هو که خدای کول غونډ به را ويښ شو
د ( آيا مخکې له دې چې ټول ووژل شي ، راويښ به شي او که نه ؟) په ځواب کي
هو که خدای کول غونډ به را ويښ شو، ولې تاسو ندي اوريدلې له هرې ژړا وروسته خندا او له هرې تيارې وروسته رڼا وي. په ياد ولرئ څومره چې غم او ژړا زياته وي بيا هماغومره خندا هم ډېره وي، دد ې په ختمېدو سره انشاءالله چې خورا ستره خوښۍ او خندا د افغانانو په نصيب کې ليکلې ده. ستاسو نظر زه د ختيځ معاصر فيلسوف علامه اقبال ته راګرځوم چې د افغانانو په هکله څه ښه وايې.
صد جهان باقی است د رقرآن هنوز اندر آياتش يکی خود را بسوز
باز افغان را از آن سوزی بده عصر او را صبح نوروزي بده
ملتی ګم ګشته ی کوه و کمر از جبينش ديده ام چيزی ديګر
زانکه بود اندر دل من سوز و درد حق ز تقديرش مرا آګاه کرد
کاروبارش را نکو سنجيده ام آنچه پنهان است پیدا ديده ام
مر ميدان زنده از الله هوست زير پای او جهان چار سوست
بنده ئی کو دل بغير الله نبست مي توان سنګ از زجاج او شکست
او نګنجد در جهان چون و چند تهمت ساحل باين دريا مبند
چون ز روی خويش بر ګېرد حجاب او حساب است او ثواب است او عذاب
ا
و يا په بل ځای کې فرمايې:
ګفت هنګام طلوع خاور است آفتاب تازه او را در بر است
لعلها از سنګ ره آيد برون يوسفان او ز چاه آيد برون
( يانې چې وخت راشي ددې ملت ورک يوسفان به راپيدا شي)
رستخيزی در کنارش ديده ام لرزه اندر کهسارش ديده ام
دادی وينئ يې علامه اقبال چې يو هندي عارف دی د افغانانو راتلونکی څومره ښکلی ښيې او انځوروي يې. خو اوس خبره داده چې دا کار به کله کېږي او پاک څښتن تعالی به کله دا هيواد او ملت د نړيوالې مافيا له لاسه خلاصوي د هغه په تقديراتو پوري اړه لري. خو انشاءالله چې کار به ډېر لرې نه وي ځکه نوره ددې ملت د صبر کاسه چپه شوې او د نور صبر او زغم ځای ندی پاتي او دا ولس نور دېرش کاله همداسې خوار او زار نشې اوسېدای. ډېرې ژړا ګانې شوي، ډېرو کونډو او بورو د الله جل جلاله په بې نيازه دربار کې اوښکي توی کړي او دعاوي يې کړي، ډېرو يتيمانو او مزلومانو فريادونه کړي. ډېر تنکي ځوانان او پيغلي، مېندي او پلرونه د اسلام ، ناموس او وطن لپاره په وينو کې لوبېدلي، ډېرې لوږې، تندي او ستړياوي خلکو ګاللي او ددې ټولو اجر انشاءالله له لوی خدای سره په خپل ځای پاته دی. ولې نه يو خبر د اختر په ورځ چې يو مسلمان د الله تعالی د رضا لپاره يو څاروی ځار (قرباني) کړي څومره فضيلتونه او اجرونه يې علما او امامان بيانوي نو ایا دا د کابو دوه مليونو شهيدانو ويني چې د خپل دين او مولا د نامه د لوړوالي لپاره يې توی کړې او دا پورتني واړه کړاوونه يې وګالل به هسي وړيا ولاړې شي او هېڅ ثمره به ونلري؟ ولې نه يوه خو مو وليده چې د سره ښکېلاک (روسانو) غونډه امپراتوري يې په برکت دړې وړې شوه او د څښتن تعالی په فضل سره اوس د نړۍ په کچه هېڅ پزه او هېڅ صلاحيت نلري او خپله ګدايې ته ناست دي.
