورځنګ د اروپا څانګي په خپلو خبرتياوو کي په دا ژمنه کوي چي د خپل ملي غورځنګ ملاتړ ته به دوام ورکوي او نور به مه منظم کيږي.

انلاين پروګرام

https://www.facebook.com/PTMGermany1/videos/441687767088536

د جرمني هانؤور احتجاج