کور / تازه خبرونه / زابل ولایت کې د توری بند د جوړولو کارونه پیل شول

زابل ولایت کې د توری بند د جوړولو کارونه پیل شول

 

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د زابل ولایت، مرکز قلات د نوخیز کلي کې د توری بند پروژې چارې پيل شوې.

توری بند چې په څلور کیلومټري کې د قلات ښار سره موقعیت لري په جوړېدو سره به یې د زابل ښار ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې شي چې اوسمهال پکې د اوبو سطحه ښکته تللې؛ دغه بند به د موسمي سیلابونو مخه ونیسي؛ توری بند به ۸۷۰ هکټاره ځمکه خړوبوي؛ 1,8 میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي او د زابل ولایت په اقتصاد او کرهڼه کې خورا ګټور ثابت شي.

توری بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې، ډيزان شوی چې د افغانستان دولت په مالي لګښت چې تر 92 میلیونو افغانیو څخه زیاتې کیږي چارې پيل او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د زابل ولایت دغه بند کاسه په 150 جریبه ساحه کې قرار لري؛ توری بند 74 متره اوږدوالی؛ 15 متره لوړوالی او 54 متره پلن والی لري.

د یادونې وړ ده چې دغه بند، نن د زابل ولایت ولایتي مسؤلینو په شتون کې د زابل ولایت سیندیزې حوزې رئیس ښاغلی انجنیر ناصرشاه وزیري لخوا چې د یاد ولایت علماو، قومی مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو، د رسنیو محترمو استازو ګډون درلود چارې پيل او په ټاکلې نېټه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره