کور / مېرمن / په افغانستان کي د ښځو په اړه ناسم تصور

په افغانستان کي د ښځو په اړه ناسم تصور

لیکنه: ډاکتره نجيبه حسن 

تر سردار محمد داود خان وروسته د افغانستان وضیعت په ښور کي وو او لا دی. اوس روان حالت د هیواد په دننه او دباندي کي د دې سبب سوی دی چي د هیواد دښمنان زموږ راتلونکی نسل له پوهي، شعور، زده کړو او هوښیاري څخه محروم او افغانان په ځانګړې توګه ښځي او نارینه په خپلو منځونو کي په جنجالونو اخته کړي او یا یې تر منځ فاصلې را منځ ته کړي.

کله چي د ظاهر شاهي عصر د ښځینه فعالیتونو اړوند عکسونه ګورو، د انسان سر ته داسي فکر راسي چي افغانستان به په نړۍ کي یوازنی هیواد وي چي ماضي يې داسي ښکاري لکه راتلوونکي ځکه خو پنجاب د ظاهر شاه پاچا د زمانې په کابل پسي تر اوسه تخریب کوي. د پنجابیانو دغه تخریب په شعوري او غیر شعوري توګه د هیواد په دننه او دباندي کي د ځینو کړیو او ګروپونو په سرونو کي ځالګۍ جوړه کړې ده، حتا په ځینو مجلسونو کی د لوړ رتبه دولتي چارواکو یا مشهورو کسانو له خولو څخه داسي خبري را ووځيچي د ښځو پر طبقه ئې مطلق د بطلان کرښه کش کړې او هغوی یې په فحشا تورني کړي وي او په دې لاره کي يې حکومت ور ملګری کړی هم وي مګر حکومت کوم قانوني اقدام نه کوي.

د نور محمد تره کي له حکومت څخه را نېولې بیا د نجیب تر حکومته پوري خلقیانو او پرچمیانو که څه هم د ښځو له نامه او موجودیت څخه ناسمه استفاده وکړه او بېله دي چي د ښځو په اړه يې په ټولنه کي یې مروج دودونه په نظر کي نیولي او په تدریجي توګه يې حرکت کړی وای، یو مخیزه افراطي حرکت وسو مګر بیا هم افغانستان د مځکي پر مخ هغه  هیواد دی چي ښځويې په جنګي حالاتو کي خپل عفت خوندي کړ. د مجاهدینو د خپلو منځو جګړوپر مهال پېغلي ناهید د مسعود د لنډغرو له لاسه د خپلي ابرو ساتلو په نیامت د مکروریانو له بام څخه ځان را وغورځوی. مشت نمونه خروار است. کله چي یوه افغانه پېغله د مکروریانو له بام څخه ځان را غورځوي، دا مانا لري چي افغان مېرمنو ته تر بل هر څه حتا تر خپل ژوند لا خپل عزت ساتل لومړیتوب لري. د پنجاب ښځو په خپل ټول جعلي تاریخ کي د افغانستان د ښځو په شان یوه باعزته ورځ تېره کړې نه ده، تهران، تاشکند او دشنبه همداسي پسي در واخلی. استثنايي حالات که په هر هیواد کي رامنځ ته کیږی، د دې سبب کېدای نه سي چي یو څوک دي د هغه هیواد پر نیم نفوس د فحشا ټاپه ووهي یا هغه ښځي په اخلاقي فساد تورني کړي چي په دې بد حالت کي د سر او مال په سودا د هیواد د خدمت په نیت هره ورځ له کورونو څخه را وځي، د فقر پر ځای په حلاله طریقه خپلو اولادونو ته نفقه برابروي.

د طالبانو حکومت پر مهال ځینو طالب چارواکو له ځینو ښځو سره یا په زوره یا په رضا نکاح وکړې او ولایتونو ته يې له ځانونو سره بوتلې مګر کله چي ناټو او امریکایانو د طالبانو حکومت د ۲۰۰۱ کال په نومبر مېاشت کي نسکور کړ، هغه ښځي بیرته خپلو ولایتونو ته ځنی ولاړې، دا یې بل ثبوت دی چي افغان مېرمنو د سر په سودا خپل ابرو ساتلې ده او د خپلو خوښیو پرته يې نکاح ته هم ځانونه تسلیم کړي نه دي، نو فحشا ته به څنګه زړه ښه کوي؟

