کور / سياسي / دلوی احمدشاه دراني ۲۴۹م تلین ته په ارادت !

دلوی احمدشاه دراني ۲۴۹م تلین ته په ارادت !

د راجپوتانې راجا، مادوسینګ کهچوا  (۱۷۲۸-۱۷۶۸ )

دلوی احمدشاه بابا یوبل نامتوهندي متحد

راجا مادوسینګ کهچوا (۱۷۲۸-۱۷۶۸)

لیکوال: پروفیسورعبدالخالق رشید دنهروپوهنتون استاد

—————————————-

موږ په دې اړه ډیرلوستي چې احمدشاه بابا په آسیا کې د دراني امپراتورۍ بنسټوال اولارښود و، دده دواکمنۍ اونفوذ جغرافیا لویدیزته پرعرب سمندرګی،ختیراوجنوب ته پرهندوستان اوکشمیراوهمدسې شمال ته ترمرکزي آسیا پورې رسیده چې داهره خوا اوهرلوری کیدای شي دیوه ځانګړي تیزس په توګه د تاریخ زده کونکي اوپوهان وڅیړي اوځانګړي آثارورباندې ولیکي،ځکه دراني امپراتوري د آسیا په زړه کې دیوه مقتدرحاکمیت، نظام او نظام سالارۍ نوم اوپرتم دی چې ویاړیي یې د آسیا له تاریخي اوهنګامه جوړونکي مرکز کندهارڅخه پیل کیږي اودپرتم لویه هنګامه یې په ټوله آسیا کې په ویاړاوپرتم سره د آسیا یا شرق دتاریخ یومهم،حساس اوحماسي څپرکي جوړوي.

داحمدشاهي سوبویوه لړۍ دده دلویې امپراتورې جنوب اوشرقي برخې یا هندوستان وچې یوازې اویوازې یې پرهغه لوري دخپلې واکمنۍ اوافغانستان دپولودساتنې په موخه پوځونه استولی اوهغه هیواد یی دیوه مرکزي نظم اونظام پرپوله درولی دی. لوی هندوستان ته په احمدشاهي دوره کې دوه لوی خطرونهچې یویی کورني اودویم یی باندنی ومتوجه ول.دغه دوه خطرونه یومرهټه اوبل انګریزان ول، مرهټه دجنوبی هند له مرهټ څخه (داسیمه داوسني پونې اړوند کلی اوسیمه وه چې بیا وروسته دجنوبی هند دغه حرکت هم دهمدغې سیمې په نامه مرهټه، یامرهټان باندې یادشو) راپورته شول، جنوب هندیی مسخرکړله هغه وروسته یي دمرکزي اوشمالي هندوستان پرلورپه خورا وحشت سره رامخه کړه، پرراجستان را پریوتل دراجستان زیاتره ښارونه دجیپورپه ګډون یې تاراج،ولسونه یې تباه اوله هغه وروسته یی ځانونه دمغلي کمزورې واکمنۍ مرکزډیلی اواګرې ته ورنږدې کړل،دلته یي دهندوستان مرکزیت له مستقیم خطرسره مخامخ کړچې خبره یې ترپنجاب اولاهوره پرې هم ورسیده،دوی دهغو تاریخي سیمواوخلکودځورونې اوبشپړتالان پلان هم درلودل.

موږنه وایوچې مرهټه ځواک نه،مرهټه دهندوستان خلک نه ول، یوازې دومره ویلای شو چې دوی دهندوستان له پاره ان چې دکمزورې مغلي واکمنۍ په کچه هم دآزادۍ اونیکمرغۍ سیاسي اواداري پلان نه درلود، نامتوتاریخ لیکونکي (جی آن سرکار) دمرهټه په اړه داخبره په بشپړډاډ سره کوي چې:« هیڅ داسې منظمه هڅه چې هغه دې دخلکودپوهې اویووالي داسې نښه،هم دشیواجي اوهم د پیشوایانوترواک لاندې وخت چې دیوه منظم سازمان څرګندونه وکړي په مرهټه ووکې نه وه، دمرهټه ووچې کوم یووالی اوسازمان رامنځ ته شوی و،هغه په خپل واریومصنوعي، تصادفي اوان چې خطرناک یووالی اوسازمان و»

ځکه خو ویلای شوچې مرهټه په خپل وخت کې نه دهندوستان په خیروواونه دسیمې،همداوجه وه چې ویې نه شوای کولای پریوه ملي اوهندي روحیه دهندوستان دخلکوملاتړدځان کړي، دوی چې پرهره سیمه ورغلل،پرخلکویی درنې مالیې اوجزیی حواله کړې، قومي ،مذهبي اوسیمه ییزتوپیرونه اوتعصبونه داهرڅه یې له ځان سره درلودل،چې نښې یې اوس هم دهندوستان په لویدیزاوجنوب لویدیزکې لیدل کیدای شی.دوی له دکنه ترډیلي پورې دتالان اوجګړو په زور ځان په خلکواوولسونوکې نامتوکړ، کله چې  دراجستان مرکزجیپورته راورسیدل دلته یی دغه ښاراوخلکو ته زیات مالي اوځاني تاوانونه ورسول اوله هغه وروسته یې خپلې دغې بدمرغې لړۍ ته ترډیلي اوترهغه هغې خواته دوام ورکړ،ترڅوچې دهندوستان خلک ناچارشول اود دوی په وړاندې یې دیوه پراخ ائتلاف بندوبست پایله دلوی احمدشاه بابا پربلنه باندې پای ته ورسیده اوهغه یی ددغې لویې ستونزې درفع اودفع په موخه هندوستان ته وروباله.

دویم خطري ځواک چې لوی احمدشاه ابدالي له مرهټه وووروسته له هغه څخه د بشپړې ناامنۍ احساس کاوه هغه انګریزان ول، انګریزانوپه هندوستان کې دخپل مادي اومعنوي ځواک دپیاوړتیا په خاطراوږدمدتي پلانونه درلودل، ځکه یی ځان د درني امپراتورې په ځوښ اولوړتیا کې آرام نیولی و اونه غوښتل ددرانیانو دځواک په مقابل کې چې د دوی له مقابلې اوتوانه لرې خبره وه په مستقیمه توګه هلې ځلې وکړي، دوی تردغه مهاله ځانونه بنګال ته رارسولي ول اوله هغه ځایه یې هندوستان اونوروآسیایی هیوادوته ځان یوازې په تجارتي څیره کې ورښود اوبس، پرهمدغه لامل دوی ان داحمدشاه ابدالي په زمانه اوترهغه وروسته د تیمورشاه په زمانه کې دتجارتي اوغیرمستقیموسیاسي اړیکو پرلامل یولړغیرمستقیم تماسونه ټینګ کړي وو،چې دغه تماسونه یی هم هغه شیطاني هڅې وې چې دهغوترشاه یی خپلې نقشې اوخپلې طرحې په خپل ټول شیظاني طلسم سره ترلاس لاندې نیولې وې.دانګریزانواودراني امپراتورۍ دواکمن تیمورشاه له خوا لومړی لیک انګریزچارواکي (وارن هېسټنګز) ته د ۱۷۸۵ کال داکتوبرپه ۲۶ نیټه دده دیوه لیک په ځواک په لاندې متن سره ورغلی دی:

