کور / خبرتیا او پيغامونه / بلجیم کي ګڼ شمېر افغانانو د پوهاند رسول په فاتحه کي ګډون وکړ

بلجیم کي ګڼ شمېر افغانانو د پوهاند رسول په فاتحه کي ګډون وکړ

په بلجیم کي د افغانانو کلتوري مرکز په پلازمېنه بروکسل کي د افغانستان د نومیالي لرغونپېژندونکي پوهاند رسول فاتحه واخیسته چي د بلجیم مېشتو افغانانو په ګډون له جرمني او هالنډ څخه هم د فرهنګي ټولنو غړو، استازو او یو شمېر مخورو افغانانو ګډون کړی و.
ارواښاد استاد په هالنډ Groningen پوهنتون، په افغانستان کي د خوست او کابل پوهنتونونو کي د ستایني وړ کار او مسلکي تدریس کړی دی.
د اطلاعات کلتور د سرپرست او بیا د هنر او فرهنګ د معین په توګه وظیفې تر څنګ د ملي راډیو ټلویزون د پاره د تاریخي ابداتو د څېړني او پیژندني لسګونه پروګرامونه د ارواښاد استاد د یادولو وړ نور تلپاتي خدمتونه دي.
ارواښاد استاد باوري د لمر څرک اوونیزي او سلام فرهنګي ټولني بنسټ ایښوونکی هم و.
پوهاند استاد رسول باوري د ۲۰۲۱ د جون پر ۱۲مه په کابل کي د کورونا ناروغۍ له امله په حق ورسیدی او جنازه یې د کندهار پوهنتون د نومیالیو په هدیره کي خاورو ته وسپارل سوه.
روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي.