غزني ښار په توغندیو ویشتل سوی

د لراوبر اداره | مارچ 10th, 2021


نن سهار شپږنیمي بجې غزني ته دوې توغندۍ راتوغول سوی دي چي یوه د مستوفیت څلورلاري ته نژدې او بله د چای پلورنځیو پر زیرمتون لګیدلې ده.

دا چي راکیټونه چا ویشتلي او ولي، لا یې تر اوسه په اړه معلومات نه دي ورکړه سوي.

دواړه پېښي ځاني زیان نلري خو یوې ملي شتمنۍ ډامبر سړک او دوهمي د ولس شخصي شتمني زیانمنه کړې ده.

سرچینه

کابل پریس کلب

Copyright Larawbar 2007-2024