« ستا هغه لیک چي اوسنیو پېښو ته یې څرګنده اشاره کړې وه را ورسېدی. تاسي په هغه لیک کي دې خبري ته اشاره کړې وه چي زموږ د دوستانه اړېکوڅخه ډېروخت تېر سوی دی او ته به هروخت کوښښ وکړې چي دغه اړیکي لکه څرنګه چې دي هغسي وساتې؛ او دا دوستي اوښې اړېکي به تر قیامته همداسي پاته وي.ستا استازی شاه عبدالله پیرزاده نقشبند هلته د ررسېدلی دی اوتاته یې زموږله شاهانه نیتونوڅخه اطلاع درکړې ده.تا عبدالله د دې لپاره زموږ حضور ته رالېږلی وو چي ستاد نیتونو په باره کي ماته اطلاع راکړي.اوس هم زه درته وایم چي تایو اعتباري سړی زموږ حضورته را ولېږه چي ستا د ټولو نقشواونیتونو په باره کي زموږ سره خبري وکړي.هغه را ورسېدی او موږ له هغه سره پر ټولو هغوشیانو باندي چي دواړوخواوو ته داهمیت وړدي خبري وکړې. تا ته معلومه ده چي دشریفو پاچاهانو هدف دبې وزلوخلکو په دادرسېدل اود ټولوانسانانو خدمت دی اوما خپل ټول ژوند ددغه خدمت په لاره کي تېر کړی دی. دا ځل چي ستاسی استازی عبدالله زموږ حضور ته راغی نودا یې راته وویل چي ته په څومره صداقت دخپلوخلکوخدمت کوې اوستاریښتینتوب مي پرتا باندي باورزیات کړی دی. هرکله چي ستا باوري استازی له ده سره زموږ حضورته رسیږي اوستا دهیلو او آرزو ګانو په باب ماته اطلاع راکړي نوهغه به منظوري سي. ته په هرفرصت کي د شاهي مهربانیود زیاتېدلو په انتظار اوسه.»( د بی. ورما له اثر انګریزي ختیزه کمپنۍ اوافغانان  ۱۷۵۷-۱۸۰۰ څخه)

یاداچې تیمورشاه بل انګریزچارواکي ته دشاه عالم د بیا واکمن کیدواوله هغه سره د نجیب الدوله دزوی غلام قادرخان دناوړه چلند په اړه په آمرانه توګه لیکي :

« د دې تلپاتي کورنۍ د قدرت د پیل په سر کي،چي د فقید اعلیحضرت بریالي بیرغونه د هندوستان پر پراخو دښتونوباندي ورپېدل اود ډهلي ښارد هغه په لاس کښېووت نوعالمګیر پاچا وو. د عالمګیر له وفات څخه وروسته،شاه عالم پاچا سواو فقید اعلیحضرت پر هندوستان باندي سلطې ته دوام ورکړ.موږ هم له شاه عالم سره هغه پخواني سلوک ته دوام ورکړی دی. اوس موږ واورېدله چي غلام قادرخان یوسفزي،چي په روهیله مشهور دی، له بې ارزښتو اوبې فکروخلکو سره لاس یو کړی دی،یو بل څوک یې پر تخت کښېنولی اود سلطنت چارې یې ګډي وډي کړي دي. لکه څرنګه چي د شاه عالم ساتنه پر تاسي واجب ده او داساتنه د هغه له تلپاتي خاندان سره ښايي اوتاسي جناب له دغې کورنۍ سره اړیکي لری اود هغوی دوستان یاست؛ نو موږ ځکه تاسي ته اوامر صادروو چي تاسي له نورو اروپايی قدرتونو سره لاس ورکړئ اود خپل اعتبار او شهرت د زیاتولو په خاطر نمک حرامه غلام قادراود هغه بدبخته انډيوالان له منځه یوسی او شاه عالم ته بیرته خپل پلرنی تخت وسپارئ. ځنډ مه کوی؛ زموږ پر دغې موضوع ډېرفکرخراب دی. دا زموږ امر دی.د غلام قادرله منځه وړل عملي کړی او په دې توګه زموږله خاندان سره دوستي اوشاه عالم ته وفاداری وښیاست اوموږ ته، د خپلو عملیاتو په باره کي، اطلاع راکړی.» ( د بی. ورما له اثر- انګریزي ختیزه کمپنۍ اوافغانان  ۱۷۵۷-۱۸۰۰ څخه)

په هرډول انګریزانودتیمورشاه پرمهال خپلې توطیې په خورا نیرنګ سره پیل کړې،دشاه عالم، انګریزانو،شجاع الدوله توطیه هغه سازش وچې د هندمسلمانانواوپه ځانګړې توګه دروهیلکنډ پښتنوته په کې زیات تاوانونه اوبدمرغۍ ورپه برخه شوې،،دنواب محبت خان اوپه زرګونوپښتنووژنې دهمدغې توطې یوه برخه وه چې انګریزانود تیمورشاه دهمداسې بی تفاوتیوپه پام کې نیولوسره عملي کړې دي. همدغه لویه توطیه وه چې له بنګال اوټول هندوستان څخه دلوی احمدشاه بابا دانګریزانودایستلونقشه اوپلان عملي نه شو، احمدشاه ابدالي دمرهټه وو دخطرله منځه وړلو وروسته له هندوستان څخه دانګریزانودایستلوجدي پلان چې موږهغه ته دهند له پاره د دویم خطرپه توګه اشاره وکړه دجنګبازخان اواحمدخان بنګش په ملتیا اواستولوسره ترلاس لاندې درلود. ( دزیاتومعلوماتو له پاره د علامه رشاد داحمدشاهی عصرنومیالی ، ګلستان رحمت اوافغانستان اوبریتانوي هند آثارلوستلای شئ)

د دراني امپراتورۍ یوشمیرمتحدین

دلوی احمدشاه بابا په وړاندې پردووخطرونوبرسیره چې دواړه د دراني امپراتورې دښمنان ول، باید په لنډه توګه دهغومتحدینویادونه هم راته اړه ښکاره شوه، هغوی چې هندوستان ته په راتګ ، بلنه اوجګړو کې یې له احمدشاه ابدالي سره مرسته وکړه،دغه ځواکونه دهندوستان سیکان،د هندوستان مسلمانان، راجپوت اوتریوه حده جټان ول. په دغه اړه خبره له سیکانوپه لنډه توګه را پیل کوو:

