ایساف : د هودخیلو په پېښه کې هیڅ لاس نه لرو.

34 | سپتمبر 2nd, 2008


دناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو ویاند لر او بر ویبپاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د هودخیلو په سېمه کې دیکشنبې ورځې په ماښام په پېښه کې هیڅ لاس نه لري دوی وايي چې نه یوازی ایساف بلکې ایتلاف هم دا پېښه نده کړې.
ایساف لېکي دا رپورټ وروسته له هغې خپروي چې دوی ددی پېښې په اړه پوره پلټنې وکړې، ایساف وايي چې د پېښې په اړه خواشیني دي، پېښه وړم ماښام د هودخیلو په سېمه کې ترسره شوې، عام وګړي وايي چې بهرنیو ځواکونو یې یو تن او دوه ماشومان وژلی دي، تېره ورځ د هودخیلو د خلکو له لوري یو لاریون وشو او دپېښې د عاملینو د نېولو غوښتونکي شول.

Copyright Larawbar 2007-2024