کور / راپور / د جرمني په هامبورګ ښار کي د افغانانو د احتجاجي لاریون حال

د جرمني په هامبورګ ښار کي د افغانانو د احتجاجي لاریون حال

‎دا لاریون د ویک اپ افغان کمیونټي ( Wake Up Afghan Community) لخوا په لار اچول شوی وو چې یو شمېر سیاسي حزبونو، ټولنو او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو شمېر کسانو هم پکې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو، د لاریون په شروع کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سراج الحق ببرکزي په افغانانو غږ وکړ چې نور وخت راغلی چې باید هر افغان متحد شي او د هیواد لپاره غږ پورته کړي او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې دا جنګ د افغانانو جنګ ندی بلکه بهر څخه خصوصاً لخ خپلو شومو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو لخوا پر افغانانو تپل شوی، ورپسې د حزب همبستګي ګوند په نمایندګي اغلۍ لینا احمدي په زړه پورې وینا وکړه او له افغانانو یې وغوښتل چې نور باید په جنګي مجرمینو (پخواني جهادي رهبران) باندې اعتبار ونکړي، ځکه دوي ټول د قام په نوم امتیاز اخلي او قومونه یې خپلو کې په جنګ اچولي، ورپسې د افغان کور ټولنې په نمایندګي وحید جان صمدزي خپله عالمانه وینا وکړه، نوموړي د جنګ په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې زرترزره یوې بین الافغاني سولې ته لار هواره کړي او نور د افغانانو وژل ودروي، څلوېښت کاله کېږي چې افغانان وژل کېږي نور باید د افغانانو وژل زرترزره ودرول شي، وروسته له محترم وحید جان صمدزي څخه د ویک اپ افغان دروند مشر استاد عثمان علیم چې ناروغ دی او روغتون کې بستر وو مونږ ته خپل شعر د وټس اپ دلارې رالېږلی وو چې د لاریون ګ‌‌‌‌‌‌ډوالو ته مو واوراوه، د ویک اپ افغان په نمایندګي عتیق الله باور خپله وینا په انګلیسي ژبه وکړه، نوموړي هم تر ټولو دمخه د افغانانو د وینې توېدلو د ودرېدو غوښتنه وکړه او نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې په پاکستان فشار راوړي تر څو افغانستان کې د وسلوالو طالبانو ملاتړ څخه لاس واخلي، ځکه دا پاکستان دی چې د وسلوالو هر قسمه مالي، ځاني، او تخنیکي ملاتړ کوي او مونږ افغانان وژني، ورپسې اغلۍ بلقیس لودین ‌‌‌‌‌‌ډېرې ښکلې او ملي خبرې وکړې، اغلۍ لودین وویل چې من پشتون هزاره هستم (زه پښتنه هزاره یم ) اغلۍ لودین زېاته کړه چې هیڅوک مونږ افغانان نشي بېلولی، افغانستان کې مېشت ټول قومونه سره وروڼه دي او هیڅوک به دوي بېل نکړي، نوموړې وویل چې افغانانو همېش د بهرني اشغالګر په وړاندې په شریکه مبارزه کړې او دا قومونه به د تل لپاره همداسې په یوالي کې ژوند کوي، اغلۍ لودین نورې هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې مفیدې خبرې وکړې.
‎د لاریون په وروستۍ برخه کې د هیواد ملي شاعر تیموري صاحب په دري ژبه کې خپل اشعار وویل او ورپسې د ویک اپ افغان ټولنې غړي وحید سراج خپله بیانیه او پرېکړنلیک په الماني ژبه ولوست او د پرېکړنلیک پښتو برخه عبدالقهار همت لخوا د لاریون ګ‌‌‌‌‌‌ډونالو ته واورول شوو چې د پرېکړنلیک متن درسره لاندې شریکوو.


‎د ویک اپ افغان کمیونټي پرېکړنلیک
‎پرېکړه لیک:

‎1) په افغانستان کښې د افغانانو د ټولوژنې یا جینوسایډ ناورین دي بند شي او طالب دي سملاسي اوربند وکړي
‎2) په افغانستان کښې لاسته راوړنو او کامیابیانو، لکه جمهوري نظام، اساسي قانون، پارلیمان، انتخابات، ملي اودرو، ازادو رسنیو، پوهنتونونو، مدني ټولنو او نورو ملي ادارو ساتنه او ضمانت غواړو
‎3) په افغانستان کښې د ملي یوالي تضمین او خندیتوب غواړو
‎4) د افغانستان د ځمکنئ بشپړتیا ساتنه او تضمین غواړو
‎5) طالب د افغانانو په تېره بیا د پښتنو نماینده نه دی.
‎6) جمهوري انتخابات د حکومتوت جوړونې یوازینی بنسټ دی، له انتخاباتو پرته بله هیڅ لاره نه منو
‎7) له طالب سره هر ډول کومکونه، وسلې او پیسې، سینکچوریز، ټریننګ دی بند شي، او له نړئ والو غوښتنه کوو چي پر پاکیستان باندي فشار راوړي چي له طالبانو سره مرستې و نه کړي.
‎8) طالب ترهکره ډله ده او باید ترهغو په تور لیسټ کښې وي ترڅو چي يې افغان وژنې لاس نه وي اخیستلی او د جګړې پرځای یې د سوله ایزو انتخاباتو لاره نه وي منلې
‎9) د موجوده ګن ګوندیزه جمهوري نظام چي د انتخاباتو پر اصول ولاړ دی ساتنه او ضمانت غواړو
‎10) د میرمنو، ماشومانو او د ټولو لږکیو انساني حقونو ساتنه او تضمین غواړو

د مظاهرې بشپړ جریان او ویناوي پر لاندي لینک وګورئ👇🏻

https://www.facebook.com/larawbar.net/videos/788819778492896/