اصلاً که ښه ځير شو د نړۍ ولسونه له نورو ټولو دليلونو سره سره هغه وخت په ناوړه سرنوشت (پايلو) اخته کېږي چې خاين او ميراثي رهبران (پاچايان) چې د کار اهليت ونلري پدوی حاکم شي او هغه وخت سوبمن کېږي او کارنامي ګټي او تاريخونه بدلوي چې خدايې او په دين او ولس مين او د کار وړ رهبران پر دوی وټاکل شي چې د افغانستان تاريخ ددې ګواه دی، نو خصوصاً د افغانستان او عموماً د ټولو مسلمانو ولسونو نني مشکلات د څو پښته نا اهله او که ووايم بېدينه حاکمانو د غفلت او ځان پالني او ملت او دين هېروني او عياشۍ او فحاشۍ پايله او نتيجه ده. او بیا مو په وار وار سره کتلي چې د الله جل جلاله رحم په داسي ولسونو شوی او دسالمو او نيکو او دين پالو رهبرانو په واسطه له برباديو څخه وتلي او سوبمن شوي.
خو دلته يوه بله خبره هم ده لکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلې تاسو خپلو حاکمانو ته ښېرا مه کوئ ځکه خدای (ج) هغه وخت په تاسو بد حاکمان ټاکي چې اعمال مو بد شي او که تاسو اعمال سم کړئ نو بيا خدای (ج) ستاسو حاکمان هم اصلاح کوي ياني سالم او مؤمن حاکمان درباندي ټاکي چې ددې حديث پايله دا شوه چې د ملت حال ټول د هغوی په اعمالو پورې تړلی. نو مانا دا شوه چې د افغانانو او عموماً ګردو مسلمانانو ننی حالت ددوی د عملونو زېږنده دی. او خدای د خير کړي چې لا به څه وشي لکه هغه د رحمان بابا رحمة الله عليه خبره چې وايې: خدا چې څه بازي شي پېښه عاشورا شي که اختر شي
او همدارنګه مولانا جلال الدين بلخي رحمة الله عليه فرمايلې:
هر چه بر تو آيد از ظلمات و غم آن ز بی باکی و ګستاخيست هم
او په بل ځای کې دا مبارک فرمايې:
هېچ قومی را خدا رسوا نکرد تا نيامد دل مرد خدا به درد
يانې د خدای (ج) سنت داسې ندي چې يو قام (ټبر) او ملت پرته لدېنه چې دوی ته يو ويښونکی را واستوي او خپل حجت پرې تکميل نکړي په مختلفو عذابونو ونيسي او دا ډول مثالونه په قرآن عظيم الشان کې پريمانه شتون لري. او قرآن کريم ښه راته واضحاً ټول مسائل ابلاغ کړي خو اوس چې زمونږ عقل او پوهغه هغه ته نه رسېږي دا بل کار دی. نو مونږ ته پکار دي چې دا خبري سرسري و نه نيسو، دا شايد ډېرې عادي وبرېښي خو خورا مهمي دي او زمونږ ټول سرنوشت همداسي برېښي. دلته اوس دا خبره اړينه ده چې ښه که داسي وي نو هغه خدايې وېروونکی يا په اصطلاح سره خدايي بشير او نذير څوک وو او کله موجود وو او څه شو او څنګه خلک او ملت ويښ نشول او څوک ددې لارې خنډ وګرځېدل چې ملت مو له ننيو ناخوالو او نادودو سره له څو لسيزو راهيسې مخ او ګريوان دی او ورځ تر ورځې ټکول کېږي، خوارېږي، وژل کېږي او… او د هېچا پرده خدای ونکړه که پير ؤ که فقير که شتمن ؤ که نېستمن، که ملا ؤ که عامي، که پوی ؤ که ناپوی، که سياستمدار ؤ که چارواکی او داسې نور هر ډول او خدای خبر چې لا نور به څه وشي.
نو که رښتيا ووايو او سرونه خپلو ګرېوانو ته ټېټ کړو رښتيا هم دا ټول حالتونه او بدمرغياني زمونږ له مونږه دي، البته چې له خدای سره به اړيکي نلرو او هېر کړی به مو وي، يا په هر چا پسې چې ځو يا تللې يو خدايې خلک نه ول او د هغه مرسته او کمک ورسره نه ؤ او د هغه د تائيد وړ نه ول، يانې د الله تعالی خوښ نه ول او ندي.
