کور / راپور / پي ټي ایم هالنډ د شهید عثمان کاکړ د غمرازۍ غونډه جوړه کړه

پي ټي ایم هالنډ د شهید عثمان کاکړ د غمرازۍ غونډه جوړه کړه

malik bazai


نن د ۲۰۲۱ د جولای ۱۱مه د هالنډ په لايډن ښار کي د پښتون ژغورني غورځنګ د هالنډ څانګي لخوا د لراوبر افغان وطن د سرلوړي سیاستوال شهید عثمان خان کاکړ د غمرازۍ په جوړه سوې غونډه کي په هالنډ او بلجيم کي مېشتو ملتپالو سیاستوالو او د شهید عثمان لالا د فکر لارویانو د ګډون او ارزښتناکو ویناو تر څنګ له محکومي پښتونخوا څخه د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنئیر ډپټي چئیرمین ښاغلي مختار یوسفزي د سکایپ ویډیو له لاري ګډون او ارزښتناکي وینا واورولې.

په پیل کي ښاغلي نعمت الله پاچا غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل کړه او د شهید عثمان لالا په ګډون د پوهاند رسول باوري، حماسي هنرمند عبدالله مقري او نومیالي کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي روح ته دعا وکړه.

ورپسې د پي ټي ایم هالنډ مشرتابه غړې سایره نورزۍ چي د غونډي مشري یې کوله د ارواښاد شهید عثمان لالا بيوګرافي ولوستله.

د غونډي پرانیستونکې وینا په ترڅ کي د پي ټي ایم هالنډ مشر عبدالله احسان د غونډي ګډون والو ته د هرکلي او منني په ويلو د لراوبر افغان وطن په ملي سیاست کي د شهید عثمان کاکړ، د تاریخ او لرغونپیژندني له ډګره د پوهاند رسول باوري، د ملي حماسي هنر له ډګره د عبدالله مقري او ادب و لیکوالۍ له ډګره د وتلي کیسه لیکوال نصیر احمد احمدي مړینې د یادو ډګرونو د پاره نه جبرانېدونکي تشي وګڼلې او په ځانګړې توګه يې د لراوبر افغان وطن د رسنيو ، تعلیمي او عالي تحصیلاتو ادارو او فرهنګي جوړښتونو له خوا د شهيد عثمان کاکړ د ملتپالني سياست او منظمتيا د تګلاري تبليغولو، خپرولو او پراختيا پر اړتيا خبري وکړې.

ورپسې له محکومي پښتونخوا څخه د پښتونخوا عوامي پارټۍ سينئير ډپټي چرمين ښاغلي مختار لالا يوسفزي د خپلي ارزښتناکي وينا په ترڅ کي وويل: عثمان خان ته دا يوکمال حاصل وو چي د خان شهيد او محمود خان کوم نظرياتو ته چي عبدالرحيم مندوخيل کوم آئيني چوکاټ ور جوړ کړ، دې آئيني چوکاټ ته عثمان لالا عملي جامه ور واغوستله. عثمان خان د ژوند په هره برخه کي یوه لمحه داسي نه ده راغلې چي ده د خپل وطن خپلي خاوري او خپلو خلکو خدمت نه وي کړی او د هغوی د پاره يې ږغ نه وي پورته کړی خو د پارلمنيټ په دوره کي بيا هغه د خپل شهرت معراج ته ورسيدی. د مختار لالا بشپړه وينا پر پي ټي ايم هالنډ او لراوبر ډاټ کام ليدلای سی.

ورپسې د بشري حقونو فعال ښاغلي زرعلي خان اپریدي شهید عثمان لالا، پوهاند رسول باوري، عبدالله مقري او نصیراحمد احمدي ته دعا وکړه او زیاته یې کړه چي موږ ته دي خدای ژوند راکړي چي د پاکستان دا د پسه په پوښ کي پټ د لیوه اصلي څېره نړیوالو ته بربنډه کړو او په ځانګړې توګه امريکې او اروپايي هيوادونو ته دا ووايو چي پاکستان نه يوازي زموږ بلکي ستاسي د وګړو، ستاسي د عسکرو قاتل هم دی.