سیکان دهندوستان په شمال په تیره بیا پنجاب کې له ډیرپخوا یومنل شوی ځواک و، دی اووي به. له دراني امپراتورۍ سره د دوی اتحادهم څه آسانه خبره نه وه، دوی ترڅوچې وس یی کیده خپلې سرکښئ اوخپل مقاومتونه وکړل، خوپه پای کې پردې باوري شول چې د دوی ګټه ترجنګ په سوله کې زیاته ده،ځکه یی له یوشمیرمالي اوځاني زیانووروسته د دراني امپراتورۍ ملاتړوکړاواحمدشاه ابدالي هم د دوی په منځ کې دیوه پیاوړي ډاډ په پایله کې پرهندوستان ورکښته شو،ترټولوجالبه خبره داده چې سیکانوله ابدالي ځواک سره دجګړې ترخه مزه وڅکله، اوپه پای کېدوی (سیکان) پردغه ټکي باوري شول چې له دوی سره هیڅوک اوهیڅ ځواک په دغه حساس وخت اوحساس موقعیت کې هیڅ ډول مرسته نه شي کولای.ځکه خویې له غره ترسروهلودسازش اوتسلیمئ تګلاره غوره وبلله اوځانونه یې آرام ونیول، دوی په خپل دغه دریځ سره نه یوازې زیان ونه کړ، بلکي راتلونکي ژوند اویواوچت برخلیک یې دهند په نیمه وچه تضمین شو اودیوه لوی اواوچت ځواک په توګه ترننه پورې دهند دنیمې وچې په جغرافیا، تاریخ اوسیاست کې فعال پاتې شول. دسیکانودنامتولیکوال اومورځ د آثارو په ریکارد کې مې  چې یو زیات شمیریی د پټیالېاودهند په ملي آرشیفونو کې خوندي دي د دراني امپراتورې اوسیکانوداړیکو په باب دغه جالب ټکي لوستی: « سیک،سیکي هویت اوپرتم چې نن سبادغوخلکوته دهند په نیمه وچه کې ورپه برخه شوی، ددې ټولولامل د دراني امپراتوري اوپه سرکې داحمدشاه ابدالي برکت اوپاملرنه وه، چې  دوی یې په سیمه کې په یوه ځواک باندې واړول، سیکانتل باید له همدې امله د دراني امپراتورۍ مرهون اوپوروړي وي.» په هرډول ، سیکان داحمدشاهي واکمنۍ له پلویانواومتحدینوڅخه په یوه ځانګړي حساس موقعیت اوحساس وخت کې وو.

دویم ځواک په دغه ائتلاف کې دهندوستان مسلمانان په تیره بیا پښتانه وو،دایوازنې قاطع ځواک وچې لوی احمدشاه یی هندوستان ته وروباله څوله دوی سره دهندوستان دستونزودحل په کارکې مرسته وکړي اوهندوستان دمرهټه ووله شره وژغوري، په دغه یوالی کې د لوی سپه سالار نجیب الدوله یوسفزي ، شجاع الدوله، احمدخان بنګش اونورونامتومشرانواوسالارانونومونه په سرکې راځي، ددوی په ملګرتیا اوملتیا احمدشاه ابدالی په هندکې دیوه بریمن ځواک په توګه را وپړکیده اوله مرهټه ووسره دیوېپریکړنې جګړې (۱۷۶۱م )په ترڅ چې دپاني پت په لویه جګړه باندې نامتوده بریمن را ووت اودمرهټه ووهغه ځواک چې ټول هندوستان ته یې دسرپه کاسه کې اوبه ورکړي وې دتل پاره ختم کړ. په دغه برخه کې د لوی اسلامی روحاني اونامتومحدث شاه ولی الله دهلوي ونډه بله هڅه وه چې دخپلو لیکونوپه ترڅ کې یې  داسلام یوازني فاتح پاچا اعلحضرت احمدشاه ابدالي ته بلنه ورکړه چې دهغه له بلنې سره سم یی هندوستان ته یوځل بیا یوه نوې روح ورکړه،دده ټول بلن لیکونه دهندوستان په تاریخ کې دهغوزرینواسنادو ځای لري چې دهغوله مخې کله هم پردرانۍ امیراتورۍ اوپه تیره بیا احمدشاه ابدالي باندې دیرغلګر،غاصب او تالانګرواکمن نوم اوتورنه شي لګیدای، دشاه ولی الله له مکتوباتوڅخه: ” الحمداللہ رب العلمین ولصلوۃ والسلام الاتمان الاکملان علی رسولہ شفع المذبنین یوم الدین والہ اصحابہ اجمعین امابعد . این کلمہ چند است حمیت اسلام حامل برعرض آنھا شدہ ، حق عزوعلاآن را برمسامع علیہ برساند ، وجود پادشاھان اسلام نعمتی است بغایت عظیم… باید دانست کہ ولایت ھندوستان ملکی ست وسیع ، اوایل ملوک اسلام درمدت بسیار بہ مجاھدہ بی شمار بہ دفعات این ولایت را مسخر ساخته اند سوای دھلی کہ جای نشت پادشاھان صاحب اقتدار بودہ است درھرناحیہ فرمانروای علاحدہ بود، مثل گجرات ، احمدآباد ، کہ والی جدایی داشت، وتھتہ راپادشاھی دیگری وبنگالہ درتحت وتصرف حاکم دیگر واودھ محل سلطنت شخصی دیگر کہ اورا سلطان الشرق می گفتہ اند وملک دکھن عبارت ازپنج سلطنت است ،برھانپور، وبرارواورنگ آباد وبیجاپور، که درھرولایت ازین ھا پادشاھی مستقیل بودہ است ودرمالوہ حاکم جدا فرمانروا ، ھریکی ازین مواضع کہ نام کردہ شد ،پادشاھی علاحدہ صاحب فوج وصاحب خزانہ میداشت … ” (دشاه ولی الله سیاسی لیکونه ۴۶مخ )

دریم ځواک جټان وو چې دوی ترډیره حده ځان ساتی دریخ درلود، په دې معناچې کله به یی له مغلي کمزوري حکومت، کله هم له مرهټه وواونوروځواکونه سره تړونواومعاملې کولې، جټان له دې امله مهم ول چې د ترډیرې کچې یې دهندوستان پلازمینه ډیلی په خپل واک کې درلود، برسیره پرډیلی د دوی دواک په ساحه کې بهرتپور، اګره ،متهورا، میوات، روهتک، میرت، علی ګړ، فرید آباد اودډیلی نورې شاوخوا سیمې راتلې. دوی ان اوس هم  دډیلی په شاوخوا کې دلویو ځمکوخاوندان دي، دډیلی اوسني ښارګرد سره د دوی پرمځکوباندې ودان شوی اوپراختیایی موندلې ده. په احمدشاهی دورکې ددوی مشرسورج مل جټ و، چې ده هم په خپل ټول ځواک سره د دبیلابیلوځواکونوسره دمعاملوښه تجربه