او مونږ ټول افغانان که پښتانه دي که تاجک دي يا نور، واړه چاري له بنده ګانو ګڼو او الله (ج) په دغو چارو کې هېڅ شريک نه بولو، او تل داسې انګېرو چې که خدای کول ګلبدين به داسې وګړي، يا مسعود يا دوستم به داسې وکړي يا سياف يا طالب او اسامه يا مولوي خالص او يا بل او سره له دغو ټولو دورو او ازموينو څخه چې په سر مو تېر شول او په سر مو وخوړل هېڅ دې ټکي ته نه متوجه کېږو چې له دغو پورته ذکر شوو رهبرانو يا نورو ډلو او ټپلو څخه چې پېژنو يې او يا ورسره تړلي يو د دين، هيواد او ملت له تباهۍ او د اسلام او مسلمانانو له بدناميو څخه پرته مو بل څه و نه ليدل دا ټول رهبران او د هغوی ډلې مو وليدې کوم يوه داسې کار کړی چې خدای او مسلمانانو ته د پسند (خوښې) وړ وي بلکه ومو ليدل هر يوه پخپل وار او وس پورې څومره تېري او ظلمونه وکړل څومره ځامن او لوڼې يې يتېمان کړل څومره مېندي يې کونډي او بوري کړې او بالاخره دا دخدای (ج) مخلوقات يې په کوموډولونو نه وو چې و نه ځورول، ښارونه يې وران کړل، فابريکې يې چور کړلې او حتی چې په ژونديو يې غوړي توی کړل او مېخونه يې پکښې ټک وهل. داسې له جناياتو ډک کارونه خو به په انساني تاريخ کې هم نه وي شوي خو دلته وشول. تاسو ټولو ته به ښه معلومه وي او اکثرو به ډېری صحنې په سترګو کتلې وي نو بيا ولې ځان دوکه کوو او پاملرنه نه کوو، آيا همدې سياسې حزبونو چې مونږ يې يادوو دا کارونه ونکړل خو بيا هم مونږ وايو چې پلانکی رهبر به داسې وکړي او پلانکی پير به داسې وکړي او پلانکی سياستمدار به داسې، آيا دا دېرش کلنه دوره چې خداي تعالی څو ځله په يوه اړخ او بل اړخ ټولې صحنې او نظامونه واړول او د دې ولس هر ډول وګړي يې پکښې و ازمو يل او هر نظام يې ملت ته ورښکاره کړ چې پوچ وو او ددې رهبرانو او نورو يواځېنی هدف او غايه دنيا او مافيها ده او بس. او ډېره کمه يا که ووايم بې ځايه به نه وي هېڅکله مو څښتن تعالی ته د صدق له مخې رجوع و نکړه او د انسي او جني شياطينو په دوکو مو هېڅ دا احساس هم و نکړ او ددې له مخې مو توپير هم ونکړ او پدې لاره کې مو هڅه او لټه ونکړه چې د ولس خلاصون او نېکمرغي او د خدای جل جلاله رضا او خوښي يواځي او يواځي د هغه د دين د احکاماتو په بشپړ ډول منلو او له نواهيو څخه په ځان ساتلو او ددې کار لپاره مهمه دا وه چې مونږ واقعاً صادق، مؤمن او په دين او هيواد مين لارښود له الله تعالی څخه وغواړو او د هغه په دربار کې له دغو ناخوالو څخه د خلاصون لپاره شپه او ورځ وژاړو او پلټنه وکړو څو داسې لارښود او امير لکه يوسف عليه السلام يا صلاح الدين ايوبي يا نور و مومو او پيروي يې وکړو څو له دغو بدمرغيو او برباديو وژغورل شو.
