کور / #PTM / جانیخېل وايي نن خپل څلور نور شهیدان هم احتجاجي پرلت ته راوړي

جانیخېل وايي نن خپل څلور نور شهیدان هم احتجاجي پرلت ته راوړي

جانیخېل د هر افغان انساني او اخلاقي ملاتړ ته اړتیا لري

د ډیورنډکرښي ها پلو، د محکومي پښتونخوا د جانیخېلو مشرانو پریکړه وکړه چي نن ماځیګر هغه دفن کړل سوي څلور ماشومان د قبرو څخه راوباسي او پرلت ته به يې راوړي کوم چي دوې مياشتي وړاندي دغه ماشومان په دې شرط امانت ښخ کړل سوي ول چي پنجابی ریاست به په جانیخیل کې ګوډ او بیډ طالبان ختموي. دلته به مکمل امن پر ځاي کوي خو دغه ژمنه (معاهدهٔ) چي د وزیر اعلی محمود خان لاسلیک هم پر سوی وو، پنجابي جابر ریاست تر پښو لاندي کړه.
نن ریاست هغې معاهدې ته پاملرنه نه کوي ځکه نو د جانیخېلو مشرانو پریکړه وکړه چي د تېري معاهدې پر اساس ښخ کړل سوي شهیدان به هم راوباسي او پرلت ته یې راوړي، هغه پرلت چي د زرګونو کسانو په ګډون نن په نهمه ورځ هم د خپل یوه امن غوښتونکي مشر حاجي نصیب اکا جنازې ته په احتجاج ناست دی خو ریاست ورته هیڅ ارزښت نه ورکوي.


‎#WeStandWithJaniKhelSitIn