درلوده،جالبه خوداده چې دی په خپل وخت کې له لویواوځواکمنوراجاګانوڅخه و،ده له راجپوتوسره هم جنګونه وکړل اوسازشونه، ده له نجیب الدوله هم معامله درلوده، ده له مرکزي کمزوري حکومت،په تیره بیا وزیرصفدرجنګ سره لاس اوګیریوان شو، اودی یوازنی غیرمسلمان راجاوچې خاین صفدرجنګ یې دفریدآباد له جاګیرڅخه وشاړه اوخپل واک یی پرهغه سیمه باندې وساته، ده له مرهټه ووسره هم سخت جنګونه وکړل. همدعه جټ واکمن وچې له ابدالي ځواکونواوپه خپله احمدشاه ابدالي په وړاندې په ګونډوشواوله هغه سره یې هم نیم بند سازش ته غاړه کیښوده اوځان یی له افغاني ځواکه په امن کې وساته ، دهند دتاریخ لیکوال دده دحیرانونکي کرکترپه اړه حیرانونکې لیکنې لري، اودی دخپل وخت له نامتودیپلوماتانوڅخه ګڼې اووایی چې دی دومره ماهرسیاستوال وچې ځان یې د مرهټه وواوافغانانوترمنځ له ریزمریزکیدوڅخه په خورا مهارت سره وژغوره، وایی چې دی په عین حال کې چې لوی راجاو، د لوی ځواک جټ مشرو، خو بیایی هم دوخت اوزمان اوحالاتو ژورتحلیل له ځان سره درلود اودقیق وخت پیژندونکي واکمن و، له مرهټه ووسره یې دپاني پت ترجګړې څومیاشتې دمخه اړیکي وران شول، مرهټه وو تصمیم ونیو چې دی له منځه یوسي خو ځان یی تریوې خواته کړ،مقاومت یې وکړخو، خو احمدشاهي پوځونویی هرڅه ورخاورې کړل، ناچاریی په خپل ټول واک اوځواک سره یې ځان دلوی احمدشاه په مقابل کې یوناڅیزه اوبی اهمیته څوک وباله،چې پوه شودراني واک اوځواک ترډیلي پورې را ورسید، احمدشاه ابدالي ده ته هم بلنه ورکړه چې باید ده ته ورشي اودده داطاعت وکړي، د ددغې بلنې په ځواب کې احمدشاه ابدالي ته یې یولیک ولیکه دا لیک ډیرجالب لیک دئ چې دلته یې دیوه جالب تاریخي سند په توګه په ګډه سره لولو، دی لیکي چې :

احمدشاه ابدالي ته د سورج مل لیک ،

کله چې احمد شاه له ده غوښتنه وکړه چې دده په وړاندې دې حاضرشي

« ما دهندوستان په واکمنۍ کې د واک اوځواک کوم مهم ځای اومنصب نه درلود.زه یوله هغوځمکه والوڅخه یم چې په بیابان کې ژوندکوم .دخپل ارزښت اواهمیت په اړه هم زه داسې څوک نه یملکه چې دوخت امپراتوران فکرکوي، زه ورته مهم ښکارم اوزما پرچاروکې مداخله راکوي. اوس داسې ځواک لکه اعلحضرت، چې هوډمن شوی یاست چې ما وګورئ اومخامخ مې ځان ته د جګړې په ډګرکې ودروئ،بیا ددغه کاراودغه بی اهمیته کس پرضد خپل پوځ ته قومانده ورکړئ،دا ډول چلن به یوازې دداسې لوی ټولواکمن د پرتم او لویی له پاره شرم اودا به زما غریب له پاره په خپل ذات کې یولوی ویاړ اوفخروي اوکیدای شي نړۍ دا ووایی چې د ایران اوتوران امپراتورله ډاره پریوه داسې بی ارزښته اوخوارکي کوچي باندې وروبلوسید اویرغل یې پروکړ. دغه چارې کیدای ستاسې اعلحضرت په وړاندې له شرمه ډکه مساله وي، تاسود تاجونو اوویاړونوخاوند ته،برسیره پردې، به یوه بریالۍ اووروستۍ اوهراړخیزه پایله هم یقیني نه کړئ.که چیرې تاسې په خپل ټول دغه سنبال شوي ځواک سره،ماغوندې یوڅوک مات اوخوارکړئ په دغه کارسره به تاسې ته څه ګټه درپه برخه شي؟ زما په برخه کې به هرڅوک داوایي  چې:« دغه خوارکی سړی څومره پیاوړی اوځواکمن و؟»خوکه چیرې دلوذات رضاوه، اوحالات په مخالف لوري وروګرځي، هغه چې هیچاته هم نه ده څرګنده، نوبیابه خبره په څه پای ته رسیږي ؟

داټول واک اوځواک چې دهغه اعلیحضرت زرق برق لرونکو سرتیرو په تیرو یوولسوکالوکې دځان په برخه کړی دی، دا به ټول دسترګو په رپ کې له منځه لاړشي. دا دحیرانۍ وړخبره ده چې تاسود لوی زړه لرونکي اعلیحضرت داسې واړه شي ته پام نه کوئ، اوپه خپل ټول ځواک اوجنګیالیوسره د قهراو ګواښ قومانده ورکوئ، ددغه لوی اواوږده سفرستونزې موپرځان باندې ددغې بې اهمیته بریا اوفتحی په خاطراخیستي دي،چې دهغې په ترڅ کې زما اوزما دهیواد دعام وژنې قومانده په نظرکې ده.سرتیري او جنګیالي کله هم په دغه برخه کې ځان ته امتیازنه غواړي،زه دځان په اړه دا وایم چې زه اوس ترپنځوس اوښتې یم، پوه اوهوښیارسړي هم پردغه فانی ژوند باندې ایمان اوباورنه لري.ما دژوند دغه پړاوتیرکړی دی،پرپاتې یي نه پوهیږم.خو تردې به لویه لوریني اوډالۍ نه وي چې دشهادت جام مي په برخه شي.دا به زراویا وروسته له جنګیالیو سره دسرکښوپوځیانو په وړاندې په ډګررا په برخه کړي اوزما نوم په پاتې شي اوزما دپلرو پرځمکه به دخپل عصرد کتاب په پاڼوکې دا وریادوي چې یوه بیواکه اوکمزوری بزګرڅنګه له یوه پیاوړي ټولواکمن سره په یوه لیکه کې یوشان سا اخیسته، اوورسره جنګیده،له هغه پیاوړي واکمن سره چې لوی لوی پاچهان ترپښولاندې کړي وواوداهدف اوهیله به دهروفادارسړي په زړه کې پرته اوپاته وي. ان که زه وغواړم چې ستا فرشته ډوله دربارته درشم اوهلته برخه واخلم ، زما دوستان ماته ددغه کارسلا اومشوره نه راکوي، په داسې یوه حال کې به هغه اعلیحضرت،دعدالت سرچینه ما وبښې، داکاربه دکومی کمزورۍ لامل نه شي،بلکه دابه ستاسې دلامهمو سفرونواوبریولامل شي اوستاسې عزت اوپرتم ته به داکارد هیڅ ډول خطرلامل نه شي. زما ددریو کلاوو په اړه چې ستاسې قهریې را پارولی رښتیا داده چې ستا چارواکوهغوته دغڼي دکمزورې ځالې په سترګه کتلي وو،هغوی ته دیوازې دیوې سیالۍ اومقابلې په ترڅ کې، دلوی خدای په مرسته،لکه د سکندرد دیوال په شان په یوه نه ماتیدونکي سنګرباندې اوښتې و. »  