د مولانا بلخي خبره چې مخکې مو ذکر کړه هرڅه زمونږ له اعمالو دي چې پر مونږ راځي دلته به يې په ډېر لنډ ډول يو څو ټکي بيان کړم، لومړی دا چې ټول افغانان او پښتانه څومره دين پالي يو، زمونږ په کلو، ښارونو، کورونو مجلسونو او نورو هر ډول ځايونو کې تمامه ورځ ساز غږول کېږي او ټوکي وي، ټکالي وي، غيبتونه وي، وخت عبث تېرول وي، چرس وي نسوار وي، سګرټ وي او نور… ښه ددې په ځای مو په شواروز کې څو ګنټې د آخرت لپاره مصروف او لاس په کار يو؟ ټول عمر په سيال داريو او ځان تراشيو کې بوخت يو، ټول عمر دښمنۍ او تربګنۍ پالو، دا ټول کارونه هم د استعمار زېږنده ندي، بلکه اکثره يې زمونږ په ټولنه کې د رواج او دود په بڼه شتون لري. د اکثرو د ژوند ټول هدف مو ګېډه مړول او که له هرو لارو وي د شتو راغونډول دي او ددې پروا نه کوي چې مقابل لوری څومره وږی او بربنډ دی او لا نور يې هم کوي، د ګل پاچا الفت صاحب نثرونه وګورئ چې پدې ملت او ولس کې يې د بدمرغۍ او بدبختۍ څومره ټکي را په ګوتو کړي. په شواروز کې هم پرته له پنځه وخته لمونځو څخه چې ټول يې پنځه وخته هم نه کوو نور د دين کوم احکام په ځای راوړو او لمونځونه مو په کوم ډول دي، په روزه کې خو يواځي د خولې او فرج له تړلو پرته نور مو کوم غړي کابو کړي او يا ورڅخه د خير کوم کار اخلو؟
د هغه يتيمانو او کونډو سره مو چې پلار او مېړه يې خپل سر د خدای د رضا او د هيواد د ازادۍ لپاره ورکړی څه وکړل، دا کار يواځي د رهبر يا ملا يا بل چا ندی، د هيواد هر شتمن، هر عام او خاص پدې اړوند مسئوليت لري. زمونږ په ګاونډ کې خلک د لوږې شپې او ورځې تېروي خو مونږ او زمونږ خانان او ملکان څه او څه نه کوو، آيا د تېرو مسلمانانو په وختو کې هم همداسې ؤ؟ د غريب، عالم او د ملا او ديندارو قدر زمونږ په ټولنه کې نشته، ملا بېچاره د يوې ګولې مړۍ د موندلو لپاره په جومات کې رښتيا نشې ويلای، د خان او ملک غوړه مالي کوي څو يې له جوماته و نه شړي، زمونږ په ټولنه کې ملايان او دينې عالمان په اقتصادي لحاظ سره تر ټولو ټېټه طبقه ده او که ووايم د اثر او رسوخ هر سړی ورته په سپکه او ټېټه سترګه ګوري سمه به وي؛ خوار غريب او مظلوم ته خو څوک د سړي په سترګه هم نه ګوري، سړی يواځي هغه وي چې شتمن وي يا غښتلې کورنۍ او ټبر ولري. د چا خبره څوک چې علم لري پيسې نلري او څوک چې پيسې لري د علم او د علم د څښتن درناوی نه کوي او ټېټ يې بولي او همداسې په سلهاوو او زرهاوو ناوړه دودونه زمونږ په ټولنه کې شتون لري چې د هغوی له منځه وړل او اصلاح کول له خدايتعالی او يا د هغه له نېکو بندګانو څخه چې همدی يې مل وي پرته ستونځمن او که ووايم ناشونی کار دی.