د پي ټي ایم بلجیم مشر مالک بازي وویل عثمان لالا څلورڅلوېښت کاله د پښتون افغان د ملتپالني سیاسي او تنظیمي روزنه وکړه، عثمان لالا د آی ایس آی او ايم آی مسلکي قاتلانو په مرموز برید کي د همدې ملي سیاسي شعور د خپرولو په لاره کي خپل سر وښندی، ښاغلی مالک بازی د شهيد عثمان لالا د ژوند او هلو ځلو پر ډيرو مهيمو برخو په تفصیل وږغيدی، تاسو لوستونکو ته پر پي ټي ايم هالنډ او لراوبر فېسبوک پاڼو د بشپړي وينا اوريدلو بلنه درکوو.

له بلجيم څخه هلته د افغان کلتوري بهير مشر ليکوال او شاعر امين باوري د شهيد عثمان کاکړ د هغه سره د مخامخ خاطرو تر څنګ وويل: د کاکړ صیب د ژوند پر شخصي او د سياسي مبارزې پر اړخونو ډير بحث کيدلای سي، د هغه ساده روانه خو ارزښتناکه وينا ( فصاحت) ، اهليت او جرئت او له دې ټولو څخه بيا پر وخت او پر ځای استفاده کول د ارواښاد عثمان کاکړ له ځانګړو خصوصياتو څخه ګڼل کيږي.

د پي ټي ايم هالنډ مرستيال مشر ډاکټرعليخېل د شهيد عثمان لالا کاکړ پر ۴۴ کلن کاري سياسي ژوند پريزنټېشن وړاندي کړ، نوموړي وويل د عثمان لالا مرګ لکه څنګه چي تر اوسه ښکاري په داسي چوپتيا زموږ له مخي نه تېر او هېر نکړل سي، هغه موږ ته د ملتپالني جوړښتونو د رامنځته کولو او پياوړي کولو کلتور په ميراث راپرېښود او په لراوبر افغان وطن کي ددې ولس او خاوري د خپلواکۍ په لاره کي يې د ظلم او ظالم پر وړاندی د دريدلو او بنديزونو نه منلو روزنه هغه څه دي چي پکار ده په پراختيا سره يې دا لوی قام او لوی وطن د بشپړي خپلواکۍ او سوکالۍ تر درشله ورسيږي.

ښاغلي عليخيل د امين باوري د خبرو يوې برخي ته اشاره وکړه چي رشتيا هم پر موږ جګړه تحميل سوې ده خو د عملي کولو پر طریقه به يې سؤچ کوو.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له محکومي پښتونخوا دې غونډي ته د سکايپ ويډيو له لاري وصل وو، نوموړي يوار بيا د شهيد عثمان لالا په شهادت رسولو د خواشينۍ څرګندونه وکړه او يادونه يې وکړه چي د غمرازۍ او ډاډګيرني دپاره د شهيد عثمان لالا کور ته ورغلی دی او تر څنګ يې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ته د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی چي دادی تنظيم عملاً په پښتونخوا او نړۍ کي د شهيد عثمان لالا د غمرازۍ غونډي او جلسي جوړولو ته شروع کړې ده او په دې برخه کي به نور هم هغه څه کوي چي لازم وي. مشر منظور پښتين وويل عثمان لالا خپل ټول ژوند په داسي حالاتو او شرایطو کي ددې خاوري دپاره خدمت کړی دی او افغانیت يې ژوندی ساتلی دی چي تل يې وګړي د بلواکۍ سره مخامخ سوي دي او تل دلته پرې د چا چي څومره واک وي نو قبضه ګري يې کړې ده. که چيري هم پښتون افغان وطن په راتلونکي کي لاسته راوړنه کوي نو په دې به د عثمان لالا لوی کردار وي. عثمان لالا پر تنظيمي او سياسي ژوند باندي باور لرلو، هغه د ژوند تر اخيره پوري د لراوبر د خپلواک ژوند دپاره شعور خپور کړی دی، ده يوازي د کرښي دې خوا نه بلکي هاخوا په افغانستان کي يې هم د ظلم او مداخلې خلاف خبره کړې ده.

