کور / تازه خبرونه / خلیلزاد کابل داسي وخت کابل ته رسیدلی چي نا امنیو زور اخیستی

خلیلزاد کابل داسي وخت کابل ته رسیدلی چي نا امنیو زور اخیستی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده ، چې افغان چارواکو سره د سولې پروسې د روان بهیر په اړه خبرې وکړي .
نوموړی په داسې حال کې کابل ته راځي، چې له یوې خوا په افغانستان کې نا امني خپل اوج ته رسېدلې او له بل لوري بهرنیو ځواکونو له افغانستان څخه وتل پیل کړي دي .