(cbkwgl.wordpress.com/2014/06/20/suraj-mals-letter-to-ahmed-shah-abdali)

د دراني امپراتورۍ یوبل له پامه لویدلی خومهممتحد

دلوی احمدشاه ابدالي له پاره له شکه پرته په هند کې دهغه وخت راجپوتانه یا اوسني راجستان یوه  له هغومهمواوستراتیژیکو سیموڅخه وه چې له لرغوني زمانې بیا ترننه د هندوستان په تاریخ کې له خپل اهمیت څخه لرې نه ده پاتې شوې،له غزنوي یرغلونو بیا ترانګریزي ښکیلاکي دورپورې دغې سیمې ددغوبرلاسو ځواکونو لپاره ځانګړي اهمیت درلود اودخپل نفوس اونفوذ په دوران کې یې له دغې سیمې څخه دشمال او جنوب دواړوخوا وو پرلورد پرمختیا اوپراختیا پرلورد پاملرنې وړګټه اخیستې ده او دغه سیمه یې دیوې ستراتیژیکې سیمې په توګه دخپلو پوځي تیریوپه موخه کارولې هم ده.  

موږ تراوسه په هند کې د لوی احمدشاه بابا دلښکرکشي په اړهپورتني متحدین سره یادول،چی هغوی لوی احمدشاه ته بلنه ورکړه اویوشمیربیا کله چې احمدشاه هندوستان ته راغی له هغه سره مرسته وکړه اوخپله بلنه یې  ده ته یي د هندوستان دوخت د نومیالي روحاني لارښود شاه ولي الله  له لارې استولې وه، په دغه اړه زیات شمیرهندي اوغیرهندي مورخین هم  په دې انددي چې احمدشاه کله هم په خپله رضا دهندوستان دنیولو هوډ نه درلود اونه په دی فکرکې وچې باید پرهند (دځان اوهیواد له دفاع پرته) یرغل وکړي اویاهم په هندوستان کې پاتې شي،چی یوشمیرمسلمانان په هندوستان کې دده له خواد یوه پیاوړي حکومت نه جوړول هم دده له تیروتنو څخه بولي. په داسې حال کې چېخبره دومره هم ساده نه ده لکه چې په دومره آسانۍ اودومره لنډوکرښوکې ویله اولیکل کیږي، احمدشاه دیوه اتئلاف په نتیجه کې هندوستان ته ولاړ، لکه چې دمخه مویادکړ،څه چې دلته لږ نورهم په تفصیل سره دویلووړدي اوموږهم هغه ته لږه پاملرنه کړې اویاداچې په دغه باره کې موډیرڅه نه دي لیکلي هغه له دراني امپراتورۍ سره دراجپوتانواوراجپوتانې پیاوړی یووالی و، چې زه دلته ددغه لوی بحث په ترڅ کې دیوې ناویلي موضوع په توګه اشاره ورته وکوم :

راجپوتانه یااوسني راجستان جالب اودپاملرنې وړجغرافیایی موقعیت لري،دا سیمه چی هندوستان په شمال اوشمال لویدیزکې له،سند اولږ ورهغه خوا له افغانستان اوپخواني خراسان سره تړي موسم یۍ تود او زیاتره د زړه خوړینودښتواوشګولرونکي سیمه ده دتاریخ په اوږدوکې دلویو امپراتوریود لښکروګذرهم په همدغه له ستړوډکوشګواوتودوخوباندې شوې چی ځانونه یې ترهندوستان پورې  په خوراسختیوسره راسولي دي. دغزني محمودهم دراجپوتاني پرلاروسخت ځاني تاوانونه لیدلي دي،غوري واکمنان هم ترهرڅه دمخه دلته راغلل اوان چی په لومړي راتګ سره یې ماته هم په همدغه سیمه( راجپوتانه) کې وه.دغه سیمه د هندوستان زړه هم بلل کیږی،یوه برخه یې په پخوانی مالوه کې راتله،له ګجرات او لږ ورهغه خوایی لمنه ترعربی سمندرګی پورې هم غزیږي، همداده چی د تاریخ په هرپړاو کې یی ځانګړي جغرافیایی،سیاسی اوپوځي اهمیت درلود. دډیلی سلطنت، لودیانواو سوریانو له هغه راورسته دمغلواود انګریزانو پرمهال هم دغې سیمې خپل پرتم او شته والي له لاسه ورنه کړ، دلودي سکندرمورهم دراجپوتانې دیوه راجپوت زرګرلوروه،د سوري شیرشاه په دوره کې هم راجپوتانې ته دهغې د موقعیت له امله ځانګړی اهمیت ورکړی شوي و،همداوه چي بیا هندي مغلي واکمنانو دغې پالیسي ته په هند کې پراختیا ورکړه او له دغې سیمې سره یې اړیکي نورهم پیاوړي شول .همداوجه وه چې دغه سیمه د نورهندوستان په انډول د تاریخ په ډیرووختوکې دسختو اودرنویرغلونوڅخه خوندي پاتي شوې ده.

دهندوستان په جنوب کې د مرهټه شیواجی غورځنګ چې نن سبا دهندوستان دملي تاریخ یومهم څپرکې جوړوي اودمغلي واکمنۍ په وړاندې یې سرکښي وکړه، ډیرزیات هندوان له دغه حرکت سره مل شول  خویوازنې څوک چې له مغلي واکمنانانو سره یې دهند په جنوب کې ددغه غورځنګ په ټکولو کې مرسته وکړه هغه هم دغه نومیالي راجپوتان ووچی ان د اورنګ زیب ترعصره هم په خپله ژمنه باندې ژمن پاتې شول او ځانونه یې له مرهټه وو سره مل نه کړل.په شمالی هندوستان کې هم  کټ مټ خبره  روانه وه،د افغانانو دمغلي ضد غورځنګونو( روښانیانو )او( دریاخان اوایمل خان) په مقابل کې هم راجپوت مشران لکه جسونت سینګ اونورجنګیدل چی له سختو ستونزو اوماتو سره هم مخامخ شول .

