کور / تازه خبرونه / خانزاده: تر اصلاحاتو وروسته د ګمرک ورځني عواید د ۱۸ میلیونه څخه ۷۰ میلیونه افغانیو ته لوړ سوي دي

خانزاده: تر اصلاحاتو وروسته د ګمرک ورځني عواید د ۱۸ میلیونه څخه ۷۰ میلیونه افغانیو ته لوړ سوي دي

یادي څرګندوني د دوشنبې په ورځ کندهار والي الحاج روح الله خانزاده د ولایت مقام رسنیو مرکز کي د محلي، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو ته د خبري ناستي پر مهال وکړې، چي په یاد مطبوعاتي کنفرانس کي د کندهار سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، د تیلو د اتحادیې مسؤل حاجي میرویس او د تیلو د پمپونو د اتحادیې مسئول حاجي مسعود هم حضور درلود.

د جوړ سوي مطبوعاتي کنفرانس د پیل خبرو کي کندهار والي الحاج روح الله خانزاده ټولي هغه ادعاوي رد کړې، چي تیره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ خوني مسؤلینو دده په وړاندي کړي وې او په خبره یې په ګمرک ریاست کي یې د فساد ختمولو او اصلاحاتو راوستلو نتېجه مثبته وه او د نوي رهبرۍ په راتګ سره د ګمرک ورځنی عواید د ۱۸ میلیونه افغانیو څخه ۷۰ میلیونه افغانیو ته لوړ سوي او د فساد په مخنیوي کي یې د خپلي جدي مبارزې ژمنه بیا تازه کړه.

کندهار والي دده پر وړاندي د افغانستان د سوداګرۍ خوني مسئولینو او یو شمېر سوداګرو وروستۍ څرګندونۍ بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه، د سوداګریزو خونو او سوداګرو په غوښتنه یې د ګمرکي چارو د اصلاح هڅي راپیل کړي دي او په دې جریان کي یې د مالیې وزیر د یو لوړ پوړي پلاوی په ملتیا کندهار ته راوغوښت، ترڅو دلته د فساد اسناد ورسره شریک کړي، چي د هغوي تر څیړنو او ارزیابي وروسته د فساد اسناد مستند وختل او د کندهار او بولدک ګمرک په مشرتابه کي تغیرات راغلل او د یادو اصلاحاتو تر راوستلو وروسته د ګمرک عواید څو چنده لوړ سول، چي دا یې د فساد په وړاندي مبارزې په برخه کي یوه لویه لاسته راوړنه وبلل.

د سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، د کندهار د تیلو اتحادیې رئيس حاجي میرویس او د کندهار د پمپونو اتحادیې مسؤل حاجي مسعود هم خبري وکړې او یادونه یې وکړه، چي په ګمرک ریاست کي د فساد په له منځه وړلو او اصلاحاتو راوستلو کي د کندهار والي هڅي او واضع دریځ د ستایلو دي او هغه ټولي ادعاوي یې رد کړې، چي تیره ورځ په کابل کي یو شمیر سوداګرو د کندهار والي په اړه کړي وې.

دوي د خپلو خبرو پر مهال د مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي د کندهار د ګمرک ریاست په څېر دي د هیواد د نورو ولایتونو په ګمرکونو کي هم پوره اصلاحات راولي، تر څو د دولت عواید ډیر او د ضایعاتو مخه یې ونیول سي او همدارنګه یې د ګمرکي تعرفي د کمولو غوښتنه وکړه.

د کنفرانس په وروستیو کي حاضرو خبریالانو د موضوع اړوند هر اړخیزي پوښتني وکړې او په اړه یې مسؤلینو مفصل جوابونه وړاندي کړل.