ښه نورې خبرې او دردونه ډېر دي خو مونږ بايد د يوه نېکمرغه سباوون په تمه لاس او پښې وښوروو او هېله ولرو او کار وکړو چې خدای به دا تياره رڼا او دا ژړا په خندا واړوي. او لټه وکړو څو واقعي مؤمن او له خدای او ملت سره صادق وګړي او رهبر ومومو څو له دغو بدمرغيو څخه مو خدای تعالی خلاص کړي لکه چې خدای جل علی شانه په خپل کتاب کې فرمايلې إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ يانې: بې له شکه الله تعالی د هغه قوم په حال کې تغير نه راولي څو پخپله ځانونه پوی نکړي او په ځانو کې تغير را نه ولي. نو مونږ دا خبرې ولې سرسري نيسو که مونږ افغانانو په ځانو کې تغير راوستی وای او لږ غور مو کړی وای چې ولې ورځ تر ورځ خوارېږو، وژل کېږو آيا علت هم شته که نه، او که پخپل اند او ګومان سره هر يو خپل رهبران ستايې او د برياوو امېدونه لري خو ټول منفي او پوچ راوځي. بايد چې مونږ خدايتعالی ته عذر او زارۍ وکړو او ورته ووايو تر ننه مو چې هره لار نېولې يا مو هر ډول ګومانونه کړي ټول غلط ختلې او خېژي او مونږ واقعاً نه پوهېږو، هغه څوک چې ستا خوښ دی او له تا سره لار لري مونږ ته را وښيه او را وې پېژنه او هغوی زمونږ په سر وټاکه که هغوی هر څوک وي څو مونږ له دغو کړاوونو او بدمرغيو خلاص شو. که داسې و نکړو او تل همدا وايو چې پلانکی او پلانکی نو خدای مکړه همدا به مو حال وي او حتی تر دې هم بد.
په پای کې دا هم بايد ووايم پښتانه غيرت لري خو لدې غيرت او زړورتوب سره دوی ته لږ پوهه هم پکار ده، مونږ پښتانه تلفات زيات ورکوو خو کم بری مو په نصيب کې کېږي چې ټول د پوهي او درايت نشتوالی دی او لدې سره د ايمان نور ته هم اړتيا ده او یوه معنوي لارښود ته هم. چې سم رهبر وپېژنو او ويې ټاکو نو لکه د سلطان محمود يا شهاب الدين غوري يا احمد شاه ابدالي غوندي دورو راتګ اسانه کار دی. مونږ يو ځل له انګليسه جهاد وګاټه او په يوه غل (سقاو زوی) مو د جهاد ټولې برياوي او سوبې و بايلې او همداسې بل جهاد مو وګاټه او په دې نادودو او په اصطلاح سره بېغمه او بې خدايه خاين رهبرانو او ديندارانو مو د جهاد ټولې سوبې وبايللې او له بدو بدتر شوو. نو تر هرڅه د مخه د رهبر ټاکل مهمه موضوع ده چې سم رهبر ولسونه سموي او برعکس کاږه رهبران يې داسې کوي لکه چې ګورو يې.
خورا درنو وروڼو او مشرانو په خبرو کې به ډېرې ستغي او سپوري راغلې وي د هغوی بښنه هم له تاسو او هم له الله تعالی غواړم، زه هم ځوان يم او ځوانان احساسات لري، پرون مې چې دا سرټکی وليد[ آيا مخکې له دې ،چې ټول ووژل شي ، راويښ به شي او که نه ؟!] رښتيا چې سخت يې خفه کړم او چرت مې خراب شو. کله مې کومه رسمي مقاله يا څه هم نده ليکلې کېدای شي د قلم د خاوندانو په نزد ډېرې غلطيانې ولري خو هيله لرم عفو به يې کړي. ځکه مونږ ټول بندګان يو او ضعيفه يو، خبرو ته مه ګورئ درد ته وګورئ. ډېری مسئلې چې حيران افغان صاحب ليکلې حقيقت دي او واقعيت لري.
او په پای کې يوه يادونه کوم خدای چې وغواړې څوک ونازوي هغوی لومړی کړوي، آيا د پيغمبر (ص) اصحاب يې و نه کړول، خپله پيغمبر (ص) يې په څومره ازموينو او تکليفونو کې واچاوه، خو دد ې مانا خو دا نشوه چې هغوی غلط وو، تاسو هم چې انشاءالله ښه پوهېږئ. نو دغې خوار او زار ولس ته چې داسې کړېږي ډېرې نېکمرغيانې او سوبې او خوښيانې په لاره دي، داسې خنداوي چې انشاءالله ټوله نړۍ به يې بيا نکلونه وړي او کوي به يې. خدای د وکړي چې له مونږه هم پدې لاره کې کار واخلي او تر هغې مو د ژوندي ولري. آمين او د ښکېلاک ګرو پدې تېريو او ځورونو سره چې ويې کړلې ګورو دادی پښتانه او ټول افغانان له پخوا نه ډېر زيات هوښيار او راويښ شول او اوس دادی اېله په بېله د يوه مسئوليت احساس کوي او د علم او پوهي خواته لېواله شوي او منطق او دليل اېله په بېله مني. او پوه شول چې زور واکي او نفاق پرته له برباديو بل سوغات ولسونو ته نه لري.