په انګریزې دوره کې هم راجپوتانې اوراجپوتانو خپل هراړخیزاهمیت له لاسه ورنه کړ،انګریزان هم  ترهرڅه دمخه له دوی سره په هراړخیزه توګه غاړه غړۍ شول،ځکه دوی هم د هندوستان په وړاندې بیلابیل غرضي پلانونه درلودل، چی دهغو دتطبیق په خاطر دوی داسې یوې ډاډمني پایګاه لکه راجستان ته دخپلو پوځي اوسیاسي هدفو په خاطر اړتیا درلوده، دهندوستان زیاتروتاریخ پوهانو دغه ټکی په دقیقه توګه ترڅیړنې لاندې نیولي اودانګریزانو له خوایي دغې سیمې ته دځانګړې پاملرنې په اړه یادونه کړې لکه چې یوه تاریخ لیکونکي لیکلي دي:

“ Rajput alliance had been a potential factor in the consolidation of Mughul rule in India ; the Marathas under the third Peshwa faild to utilize it for their    Hindu-Pad-Padshahi ; and its value was realized by Lord Hastings even when the Rajputs had become “ a played – out rac”. The Governor- General was satisfied  that an alliance with the Rajput State would  give “ immense Strategic advantages for the Company’s military and political positions in Central  india “ and would place at the disposal of the Company “ the resources of  the Rajput country, for defensive and offensive purpose, against the internal as well as external enemies of The Company “ .   ( ANADANCED HISTORY OF INDIA  p, 719 )

دهمدغه اصل په پام کې نیولوسره روښانه وه چي راجپوتاني ته لوی احمدشاه بابا هم په خپل وخت کې سخت متوجه واودغه سیمه یې په هند کې دخپلو بریو په خاطرد خپلو ټولو لښکرکشیو په ترڅ کې کله هم له پامه نه ده غورځولې. داحمدشاه ابدالي د لښکرکشۍ په اړه تاریخ خپل بې رحمه قضاوت کوي،چی دغه قضاوت زیات پرهغو ولسونو پورې اړه لري چی ددغو لښکرکشیو درب اوخرپ یې لیدلي وي،اوسني تاریخونه ترډیره حده دروانولنډمدتو سیاستونو پربنسټ لیکل شوي او ویل شوي دي،خو زه فکرکوم  چی که نړې او دنړۍ تاریخپوهان په دې وتوانیږي چی د نړۍ تاریخ پریوه علمي بنسټ باندې ولیکي، په دغه ترڅ کې به ډیرې خبرې اوحقایق داسې هم راووځي چی هغه به نوردغه اوهغه تحلیل ته اړتیا نه لري او نه به هرڅوک هغه له خپل فکراوتمایل سره سم تحلیلوي،ځینې خبرې دنړۍ په تاریخ کې هم ښې اومستندېخبرې نه دي،اوسم علمي تحلیلونه نه دي پرې شوي لاهم خلک لاهم دغه ټکي ته نه حاضریږي چی هغو بدوته بداوهغو ښوته ښه ووایي چې دوی اویا د دوی تیرپه کې ښکیل او یا ورسره مخامخ دي، بله خبره داده چی باید دتاریخي پیښوپه برخه کې هم یوه علمي پرتله اودیوه علمي قضاوت  پوښتنه هم په منځ کې وي، څویوڅوک، یونسل خولږترلږه دا ووایی پرون دنن اونن د سبا په پرتله ښه و اویا ښه نه واویا نه دی.ځکه چي … ؟؟؟

ولي راجپوتان له لوی احمدشاه ابدالي سره ملګري شول ؟

دهندوستان په تاریخ اوفرهنګ کې داخبره تل یادیږي، هغه ولسونه چې دکندهاراوراجستان په سیموکې له پخواژوند کوي دغه خلک په تاریخي لحاظ که دمذهب پوښتنه ورسره مطرح نه شي یوقوم اوولس دي، په دغه اړه د هندوستان نامتولیکوال اوڅیړنکي ندوي دیوې ځانګړې نظریی خاوند دی اوخپل نظریی په ډیروضاحت سره لیکلې دی چې :

« میرا ایک پرانا نظریه جواب تک مزید دلایل کا تشنه هی ، یه هی که هندستان کې راجپوت او افغانستان کې پټهان دونون ایک قوم هین ،ان مین سی جوهندوستان آکرهندوو مین شامل هوګیا، اس نې راجپوت نام پایا، اورجو ادهرره ګیې اوربعد کو اسلام سې مشرف هویې،وه پټهان کهی ګیې، یهان کې مختلف کوهستانی درون سې سلطان محمود اورسلطان شهاب الدین کې پرچموکې نیچی جوحمله آورهندوستان آیې وه هندوستان کې تاریخ کا نیا واقعه نه تها،بلکه انهین پرانی پټهانی مسلسل آمدون اور فوجی داخلون مین سې ایک داخله تها،جوهمیشه هندوستان مین هوتی رهتی تهې ، لیکن چونکه یه حمله آوراب بودهه دهرم کی نه تهې،بلکه مسلمان اور ایک قومی ومنظم حکومت کی ماتحت تهی،اس لیې  قدیم سې آیې هویي راجپوتون نې ان کو قدم قدم پرروکا.  مورخ مسعودی جس نې  سنه ۳۰۴ هـ کی پس وپیش مین اطراف سندهـ کا سفرکیا تها، وه قندهارکی ذکرمین لکتاهی ( القندهاریعرف ببلاد الرهبوط  (ص ۳۷۲ جلداول پیرس )  یعنې قندهار رهبوط (؟) کی ملک کی نام سی معروف هی »  مین رهبوط کورجپوت (راجپوت ) سمجتا هون،اس نی غالبآ سندهـ مین قندهارکي پټهانون کا نام « رجپوت » سنا هوګا،قندهار سند هـ کی خاتمه پرهی،دوسري طرف اګرپهاړ حائل نه هون،تو بنون(صوبه سرحد ) اور قندهار مین بهت کم مسافت ره جایی،اس کی بعد  وادی سندهـ اوردریای سندهـ سامنې آجاتې هی ، غالبآ یهی وجه هی، که قندهار کي حکمرانون نی سندهـ پربارها قبضه کیا هی »( سفرنامه  افغانستان ، مولانا سید سلیمان ندوی،اعظم ګړ۱۹۹۱ ص ۱۰۹ )  

