کور / تازه خبرونه / شولګرى ،دپښتنوکلابندي په تخارکې پايته ورسېده

شولګرى ،دپښتنوکلابندي په تخارکې پايته ورسېده

دجمهوري رياست له لوري دتخارولايت وخواجه بهاوالدين والسوالي ته دپښتنومهاجرينودستونزي دحل په موخه داستول سوي پلاوي يوغړي وايې چې دراستانه سويوپښتنوددواونيوکلابندي يې پايته رسولې .


په دې وروستيوکې له بلوچستان ايالت څخه ٩٠ پښتنې کډوالي کورنۍ خپلومېنوته راوکوچېدي خو،دتخارولايت دخواجه بهاوالدين والسوالۍ په سل گونوازبکانويې دځاي پرځاي کېدومخه نيولي وه اونوي سره کډوالي کورنۍ يې په يوه زړه کلاکې چې پخواورڅخه دزندان استفاده کېدل کلابندکړي و.


ازبک وسله والو دخپلوپلويانوپه ملاتړپرله پسي مظاهري هم وکړي اوددغه پښتوکورنيودبيرته کډه کېدوغوښتنه يې کول .


پرون په زابل کې ددغوپښتنوپه وړاندي دروان چلنډپه وړاندي ددغه ولايت قومي مخووروديوي غونډي په ترڅ کې خپل سخت غبرګون ښودلې اوله دولت څخه يې دغوښتنه کړې چې دستونزي په حل کې دي بيړني گامونه پورته کړي .


دغوقومي مخوروګواښنه کړې وه چې که ستونزه دولت حل نکړي نودوى به پخپله ددغوراکډه سويوپښتنوپه ملاتړله جدي غبرګون لاس يوري کړي  .


دولسي جرګې يوغړي عبدالجبارشولکري چې دجمهوري رياست له لوري داستول  سوي پلاوي غړيتوب يې درولودوايې چې له دواړوغاړوسره يې له خبرووروسته دازبکانوله لوري پرپښتنوراکډه سويوکورنيوکلابندې پايته ورسوله .


دښاغلي شولگر ي په خبره چې راستنه سويوکډوالوکورنيوته يې واک ورکړي چې دخپلي خوښې سيموته تللي سي خوهغوي نوموړي زړه کلاداوس لپاره دځان لپاره غوره گڼلي اوپکې پخپله  خوښه پاتي سول .


مظاهره کونکي وايې چې زراعتي مځکي يې دملت دباباعلېحضرت محمدظاهرشاه دواکمني پرمهال دغوپښتنوته ورکړل سوي دي .


خوراستانه سوي کډوال پښتانه دخپلومځکوشرعي قبالې هيئت ته ښودلي .


دغه پښنې کورني چې له دوواونيوراپديخواکلابندووايې چې د ١٣٦٠ کال له جگړوورسته پاکستان ته کډوال سوي اواوس يې مځکي دزورواکوله لوري غصب سوي دي .


تيره ورځ ولسمشرکرزى دقومونوپه چاروکې دخپل مشاويروحيدالله سباوون په مشري دکورنيوچارو،لوي څارنوالۍ اوولسي جرګې داستازوپه ګډون يوه پلاوي ته دنده سپارلې وه چې دستونزي پلټنه وکړي .