مشر منظور پښتين وويل د عثمان لالا پر جنازه د ولسونو ګډون دا ښکاره کړه چي ولسونه د هغه چا قدر کوي څوک چي دلته څوک چي د وطن خبره کوي، د افغانيت خبره کوي ، پر دې خاوره د امن خبره کوي او دا هغه بيانيه ده چي څوک يې خپله کړي هغه به په ولس کي محترم وي. مشر منظور پښتين د خبرو ډيره برخه د افغانستان اوسنۍ نا امنۍ ته ځانګړې کړې وه او زياته يې کړه چي افغانستان هيڅوک نسي نسکورولای ، افغانان بيا نه مهاجر کيږي، که چيري بيا هم کله افغانان پر کرښه يوه يا بله خوا اوړي را اوړي نو دا د افغانانو خپله خاوره او خپل کورونه دي.

مشر منظور د پي ټي ايم هالنډ غونډه وستايله په ځانګړې توګه د مشرانو او خويندو پر ګډون يې خوښي څرګنده کړه ، هغه د په پي ټي ايم کي د لراوبر افغان مبارزي خويندي د ملالي ميوندۍ سره مشابه وګڼلې چي دوی هغه فکر ژوندی ساتلی دی چي د وطن د پاره په هغه وختونو کي ولاړه وه، نن هم دوی ولاړي دي او دلته د خپل وطن فکر کوي.

د مشر منظور پښتين بشپړه وينا پر پي ټي ايم هالنډ او لراوبر فېسبوک پاڼو موندلای او کتلای سئ.

ورپسې ليکوال او سياسي شخصيت ښاغلي اقبال وزيري د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل دا ډيره مهمه موضوع ده چي موږ پښتانه بايد د خپلو حقونو د پاره اواز پورته کړو، ددې دپاره دا مهيمه ده چي پښتانه راويښ کړو او دا چاره د عثمان کاکړ شهيد د ژوند مهيمه تګلاره وه. نوموړي وويل موږ په افغانستان او نړۍ کي منظم کيدلو ته ډيره اړتيا لرو چي عثمان کاکړ شهيد تل د منظم کيدلو په اړه هلي ځلي کولې، تر دغه ټولو مهيمه دا خبره ده چي زموږ تر نيمه ډيره خاوره نيولي شوې ده، ددغه ټولو د پاره اوس وخت د افغانستان د نظام او ملي اردو څخه ملاتړ پکار ده ځکه چي موږ که يو سیاسي قوت و نه اوسو له ستونزو څخه وتل به هم ستونزمن کار وي.

ښاغلي محمد کوچی په خپلو خبرو کي بنګله ديش ته د پاکستان د ۹۰ زره پوځيانو له شرمه ډکه تسليمي ياده کړه، نوموړي وويل چي که د پاکستان پوځ د مظلومو پښتنو پر وړاندي خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي بالاخره به پښتانه هم دا شعور پيدا کړي چي د پاکستان د پوځ له ظلمونو د خلاصون عملي لاري چاري وسنجوي.

د پي ټي ايم هالنډ د رهبرۍ کميټې غړی او بهرنيو اړيکو مسول ډاکټر عرفان نور د وروستي ويناوال په توګه وويل چي زموږ دښمن پنجاب، دا د پاکستان پوځ دی چي امريکايان هم دوی راوستي وو هم دوی لاره ورکړه ، هم يې د ترهګرۍ په نوم پيسې واخيستلې هم يې اسامه ساتلی وو. ښاغلي ډاکټر عرفان وويل د عثمان کاکړ غوندي زړه ور مبارزين بايد ډير سي، که موږ و تاسي ډاريږو چي که زه دغسي خبري او مبارزه وکړم زما به هم ژوند په خطر کي شي، که څومره موږ وډار شو هغومره به ډير وژل کيږو او په بد حالت کي به وژل کيږي. افغانان نور بايد په دې پوه شي چي دا جنګ له کومه ځايه راځي.

دا غونډه چي د پي ټي ايم هالنډ په نوښت ترتيب سوې وه، کوربه توب يې فرهنګپال شخصيت ښاغلي حاجي عثماني صاحب پر غاړه اخيستی و، سرلوړی دي اوسي.

په درنښت

پي ټي ايم هالنډ

zar ali khan afridi malik bazai