له همدغه تاریخي تړاوسره په څنګ اوس دغه ټکي ته راځوچې موږ ولې دراجپوتواولوی احمدشاه بابا اتحاد ته دیوه جدي تاریخي حقیقت په توګه نه دي کتلی اویا مونه دي لیکلی؟

زما په فکرداچې په دغه اړه ترډیروپورې زموږ لیکوال چپه خوله دي کیدای شي یولامل یې داوي چې زموږ ددغولیکوالولاس ته اسناد نه وي ورغلي، دا ستونزه په هندي سرچینوکې هم ترسترګوکیږي،هلته هم یوشمیرلیکوال چې دغه بحث ته راځي دچا خبره دوی هم ښوی ورباندې تیریږي اوپردغه ټکي باندې دیوه ژورتحقیق ترسره کیدوته ډیره زیاته پاملرنه نه کوي اونه یې کړی دی. هو، په دغه اړه داچلند تراوسه کیده خواوس یوشمیراسناد دا په ګوته کوي چې هندوستان ته دلوی احمدشاه ابدالي دبلنې خبره یوازې دهندوستان پرافغانانو پښتنواومسلمانانوپورې تړلې خبره نه وه، لکه چې په تیروکرښوکې اشاره ورته وشوه، په هندوستان دمرهټه وودمظالموپه وړاندې یوپراخ ائتلاف چې په هغه کې دمذهب سوال هیڅ نه مطرحکیده رامنځ ته شوچې په پای کې دټولوچغې اوفریادونه دآسیاتریوازنۍ اولویې امپراتورۍ اودهغه په سرکې دآسیا دسترفاتح احمدشاه ابدالي ترغوږ و ورسیدل اودی یی هندوستان وروباله، په دغه اړه به هغه لیکنې چې دغرض له مخې په لویدیزاوختیزکې ترسره شوې یوې خواته پریږدو، یوازې دلته دهندوستان پریادوشویوځواکونوبرسیره د هندوستان یوبل لوی خواک چې (را جپوتان ) او د دوی نامتوراجا ګان مادوسینګ اووجی سینګ چې پرهغه مهال داودیپوراوجیپورراجاګان ووله لوی احمدشاه ابدالي سره په خورا میړانې سره ودریدل، (*) د دوی په اړه ترټولو مهمه اودپاملرنې وړیادونه داده چې دوی له مرهټه ووسره مخکې تردې چې لوی احمدشاه هندوستان ته ولاړشي دښمن وو، دغه دښمني له هغه مهاله راپیل شوې وه کله چې مرهټه وو پرراجستان باندې وحشیانه یرغل وکړ، هغه یرغل لکه چې پرته له هرډول لامله را جپوتانې ته وردغاړې شو:

Madho Singh I was at Udaipur when his stepbrother Ishwari Singh committed suicide. In January 1751, when about 4000 Marathas marched into Jaipur and started plundering the city causing a riot to break up, it was Madho Singh who patched the things up. He freed the Kachhawaha Kingdom from the Marathas, won several important battles and defeated the menacing Jat king Jawahir Singh, rewarding Holkar for his help in gaining the Jaipur throne by giving him the parganas of Rampuraand Bhanpura in 1753. He also avenged his father by poisoning Raja Bakht Singh of Marwar who was considered invincible after the Battle of Gangwana.”      (https://en.wikipedia.org/wiki/Madho_Singh_I)

دراجپوتانوله پاره دالوی ګواښ وچې باید دهغوغچ یي له مرهټه ووڅخه اخیستی وای،کله چې دراني پوځونه هندوستان ته ورسیدل پرهمدغه مهال مرهټه چارواکي پردې ښه پوهیدل چې نه راجا وجی سینګ اونه هم راجا مادوسنګ له دوی سره ملتیا ته تیاردي، سره له دې چې مرهټه ووهڅه وکړه چې له دوی سره دتیرپه هیرمعامله وکړي،خوراجپوتانوبیاهم پرجیپوراوراجستان باندې دپورتنیوتیریواومظالموخبره له یاده ونه ایستله، وجی سینګ او مادو سینک  دواړوداسې یوه شیبه چې مرهټه په کې تباه اوبرباد شي له خدایه غوښته: «  ان تردې چې وجی سینګ خوخپل وکیل (برهت کرني دان) دخبروله پاره احمدشاه ابدالي  ته ورواستاوه اوهغه ته یی ډاډ ورکړچې دی دا ژمنه کوي چې دده په څنګ کې به له ده سره دریږي»  

https://shodhganga.inflibnet.ac.in/bitstream/10603/17666/8/08_chapter%202.pdf

له دغه ژمنې وروسته پروجی سینګ باندې دمرهټه اونورو ځواکونو فشارونه نورهم زیات شول ، خوسره له دې یي هم په ظاهري توګه له ابداليانوسره پرخپله ژمنه پاتې شواودپاني پټ په جګړه کې یې ځان ناپیلی ونیواوپه جګړه کې یې پرخه وانه خیسته. راجا مادوسینګ لاهم په حاشیه کې و،لکه چې یاده موکړه مرهټه پرراجپوتوباندې شکمن وو، ځکه چې راجپوتانوپردغه ټکيباوردرلود چې مرهته د درانيانوپه وړاندي دبري چانس نه لري، له همدې امله یی رډ بډ ځواب اوملاتړنه ورسره اغلاناوه، ددغه

——————————————–

(*) “The tow Rajput chiefs. Madho sing of Jaipur, and Bijay of Jodhpur, who were fed up with the extortions of the Marathas, put up by Najib Khan a against them. As the had extended  moral support to the Rohila Chief in  this struggle . the letter persuaded them to write letters of invitation to Ahmad sha abdaliwhen he had already overrun the Punjab and was about to march upon Delhi  in December 1759…  Accordingly, Madho sing  sent a letter to Abdali through the agency of Najib, which was duly acknowledge by the invader through the same channel.  Ahmad Sha Abdali welcomed the cooptation extended to him by the Rajput Chief and advised him not to allow the Maratha to escape if they entered his territories.”  ( https //books. Google.ca)

کارپایله داشوه چې مرهټه ووتصمیم ونیو چې باید دراجپوتانوسره خبره ترابدالي دمخه پریوه خوا کړي ځکه خو: « هلکرد ۱۷۶۱ کال په نوامبرکې د(منګرول ) په جګړه دمادوسینګ پوځ ته ماته ورکړه …» ( پورتنی ماخذ)

په دغه کارسره دراجامادوسینګ اومرهټه وو، ترمنځ دباوراواعتماد پوله ګرد سره ورانه اوله منځه لاړه. په ۱۷۵۹ کې احمدشاه ابدالي مادوسینګ ته بلنه ورکړه څود مرهټه وو په وړاندې له وجی سینګ سره مل شي، مادوسینګ همدغه موضوع بیا له (وجی) سینګ سره شریکه کړه، له چاسره چې لادمخه یې ابدالي ته خپل استازي وراستولی واوخپله ژمنه یی ورسره کړې وه،په دغه اړه هندي لیکوال بيپین آر. شاه دراجیستان درایل آرشیف دلوی احمدشاه دیوه لیک پربنسټ لیکي:

“ Ahmad sha Durani (abadli) asked Mado Sing of Jaipur to join hands with Vijay Singh and stop the passage of the Marth towads  Daccan and keep him informed of everything. He was assured that , Najib– u-dawala has impressed me of your Sincerity, fidelity and devotion and God willing, you will attain preeminence and distinction greater then the day of preceding of  Hindustan”  (Royal  Archive).  

را جا مادوسینګ کهچوا په دغه اړه دحالاتوتحلیل ته لږنورهم سترکې په لاره شو،څوچې ډیرزردا ورته څرګنده شوه چې احمدشاه ابدالي بریمن دی ځکه کوم ائتلاف چي له لوی احمدشاه سره اوس شوي و، کوم ځواکونه په تیره روهیله اوسیکان چې په ظاهراوباطن کې دده اصلي مرستندوی ول، هغوټولوپه خپله داښوده چې مرهټه دماتی په حال کې دي، دعه حالت ددې لامل شوچې مادوسینګ هم خپله کړې ژمنه لوی احمدشاه ابدالي ته ورولیږې:

“In fact, Madho Singh of Jaipur gave a written undertaking to Abdali that he would not help the Marathas. The Sikhs were also threatened by Abdali to prevent them sending supplies and military help to the Mughals.”     ( The Peshwas: Peak & Debacle (historyfiles.co.uk)

په همدغه وخت کې دمرهټه وویوه مهم متحد راجا کیشاو راو،مرهټه بالاجي پیشوا ته یولیک ولیکه اوپه هغه کې یې له هرې خوا اوپه هرحساب مرهټه مات بللی ول اودایې په ګوته کړې وه چې له غره سره باید سرونه وهي،دجګړې پرځای باید دیوې بلې لارې په لټه کې شي دغه لیک چې ګنډا سینګ هم په خپل اثرکې خوندي کړې زه یې دلته انګریزي متن را اخلم په لاندې ډول :  

Letter of Raja Keshav Rao to Peshwa Balaji Rao about Afghans and Rohillas

)https://defence.pk/pdf/threads/letter-of-raja-keshav-rao-to-peshwa-balaji-rao-about-afghans-and-rohillas.342976/(

دغه ټولې علامې وې چې هغوداڅرګندوله،چې مرهټه دبریالیتوب چانس نه لري،ځکه چې دهغوله مخې عملي دلایل هم په مورالی اوهم په جنګی لحاظ دمرهټه وو په ګټه نه وو. دلوی احمدشاه ابدالي درایت اوپوه په دې کې وه چې ده هندي ځواکونه مخکې له مخکې خپلې اتحادي کړۍ ته را وبلل، لیکوال جي ان سرکارپه دغه لړکې دراجپوتاني نامتوسردار مادوسینګ کهچوا ( ۱۷۲۸ ۱۷۶۸ ) ته د احمدشاه دهغه لیک متن هم خپورکړي چې دهغه په ترڅ کې یې دپاني پټ دجګړې په اړه معلومات ورسره شریک کړي دي له دغه لیک څخه په ډاګه څرګندیږي چې راجپوتان په تمامه معناله احمدشاه ابدالي سره دمرهټه ووپه وړاندې په یوه سنګرکې دریدلي ول،چې دغه لیک یې ترټولوښه وڅرګند شاهد دی:

” The flame of fighting blazed up and raged on all sides. The enemy too distinguished themselves and fought so well, that it was beyond the capacity of other races. Gradually the fighting passed from the exchange of cannon and rocketfire to the
discharge of muskets, from which it proceeded to the stage of combat with swords, daggers and knives. They grasped each other by the neck.
Those dauntless bloodshedders ( the Marathas) did not fall short in fighting and doing glorious deeds. Suddenly the breeze of victory began to blow and as willed by the Divine Lord the wretched Deccanissuffered utter defeat. Vishwasrao and the Bhau who had been fighting in front of my Wazir were slain and many other Sardars also on their
side fell. Ibrahim Khan Gardi and his brothers were captured wounded. Bapu Pandit (Hingne) was taken prisoner. Forty to fifty thousand troopers and infantry men of the enemy became as grass before our pitiless swords. It is not known whether Malhar and Janko have been slain or what else has happened to them. All the enemy’s artillery, elephants and property have been seized by my men”

) This letter was published by J.N. Sarkar in the Modern Review, May, 1946(

پایــــــــــــــــــــله :

داوه دلوی احمدشاه بابا دیوه بل متحد په اړه لنډه یادونه، چې موږاوهرآسیایی اوسیدونکي پردغه ټکي قانع کوي چې که دده ارمانونه په رښتیني توګه عملي شوي وای، آسیا به کله هم دیرغلګرولویدیزوالو ښکیلاکي هدف نه وه شوې اواستعماربه هم کله هم دلته په سووکالونه خلک اوملتونه دخپلواستعماري غرضو په خاطرله خپلومادي اومعنوي حقوقوڅخه محروم کړي وای.

په هرډول، لوی احمدشاه بابا دافغانستان،هنداوآسیا دتاریخ د زرینوڅپرکو په ترڅ هغه سرلیک دی چې د ژونداوواکمنۍ په اړه یې ډیرڅه لاهم نا ویل شوي اونا څیړل شوي پاتې دي، په دغه اړه ډیرداسې حقایق تراوسه هم د رابرسیره کیدوانتظارباسي چې په یوشمیرآرشیفونوکې نا ویل شوي پراته دي، چې دهغود راټولو په خاطردافغانستان دحکومت اودولت هڅواوارادوته چي دیوه رښتیني افغاني سیاسي واک اوځواک استازیتوب وکړای شي اړتیاده، دایومقدس هڅون اوکاردی چې غلامانه ذهنیتونه هم په افغانستان اوهم له افغانستانه دباندې دهغو تحمل اوپه دغه اړه کارکولوته دارادې نیت نه لري.دهغې ورځې په هیله چې موږ دلوی احمدشاه ابدالي په اړه دهمدغو ناویلواسنادودوسیې راوسپړواودهغوپه رڼاکې دخپل دغه لوی آسیایی اتل څیره د آسیا دژغورندوي واکمن په توګه په خپلې ټولې صفایی سره ووینو، ویی لیکواوویی ستایو…

پای

پرفیسور رشید

د شل یوویشت کال دمي ۳۱