کور / خبرتیا او پيغامونه / دلوګر پرقتل عام د سولي ولسي حرکت د خواشينۍ پيغام !

دلوګر پرقتل عام د سولي ولسي حرکت د خواشينۍ پيغام !

۱۰غویی۱۴۰۰
له بده مرغه د کندهار ولايت د ارغنداب او د غزني ولايت له قره باغ ولسوالۍ او د هيواد په ګوټ ګوټ کې له خونړيو بريدونو نه وروسته طالبانو په لوګر کي پر بې دفاع او بيچاره محصلينو ، ميرمنو او ماشومانو ځانمرګی برید وکړ چي د ټول وطن زړه يې ولړزاوه دا چي د مئ له لومړۍ نيټې د امريکايي ځواکونو وتل پيل سول هم مهاله د هيواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو د اسلامي تحريک له لوري پر افغانانو خونړي بريدونه په لوی لاس دې ته زمينه سازي کوي چي بهرنيان له دې بهانې ګټه پورته کړي او بيرته خپلې غوټې کښېږدي په داسې نازکو شرایطو کي د جنګ ټول لوري په ځانګړي ډول طالبان دي له خپل دين ، ولس او هيواد سره ښه وکړي جنګ دي يو مخ ودروي او اوربند دي قايم کړي بين الافغاني خبرې دي پيل کړي د بهرنيانو وتل دي حتمي کړي که داسې ونسي خدای مه کړه هيواد به له يوه نامعلوم خطرناک برخليک سره مخ سي چي تاريخي پړه به يې د طالبانو اسلامي تحريک ته ور له غاړې وي ځکه دا وخت دوی جنګ پيل کړی دی او دا ده تر ټولو خونړۍ پېښه يې د لوګر پېښه ده .

دسولي ولسي حرکت
کابل، افغانستان