کور / راپور / کابل: د شينډنډ د شهيدانو د فاتحې راپور او پريکړه ليک

کابل: د شينډنډ د شهيدانو د فاتحې راپور او پريکړه ليک

 

جمعه ، د وږې اتمه نېټه د دې تر څنګ چې د  ټول افغانستان په کچه په جامع جوماتونو کې د شينډنډ او په يو شمېر نورو سيمو کې د ړند و بمباريو له امله د شهيدانو ارواوو ته دوعاوې وشوې او فاتحه  يې واخېستل شوه ،  د يو شمېر مدني او ټولنيزو بنسټونو (  د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا، ويښ ځوانان ، د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنه او د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه ) له خوا هم د کابل په عيد ګاه جومات کې  د جنت مکانه شهيدانو فاتحه واخېستل شوه . د فاتحې په مراسمو کې د پورتنيو مدني ټولنو او ټولنيزو سازمانونو د مشرانو او غړو سربېره د مشرانو او ولسي جرګې غړي ، ديني ، فرهنګي ،ټولنيزو او قومي شخصيتونو او نورو ګڼو هېوادوالو ګډون کړی وو . د فاتحې برخه والو په پای کې د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو او دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې د شينډنډ د پېښې عاملين محکمې ته وسپاري ، د قربانيانو او زيانمنو شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او تاوان ورکړي او بهرني ځواکونه دې د داسې اسنادو پر مخ ژمنه وکړي ، چې بيا به د ورته پېښو له تکرار څخه ډډه او مخنيوی کيږی . ګډون والو ګواښ وکړ ، چې که بيا هم داسې پېښې تکراريږی د دولت او ولس تر منځ به واټن دېر زيات شي ، د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې زغم به په کرکه بدل شي او دوی به هم په راتلونکې کې په سراسري اعتصابونو او د اعتراضونو په نورو ډولونو لاس پورې کړي .



       بسم الله الرحمن الرحيم         


په افغانستان کې دملکي وګړو د وژلو په اړه دافغاني
مدني او  ټولنيزو بنسټونو پريکړه ليک


 
په افغانستان کې پرملکي وګړو ، کورونو ، ودونو ، دختم مجلسونو او نورو ټولنيزو غونډو بمباري او دخلکو دوژلو ،ټپي کولو ، نيولو او ځورولو په اړه موږ يو شمېر مدني او ټولنيزو بنسټونو (  د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا، د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنه ، ويښ ځوانان او د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه ) تر يو لړ ناستووروسته ، ددې ترڅنګ ،چې د وژل شويو افغانانو لپاره ددعا او فاتحې ناستې تنظيم کړې د روان کال دوږي دمياشتې په اتمه  نېټه مو په شينډنډ ، لغمان ، کاپيسا ، شينوارو او نورو سيمو کې د شهيدانو لپاره د ملي وير ورځ اعلان کړه .


دګډو ناستو په پايله کې موږ د راتلونکې لپاره دغه پريکړې په ګډه اعلاموو : 

۱- نړيواله ټولنه او په سر کې دامريکې متحده ايالات په افغانستان کې د بشپړ امنيت  دټينګولو او له افغانستان سره د بيا رغونې دبهير دملاتړ لپاره حضور لري ، له دې پرته بله هره کړنه ناقانونه او له نړيوالو منل شويو تړونونو سره په مخالفت کې ده . نړيواله ټولنه بايد په کلکه دخپل مرستندوی هويت دساتلو لپاره هڅه وکړي نه دا ،چې دښکيلاکګراو نيوونکي ځواک په توګه دملي دښمن هويت راخپل کړي . 

۲- نړيواله ټولنه دې په ياد ولري ، چې دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی ،چې د بهرنيو ځواکونو حضور زغمل شوی دی ، ځکه چې حقوقي اونړيوال وجود ي منطق يې درلود او که ددې پرعکس سوله ساتي سرتيري بيګناه خلک ، ماشومان  ، ښځې او بوډاګان وژني ، کلي کورونه ورانوي ، دافغانانو کلتور ، عقيدې اوملي ارزښتونو ته تاوان رسوي نو دهغوی دغه قانوني حضور له پوښتنې سره مخامخ کېږي او دافغانانو ملي اعتماد له منځه ځي .

۳- ټول بهرني پوځي سازمانونه ، ناټو ، دترهګرۍ ضد نړيوال ائتلاف او ايساف دې په کلکه وعده ورکړي او پرداسې اسنادو دې لاسليک وکړي ، چې د هغو پر بنسټ به د هر راز ناوړه پېښو د بيا تکرار مخنيوی کېږي .

۴- دافغانستان دولت مسووليت لري ، چې دداسې پېښو دتکرار مخه ونيسي ، دتيرو پېښو عاملين مجازات کړي او داسې ميکانيزمونه رامنځته کړي ،چې دملکي افغانانو مرګ ژوبله صفر ته راټېټه

کړي .

۵- د دولت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو څخه په کلکه غوښتنه کيږي ، چې دخپلو عملياتو په ترڅ کې ملکي وګړي په نښه نه کړي او نه هم له هغوی څخه د انساني ډال په توګه کار واخلي ، بلکې  د ملکي وګړو د استوګنو له سيمو څخه ځانونه لرې وساتي .

۶- له ملګرو ملتو څخه هم په کلکه غوښتنه کيږي ، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه وغندي او پر بهرنيو ځواکونو فشار واچوي ، څو د دغه ډول پېښو د تکرار مخه ونيسي .

۷- نړيوال ځواکونه بايد د پېښو عاملين افغان ولس ته په ډاګه کړي او د وژل شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې ديت يا خونبها ورکړي .

۸- د افغانستان  حکومت هم مسوول دی ،چې د شهيدانو ، ټپيانو او اغيزمنو افغانانو له کورنيو سره  محسوسې مرستې وکړي ، داسې مرستې ،چې لږترلږه ددغو دردمنو کورنيو مادی بارسپک کړای شي ، که څه هم موږ باور لرو ، چې اصلي غم يې  په هيڅ ډول نه شي سپکولای .

۹- که خدای مه کړه  پورتنۍ غوښتنې عملي نه شوې  ، دا ځل به دافغانستان خلک پر سراسري اعتصابونو او له تاوتريخوالي لرې دمدني نافرمانۍ پر داسې اقداماتو لاس پورې کړي  ، چې د دوی  قانوني اعتراض په اغېزمنه توګه  تمثيل کړای شي .

موږ دافغانستان ټول ملي بنسټونه ، ټولنيزې او فرهنګي ټولنې دې ته رابولو ، چې زموږ له دغه ملي غږ او اقدام سره په همغږۍ کې دغه بهير پياوړی کړي او زموږ له ملاتړ سره نړيوالو ته دا وښيي ، چې افغانان د ظلم او تعدی په وړاندې خپل غږ پورته کولای شي . 

انالله وانا اليه راجعون