په پای کې زه د مولانا صاحب فيضاني (رحمة الله عليه) د هغې کتاب چې په ۱۳۵۰ هل کې د ظاهر شاه په وخت کې يې ليکلی ؤ او د افغانستان په ملي مطبعه کې چاپ شو او ټولو علماؤ او سياستوالو ته ورسول شو يو مطلب دلته راکاږم څو مو موضوع د همدوی له نامه او ليکنې هم خالي نه وي. پدې کتاب کې مولانا صاحب فيضاني (رح) چې نوم يې دی ( د علماؤ او مشايخو دنده د دين په هکله څه ده) داسې ليکي. چې لنډيز يې زه دلته را اخلم.
په هغه ملت کې چې درې پوړې (طبقې) وګړي خراب شي په هغه ملت د خدای جل جلاله عذاب راځي.
(۱) سياستوال او چارواکي (۲) شتمن او بډای (۳) علما (ديني علما)
نو دا مبارک فرمايې: په افغانستان سياستوال خراب دي، چارواکي په عام ملت ظلمونه کوي، د هغوی کارونه نه کوي، خدمت نه ورته کوي، دولتي ادارې فسادونو او رشوتونو په سر اخيستي او بالآخره ددې مظلوم ملت حال ته يې هېڅ پاملرنه نشته.
وروسته پسې زياتوي شتمن او بډايان زکاتونه نه وباسي، د غريبانو او مسکينانو حق له خپلو مالونو څخه نه ورکوي، صدقې نه کوي نو ددوی مالونه حرام دي او د عذاب مستحق دي. زکاتونه خو څه چې همدا شتمن دي چې د شتو او سرمايې د راغونډولو لپاره غريبان لاپسې غريبوي او خپل زېرمتونونه ډکوي. د الفت صاحب خبره چې د خانانو د ډېرو او مېلمستونونو په هکله په يوه ځای کې وايې چې په دې مېلمستونو کې د يو څو تنو مړول خو وينو خو د نورو ډېرو وږي کول مو له پامه ايستلې يانې د څو تنو مړول د ډېرو د وږي کولو پواسطه شونې دي.
دریم دوی فرمايې: دينې عالمان خپلو اصلي دندو ته متوجه ندي، په ملت کې ګناوي او فحشاوي ورځ په ورځ زياتېږي زورو ظلمونه کوي او خواران خوارېږي او دوی د خپلو ګېډو د مړولو لپاره غلي ناست دي اومبارزه نه کوي. واقعاً چې همداسې ؤ که په هماغه وخت کې علماؤ ټېنګ درېځ غوره کړی وای او ټول سره يو لاس او يو موټي شوې وای په ډېرو کمو تلفاتو به د افغانستان حال د نن په شان نه ؤ.
نو دوی په ۱۳۵۰ کال کې په هماغه کتاب کښې کاږي، چې ډېر ژر ده په دې حرامخوره قوم عزيز او جبار خدای شديد ترين او غليظ ترين کفار نازل کړي، او بيا وايې چې ملحدين به راځي او ددوی سرمايې او ځمکې به ويشي، ښځې به يې ورنه بيايې، بيا به نه شتمن، نه عالم او نه پير او نه سياستوال ته عزت او صلاحيت پاته وي. او په پای کې وايې که مونږ نن سره کښېنه نو (نه کښېنو) او خپل عيبونه سره و نه وايو او اصلاح يې نکړو سبا به کفار زمونږ او ستاسو عيبونه د نړۍ په ټلويزونو او راډيو ګانو کې ټولې نړۍ ته بيانوي. وايې چې اخطار دی.
په درنښت