کور / تازه خبرونه / وحيدالله سباون دهزارګانو نه وروسته د پښتنو پر ضد په تخار کي د ازبکانو مدافع وکيل.

وحيدالله سباون دهزارګانو نه وروسته د پښتنو پر ضد په تخار کي د ازبکانو مدافع وکيل.


وحيدالله سباون  دهزارګانو نه وروسته د پښتنو پر ضد په تخار کي    د ازبکانو مدافع وکيل .
تخارته  ولس مشر کرزي لخوا د ٧٠٠بونګه شويو پښتانو د خلاصون لپاره تللي هيت تر اوسه د ٧٠٠کډوالو پوښتنه نه ده کړي او ټوله ورځ ئي د پښتنو پر ضد د راپورته شوي جنګ سالار قاضې کبير د باغ په ننداره او تفريح تيره کړه او ٧٠٠کډوال زندان دننه په خالي ګيډه روژه   ماتي وکړو.
د ورغلي هيت په اړه ځايئ پښتانه واي چه تللي هيت  د جنګ سالار قاضې کبير په باغ کي ناست او د پټو معاملو په کولو سره د شمالي افغانستان د ټولو پښتنو د بربادي پوخ  بنياد  ټينګه وي چه لامله به ئي ټول پښتانه د هميش لپاره په شمال کي د خپلو ګټو څخه بي برخي شي.
د.تللي هيت يو تن غړي مامورجبار شلګري لر او بر ته وويئل د قانوني اسنادو له مخي   ځمکي د راستانه شويو پښتنو دي او ته  ناقلينو د فرمان  له مخي  ٧٠ کاله پخوا ورکول شوي او دويئ رسمي قوالي لري خو که اوس پښتنو ته خپل حق ورکوه په امن امان   دسيمي کي خلل راځي او پدي ټکي سوچ کوه چه کډوال بلي سيمي ته واستوه.
خو د٧٠٠بونګه شويو پښتانويو تن استازي وايئ  تللي هيت د دوه دقيقو لپاره هم زمونږ د بي وسو پوښته ونکړه د جنګ سالار قاضې کبير چه پر پښتنو ظلم ګالي  اوپه ضد ولړ دي  ميلمانه شول.
نموړي  وويئل د ١٣ورځي لپاره سره دتور سرو او ماشومانو سره يو ځاي  زندانيان   اوايا  تاسو تر اوسه د ميرمنو او ماشومانو  د زنداني کيدو په تاريخ دي افغانستان کي اوريدلي دي..