کور / تازه خبرونه / د ژونديو نجونو د ښخولو په تور درې تنه ونيول شول

د ژونديو نجونو د ښخولو په تور درې تنه ونيول شول

د کوېټې  پوليسو درې تنه  د نصيراباد په سيمه کې د پنځو نجونو د ژونديو ښخولو په تور نيولي دي ، په سيمه کې د پېښې دعاملينو خلاف عمليات روان دي او تر دمگړۍ پورې د پېښې  سره د تړاو په تور اووه تنه نيول شوي دي . د نصيراباد د پوليسو يو تن مشر غلام حيدر بلوچ خبريالانو ته وويل ،چې په نيول شويو کسانو کې  يو دوو نجونو پلار او بل يې تره دى ، او  د پېښې نه د شکايت لپاره تر اوسه هېجا  دوى سره اړيکې نه دي نيولي  .
له سيمې څخه د دوو نجونو جسدونه هم ترلاسه شوي ،چې په کې د يوې (حميدې) جسد پېژندل شوى دى  او د نورو درېو نجونو جسدونه تراوسه ورک دي .
د پاکستان مرکزي حکومت په دې پېښه خپل سخت غبرگون ښودلى او دا يې دانسانيت خلاف کار گڼلى دى  ځکه دپاکستان حکومت څو مياشتې مخکې د غيرت په نوم قتل جرم وگڼلو.
د يادونې وړ ده ،چې څو ورځې مخکې  د بلوچستان په نصيراباد نومي سيمه کې  دې وژل شويو نجونو غوښتل ،چې په خپله خوښه واده وکړي . خو له ډېرو هڅو وروسته يې محکمې ته لار پيدا کړه ،چې  محکمې ته په لاره کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وويشتل شوې او بيا مخکې له دې چې ساه يې له بدن څخه ووځي ژوندۍ ښخې کړى شوې .