کور / تازه خبرونه / ناټو وايي په هلمند کي يې يو سرتيري ووژل سو

ناټو وايي په هلمند کي يې يو سرتيري ووژل سو

د ناټو تر مشرۍ لاندي د ايساف پوځونو يو بل سرتيری نن په هلمند کي له پروني ورپېښو زخمونو څخه مړ سو ، دا خبره د لراوبر ته د ناټو دعامه اړيکو ددفتر له خوا په راليږل سوې خبرپاڼه کي ياده شوې ده ، ناټو وايي چي هغه سرتیری چي پرون په هلمند کي زخمی سوی و نن مړ سو .

څو ورځي  وړاندي په يوه خپور شوي راپور کي په هلمند کي د انګريزانو له خوا نظامي روغتون په نړۍ کي تر ټولو مصروف ترين روغتون وښودل سو، په نوموړي راپور کي د روغتون يوه ډاکټر ويلي وه چي په يوه اوونۍ کي يې پنځه سوه کسه پوځي او ملکي زخميان عمليات کړي دي .