کور / تازه خبرونه / په اګسټ کی ۱۳ خبریالان وژل سوي دي

په اګسټ کی ۱۳ خبریالان وژل سوي دي

<په جنیوا کی د (پی. اي. سی.) د نړیوالو رسنیو د مؤسسې له قوله په اګسټ کی د نړۍ په مختلفو هېوادو نو کی ۱۳ خبریالان وژل سوي دي . پی اي سی وایی چی د سږ کال له پیله تر اګسټ پوری په نړۍ کی جمعأ ۶۱ خبر یالان وژل سوي دي حال داچی تیر کال په همدومره موده کی ۸۴ خبر یالان وژل سوي وو چی د دې لږښت یو دلیل د عراق د وضعی یو څه سمون بلل سوﺉ دﺉ . د اګسټ د میاشتی دغه ۱۳ خبریالان په دغو هېوادو کی وژل سوي دي : ۳ د جورجیا- روسیې په شخړه کی ، ۲ په فلپین کی ، ۲ په تایلینډ کی ، ۲ په پاکستان کی ، ۱ په دومنیکن جمهوریت کی ، ۱ په نایجریا کی ، ۱ په روسیه (انګوشتیا) کی ، او یو هم په ایران کی اعدام سو . «پیک» د نړۍ د حکومتونو څخه په خپلو نا آرامو سیمو کی د خبریالانو د ساتني د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه . ">