طالبان د پنجابي سياستونو وسيله
حکيم روان – هالنډ
يو وخت د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ټرامپ وويل چې پاکستان زمونږ له ملياردي مرستو د طالبانو او تروريستی ډلو د ملاتړ له پاره کار آخلي او زمونږ له مشرانو څخه د «احمقانو» په توګه استفاده کوي. د همدې خبرو په سلسله کې ټرامپ پاکستان ته د ګوت څنډنو تر څنګ د جنوبی آسيا ستراتژی طرحه او پاکستان يې د مطلقې انزوا مسير ته برابر کړ.
پاکستان وار د واره د امريکا سيمه ايزو دښمنانو، ايران، روسيې او چين ته طالبان حواله کړل او امريکا يې و ګواښله چې که د جنوبی آسيا له ستراتيژۍ لاس په سر نه شی نو ايران، روسيه او چين به له طالبانو څخه د امريکا پر ستراتژيکو موخو د بريد له پاره کار واخلي. مسکو، تهران او پيکن ته د طالبانو سفرونو امريکا پر خپلو سياستونو له سره د غور کولو له پاره وهڅوله. امريکائيان پوه شول چې روسيه، چين او ايران کولای شی چې د طالبانو له پشې څخه امريکا ته جنګی پيل جوړ کړي. همدا دليل وو چې امريکا مجبوره شوه څو له پاکستانه د طالبانو د را ګرځولو له پاره مرسته وغواړي، او طالبان د امريکائيانو سره د خبرو آترو لار غوره کړي. امريکائيان د روس،چين او ايران له وېرې د هغو تروريستانو سره خبرو ته اړ شول چې د امريکا جمهور رئيس بوش او د هغه د دفاع وزير رمز فيلډ به ويل چې مونږ د تروريستانو(طالبانو) سره خبرې نه کوو بلکې هغوی له منځه وړو. هغه پاکستانی مشران چې په پاکستان کې يې د طالبانو له موجوديت څځه انکار کاوه، له دې وروسته يې وويل چې مونږ به طالبان د امريکائيانو سره د خبرو ميز ته «راکش» کړو.
پاکستان امريکائيان دې ته راضی کړل چې خپل اصلی حريف افغان حکومت د مذاکراتو له لړۍ څخه محروم کړي او د افغان دولت په غياب کې شرموونکی توافقات لاسليک کړي. چې وروسته د امريکا او طالبانو د توافقنامی په نوم ياد شول. په داسې حال کې چې توافقنامه په اساسی توګه د امريکا او آی-اس-آی تر منځ حاصله شوي وه. همدا علت وو چې د توافقنامی لاسليک په اسلام آباد کې د«فتح مبين» په نامه وبلل شوه.
په دې توګه امريکائيانو بيلې جګړې د روس، چين او ايران په وړاندې خپله ماته ومنله او دا ماته پنجابی واکمنو خپل دايمی دوست امريکا ته تحفه کړه.
په امريکا کې د واک بدلون، نوی واکمن جو بايدن د خپل قمارباز او عاقبت ناانديشه خلف پر ټولو پرېکړو نوي کتنې ته اړ کړ. که څه هم طالبانو د ټرامپ د بري د پاره ډېر د قرآن ختمونه او دعاګانې وکړې، خو ختمونو او دعاګانو ونه کولای شو چې د امريکا د خلکو تصميم بدل کړي.
د ټرامپ استازی خليلزاد او باجوه طالبانو ته دا منلی وه چې طالبان به واک ته رسوي. طالبانو بيا منلی وه چې د حسن نيت په توګه به د امريکايي پوځي اډو امنيت ساتي. خو د جو بايدن نوی کتنې د طالبانو نغده واکمني په نا هيلۍ او سراب بدله کړه، ځکه طالبانو د بيا د پاره د مسکو او تهران لمن ونيوه او د افغان دولت د مذاکراتی پلاوې سره يې د خبرو آترو ميز پرېښود. د مسکو غونډې ته طالبان په دې اميد ورغلل چې د ترويکا ( امريکا-روس-چين) غونډه د طالبانو د بادار د اشتراک له پاره په پراخه ترويکا ونومول شوه او پاکستان د نړۍ د زبرځواکونو سره د غونډې وياړ تر لاسه کاوه. خو د طالبانو د انتظار برخلاف پراخې ترويکې پرېکړه وکړه چې اسلامی امارت د منلو نه دی او يواځې مذاکرات د ستونزو د حل لار ده او دا چې بله غونډه به په ستامبول کې کيږي. د ستانبول له غونډې افغانانو او نړيوالو د اوربند د اعلان تمه لرله، خو طالبانو د ستامبول په غونډه کې ګډون له دې امله تحريم کړ چې د پاکستان د پاره پر طالبانو د بل تجارت وخت را رسيدلی دی.
پاکستان د تروريسم پراخ او بډای ظرفيت لري. نور د طالب ځواک د پاکستانی موخو له پاره اکسپاير او بې ګټې شوی دی. پاکستان تيار دی چې طالب د خپلو ګټو له پاره وپلوري او په قوي احتمال سره به امريکا ته د پاکستان له خاورې د افغانستان د څار او طالب د سرکوب شرايط برابر کړي او په دې توګه به د امريکا ملياردونو ته د پاکستان لاره خلاصه کړي. همدا علت دی چې اروپايي هېوادونه او امريکا د شل کلنو لاس ته راوړنو د ساتنې، د افغان وسله وال پوځ د ملاتړ او روزنې او جمهوريت د دوام او طالبانو ته اخطار ډوله اعلاميې خپروي.
که طالبان د سولې له پاره د موجود فرصت څخه ګټه پورته نه کړی او په خپلو پخوانيو دريځونو ټينګار وکړي، هم به خپلو افراطی موخو ته ونه رسيږي او هم به د سولی په صورت کې د يوه سياسی ځواک په توګه د قانونی سياسی او ټولنيز فعاليت له امتياز څخه ځانونه محروم کړي.