کور / سياسي / چا چي دیورند لاسلیک کړی او چا چې داغزن تارمعامله وکړه،دواړې له ملته پټې معاملې دي

چا چي دیورند لاسلیک کړی او چا چې داغزن تارمعامله وکړه،دواړې له ملته پټې معاملې دي

پروفیسور خالق رشید

          دافغانستان دتاریخ په پاڼوکې زموږ له لویو تاریخي اوملي غمیزوڅخه یوه هم ددیورند بدنامه اونامنلې کرښه ده، هغه بدمرغه کرښه چې زموږ پرملت باندې په داسې حال کې چې دیوه خپلواک وطن تاریخ ، تاریخي جغرافیه اواسنادمو په لاس کې درلودل او اوس یې هم لرو، پرموږ وتپل شوه ، موږ یي په دووبرخوهغه هم دیوه ځانګړی تاریخي رقابت چې د ښکیلاکي روسیی او ښکیلاکی بریتانیا ترمنځ ودخپلوناولوګټوپه خاطروویشلو، یوه برخه آزاده اوبله د انګریزي استعماراوله هغه وروسته داستعمارد ناروا پاتي شونو په لاس کې تراوسه پورې دغلامۍ ترښکیل لاندې دي.

دایوتاریخي واقعیت دی چې اټک زموږ طبعی پوله ده، دا پوله هم هغه پوله ده چې د فارس یاغي واکمن نادرقلی ترکمن اواحمدشاه ابدالي له زمانود افغانستان اوایران ( فارس -خراسان) پوله بلل شوې ده.په دغه اړه دتاریخی اسنادویوه پاڼه یاتړون (عهدنامه ) چې په ۱۰۵۲ ق او ۱۷۵۸ م کال پورې اړه لري اوهغه دهند اوافغانستان دتاریخي پولې په اړه څرګندوضاحت راکوي دلته زه له خپل اثر(ددیورند کرښه ، یوه انګریزی غیرانساني هڅه ) څخه له تاسوګرانودوستانو سره شریکوم :

نقل عهد نامه

          «   اینست،که حسب الاستدعای امنای شاهی کارپردازان سلطنت مجد شاهی بتحریرش پرداخته ،وچون آراستگی یافت،حوالت کارکارگذاران صاحب مملکت ایران ساختند : « قبل ازین که بندگان عالی حضرت کیوان منزلت ، بهرام صولت ، مریخ سطوت ، شاهنشاه جهان سلطان سلاطین دوران ، پادشاه ظل الله اسلام پناه ، خاقان سکندرآستان ، آسمان بارگاه، السلطان المکرم والخاقان الاعظم نادرشاه خلدالله ملکه، ایلچیان بجهت بعضی امور، روانه ای حضور این نیازمند درگاه الهی فرموده بودند، واین نیازمند متعهد اتمام آن مطلب گشته، بعداز آنکه محمدخان ترکمان ازقندهار برای یاد آوری وارد گردید، امنا وکارگذران این دولت  درتسویف وتوقیف وتعطیل جواب نامه اعلی حضرت برآمده محرک ماده مخالفت گردیدند. تا آنکه ورود موکب همایون عالی حضرت بحدود هندوستان اتفاق افتاده، درقصبه ای کرنال بمقتضای قضا تلاقی فریقین وجنگ سلطانی واقع شد ونیرجلی الظهور فتح وظفر ازمشرق آن دولت بی زوال طالع گردید.

چون عالیحضرت پاد شاه جمشید جاه آن بزرگ ایل ترکمان وسرچشمه ای مردمی واحسان مروت نمودند بصوب (کذا) ایشان مستظهر، وازفیض ملاقات ومجالست بزم وازم رشک همایون، بهره ورگشته، باتفاق وارد دارالخلافه شاه جهان آباد رسدیم وتمامی خزاین وجواهر ونفایس وکنوز وذخایرسلطنت هندوستان، برسم نیازبموجب تفصیل علیحده ، متعلق بآن سرکارساخته، آنحضرت برحسب الاستدعا این نیازمند درگاه الهی بعضی را بخط قبول موصول نموده ازعالم اهلیت واتحاد که مراعات سلسله علیه کورگانیه ومراقبت دوحه ترکمانیه، مطمح نظر قدس منظر ایشان می باشد، تاج ونگین سلطنت هندوستان را باین نیازمند درگاه اله مفوض وموکل فرمودند. چون این نوع عطیه عنایت که از پدر درباره فرزند واز برادر نسبت به برادرنمی آید، آزان شاهنشاه بلند جاه، نسبت باین نیازمند درگاه اله بوقوع پیوست، لهذا دربرابر این معنی تمامی ممالک سمت غربی رود اتک دریای سنده وناله سنگره منشعب از دریای سنده که عبارت از پشاوروبنگشات و دارالملک کابل وغزنین وکوهستان ومساکن افغان وهزاره جات و قلعه بهکروسنگهر وخدا آباد و لارکان ودیره جات ومساکن چوکیه وبلوچیه وغیرهم وصوبه تهته وقلعه راهمه و قصبه بدین وپرگنه جون وپرگنه سموال وکهبران (کذا) وسایر پرگنات وبنادر از ابتدای منابع رود خانه اتک وبکرناجنگ (کذا) دژها واماکن که آب مذکورمشعب تهته را گرفته باشد، تا حد یکه دریای سنده وناله سنده وناله ساگربدریای محیط اتصال می یابد،وآنچه بهرجهت ازجهات ازمزارعان دریای اتک وشعبه های آن  ورسمت غربی  دریای سند وناله سنگره واقع شده باشد، مخصوص آن دولت نادره وضمیمه ممالک محروسه سلطنت قاهره نمودیم ، که من بعد گما شتگان آن دولت خداداد وبندگان آن  آستان سپهر بنیاد ، مناشیرضبط وربط مما لک وپرگنات مذکوره وحل وعقد مهمات جزیه وکلیه اهالی وسکنه و رعایاوبرایا پای آنجا بوده باشد.

امنای این دولت ابدقرین، مما لک مسطور را ازولایت متعلقه باین نیازمند درگاه موضوع نموده ، قلم امرونهی را بالکلیه راز آنها مرقوع داشته، بهیچ وجه ، دخل در پرگنات مزبور وسکنه و رعایای اینها نه نمایند و داور قلعه وشهرلوهری بندر و اوچ وسایر ولایت که جانب شرقی رود اتک و دریای سنده وناله سنگره واقع شده باشد، متعلق به مملکت هندوستان خواهد بود. »[ مورخه ۴ محرم ۱۱۵۲ ]

( انندرام مخلص ، بدایع وقایع طبع لاهور صص  ۱۰۶ الی ۱۰۸ )

د دراني امپراتورۍ د قلمرو نقشه

دا هغه پوله وه چې د لوی احمدشاه بابا په دوره اوترهغه راوروسته آن تر ۱۸۲۳ م کال پورې چې کشمیردلومړي ځل له پاره د دراني امپراتورۍ له اولکي ووت، پرهمدغه حدود باندې ترهغوچې انګریزی واکمنۍ دګندمک اودیورند توطیې ترلاس لاندې ونیوې پاتې شول، داچې استعمارڅه وکړل، اویایی هم ناروا ځای ناستي شریرپنجاب اوس څه کوي؟ په دغه اړه باید دهغوتوطیو دلړۍ په اړه هم یوڅه ووایوچې په نوي چل اونوي نیرنګ سره، یې زموږ په مخ کې پرهغه کرښه چې یوازې دکاغذ پرمخ دیوه ناروغ اومعتادامیراوداستعماري ځواک دیوه عادی چارواکي له خوا لاسلیک شوه، چې هیچا هم ونه منله اونه به یې ومني.

خو له بده مرغه چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې دامریکایی یرغلګرځواک په منګولو کې ولوید، دوی نه یوازې داچې زموږ تاریخي ارزښتونه اوویاړونوته درناوی ونه کړبرعکس دهغو دتحریف اومسخ کولوپه ترڅ کې یې له شرمه ډکه غیرانسانی دنده دخپل یرغلګرسیاست دمقدمې په توګه ترلاس لاندې ونیوه اوبیا یې په عملي توګه ترسره هم کړه، امریکا دخپل یرغل په ترڅ کې دافغانانواوپښتنوله ملي داعیې څخه نه یوازې یادونه ونه کړه بلکه پاکستان یې نورهم وهڅاوه چې څودافغانستان په چارو کې له وسله والي مداخلې نیولې بیاتراقتصادی ګټو پورې دلاسوهني لوی لاس ولري، دغه حالت ته هغه مهال د بري ښه چانس رامنځ ته شوچې افغانستان،دیرغلګرو نړیوالوپوځونو په یوې پراخې اډې باندې واوښت… ددغویرغلګرو پوځونود ملاتړاوحمایی لوژستکي اړخ بیاهم په پاکستان پورې تړلی و، امریکا ظاهرآ ځان په افغانستان کې ښود، هګۍ یې دلته اچولې وې، خو کوټ کوټ یې

امریکایی دیپلومات دافغانی بیرغ ترڅنګ  په بې شرمۍ سره  وایي دیورند په رسمیت پيژنو !

بیاهم له پاکستان او آی اس آي سره و، هغه چې په سیمه کې د سي آی آی استخباراتی متحد و اولاهم دی. کرزي اوترهغه دمخه ملي پالوسیاستوالوډیره هڅه وکړه چې امریکا په داسې حال کې چې ځان یې په افغانستان کي خیرکړی، باید پاکستان په سیاسي او پوځې لحاظ له یوې خواپه نړیواله کچه د سیاسی انزواکندې ته ورټیل وهي اوله بلې خواباید ددیورند کرښې تاریخی مسالې ته دیوه عینی او انساني اصل په توګه دپښتنودخود ارادیت په پام کې نیولوسره دحل لاره ولټوي…  په دغه ترڅ کې  اسناد ښیي چې امریکایی چارواکوبه دکرزي دغه خبرې یوازې اوریدې اوبس…

امریکا چې کومې پیسې په افغانستان د قراردادیانو، خارجی اوداخلي سازمانو اودولتی دلالانو له لارې خرڅولې، دهغو یوه مهمه برخه یې پاکستان ته دیورند دکرښې په شاوخوا کې د پاکستانی پوځ د پیاوړتیا له پاره هم ورکولې… ځکه خویې پایله هم داشوه چې اوس په افغانستان کې له سیاستوالورانیولې بیا ترعادی خلکو پورې نه پوهیږي چې دامریکا په شته والي سره،د شرمونکي امنیتی تړون له لاسلیک سره سره، افغانستان دهرې ورځې په تیریدوسره د دیورند کرښه خولاپریږده ان چې دحپلې خاورې دتمامیت له خطرسره مخامخ کیږي اوداخپله ښکاروي چې پاکستان دې ته تیاری نیسې چې افغانستان دخپل سیاسي اوپوځې نفوذ په کړۍ کې داسې راګیرکړي چې  په سیمه اونړیوال ډګرکې دیوه لاس کتوی دولت اوحکومت له کچې زیات څه ونه شي کړای… له پاکستان سره داشرف غني داغزن تاردغزولو معامله اوس اوس خلکوته لکه دعبدالرحمان خان د دیورند دکرښې معامله له میاشتو اوکال وروسته روښانه  کیږي چې د اشرف غنی په ناکاره، لاسپوڅې او بی کفایته دوره کې دده دمعاملې په توګه ترسره شوې ده،  اوس ملت وضاحت غواړي چې:هغه کرښه چې یوازې دکاغذ پرمخ باندې ښکاریده اود نژدې یوې پیړي په ترڅ کې دنه منښت مبارزې اوقربانۍ پرې کیدي،په لراوبرکې یې د ملي مقاومت بڼه غوره کړې وه،اوس څنګه په اغزن تارباندې په عملي توګه په نښه شوه ؟