د طالبانو د حکومت پر مهال ښځي په کورونه کي ساتل کېدې، نه د مکتب اجازه ور کول کېده، نه ئې په بازار کي سودا کولای سوای او نه حتا بېله نارینه ډاکټر ته تللای سوې، دغه کار د پنجاب په خیر او د افغانستان په شر و. د طالبانو دغو هڅو ته صرف د عقیدوي نظر په  توګه کتل سطحي فکر دی. د افغانستان دښمن پنجاب حتماً کوښښ کاوه چي د افغانستان نیم قشرچي ښځينه دي، له زده کړو محروم، په رواني ناجوړیو اخته او بېسواده پاته سي چي تل د نارینه وو پر اوږو بار وي، که یې نارینه مړه سي، ښځي يې باید هر ډول فساد ته مخ کړي. پنجاب په دغه هدف کي تر یو ځایه کامیابه ځکه چي طالبانو د خپل حکومت په دوره کی د ښځو د تعلیم په اړه شرعي دلایل را منځ ته کول مګر طالبانو د حکومت تر زوال وروسته، شل کاله د هیواد په لیریو ولسوالیو کي د ښځو تعلیم په یوه او بل دلیل بند کړی دی. د طالبانو تر حکومت وروسته، د کرزي د حکومت او اشرف غني د حکومت پر مهالڅرګنده سوه چي د پخواني طالب چارواکو لوڼي تر افغانستان دباندي په لوړو زده کړو بوخت وې، په دې مانا چي طالبان د ښځو د تعلیم پر بندیز د پنجاب سره همږغي ول. اوس څه پېښه سوه چي مولوي سلام ضعیف او مولوي متوکل شخصي پوهنتون هم ورته تاسیس کړ، د سیاف په  دعوت پوهنتون او د جمعیت اصلاح په سلام پوهنتون کي هم نجوني په زده کړو بوختي دي؟

د کرزي په دیارلس کلن حکومت او ماموریت کي ښځو ته په هغه اندازه توجه چي باید سوې وای، ونه سوه. اوس هم ښځي د ژوند په ډېر اړخونو کي هغه ازادي نه لري چي اسلام ور کړې ده، د هیواد په لیرو پرتو ولایتونو او ولسوالیو کي په میلیونو نجوني له زده کړو څخه محرومي دي. په هیواد کي له زده کړو څخه د یوې نجلۍ محرومول دا مانا لري چي د هیواد دوهمه ښځه باید د تداوي له پاره د هندوانو او پنجابیانو رحم ته په طمع سي.

کله چي محمد اشرف غني واک ته ورسېدی، ښځو او ځوانانو ته یې توجه وکړه. ښځو ته یې ځیني لوړي چوکۍ ور کړې، خدای دې د برکت کړي. دا سمه ده چي د اشرف غني په حکومت کي ځیني ښځي پر داسي چوکیو مقرري سوې چي هغوی د فکري یا له فزیکي اړخه ورته جوړي نه وې مګر دا د زمانې تقاضا وه. د اشرف غني دا هڅه د هیواد په دننه او دباندي کي ځینو مذهبي ګروپونو او د افغانستان دښمنانو ته زمینه برابره کړه چي په محمداشرف غني پسي اوازه خپره کړي چي په ارګ کي فحشا خپره کړې ده او غواړي چي له دغي لاري ئې نورو ښارو ته هم ترویج کړي. پنجاب خو غواړي چي دغسي خبرونه افغانان په خپله خپاره کړي او د پنجاب دې هیلي ته د هیواد په دننه او دباندي کي ځیني کړۍ په شعوري او غیر شعوري توګه کار کوي. د لیکني په پای کي وایم چي افغانان باید خپلي ملي ګټي وپېژني، مسخره يې نه کړي، بلکي لومړیتوب ورکړي. اوس ځیني سوالونه را وړمه، هیله ده چي په رابطه يې نور لوستي کسان تفکر وکړي:

ایا د هیواد مشهورو لیکوالانو، روشنفکرانو، ملایانو، خطیبانو او خبریالانو خپل مسؤلیت پېژندلی دی؟

که یې جواب هو وي، نو ایا دوی کله دا فکر کړی دی چي فی الحال  هم په افغانستان کي په هرو ۳۰ دقیقو کي یوه ښځه د ولادت پر مهال مري؟ ایا د هیواد لوستي کسان نه ویني چي د ښارونو پر هر سړک کونډیاني فقر کوي، پېغلي نجوني په کابل کی له غربت څخه موټران پاکوي او یا په کپو کي قلمان او جواري خرڅوي؟

ایا د هیواد کوم خبریال، ملا، لیکوال یا شاعر د ښځو د فقر ورکولو په اړه کومه طرحه حکومت ته ورکړې ده او که يې صرف په ټولنیزو رسنیو کي د هغو ښځوپر ضد خوله خلاصه کړې ده چي په حکومت کي پر چوکیو مقرریږي؟ او تر مقررېدو مخکي، په جریان او وروسته به اخلاقي فساد کوي؟

په پای کي مي د یوې افغاني خور په صفت له حکومت څخه غوښتنه دا ده چي د هیواد په دننه او دباندي کي له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چي د افغانستان د ښځو پر ضد د همسایه دښمنانانو اجنډاو ته کار کوي او په دې طریقه سره عام ذهنیتونه خرابوي او د طالبانو څخه مي غوښتنه دا ده چي پول او پلچکان خو په دې بهانه ورانوی چي پولیس پر تېریږي او تاسو وژني، دا مکتبونه مو په کوم دلیل بند کړي دي؟

که ژوند و، نور به وروسته ولیکو.

.