کور / #PTM / په چمن او څو نورو ښارونو کي د عارف وزیر اول تلین یادغونډي جوړي سوې

په چمن او څو نورو ښارونو کي د عارف وزیر اول تلین یادغونډي جوړي سوې

نن د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د سردار عارف افغان شهيد د اول تلين په مناسبت په ټول لر او بر وطن کې د پښتنو په سيمو کې د شهيد اول تلين په مناسبت جلسې او غونډي جوړي شوې او ورسره د چمن په ښار کې د شهيد تلين ، ورسره د زنداني ملګرو علي وزير ، اويس ابدال ، حنيف پښتون ، يوسف علي خان ، فهيم وزير ، او عبدالجبار موسی خېل د خلاصون غوښتنې ، او د ډيورنډ پر ناروا کرښه چې کوم معاشي قتل عام شروع دي يا کوم وحشت د پاکستاني رياست لخوا روان دي د هغه پر ضد د جنوبي پښتونخوا په چمن ښار کې يو پراخ لاريون تر سره شو ورسته په غټه جلسه بدل سو په لاريون يا جلسه کې په زرګونو پښتنو افغانانو ګډون درلود دا لاريون د پښتون ژغورنې غورځنګ ولايتي کور کميټې غړي ذوالقرنين باچا په مشري کې تر سره سو د لاريون ګډون والو ته د باچا په ګډون عبدالصادق ناراض ،فيدا محمد قبايل ، صدام اڅګزی ، بصير خان ، دلاور خان ، ويناوې وکړې ويناوالو په حکومت تور پورې کړ چې پښتانه افغانان په لوی لاس تشدد ته هڅوي او د ورځې پر نامنل شوي ډيورنډ کرښه د لکونو روپو تجارتي سامانونو ته اور اچوي ويناوالو پر لر او بر مشرانو او ځوانانو باندې د دغه ظلم د مخنيوي ږغ وکړ
په ياد لاريون کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، عوامي نېشنل ګوند ، او ورسره مظلوم اولسي تحريک ګډون درلود