کور / تازه خبرونه / پر دواخان مینه پال د تروریستي برید په اړه په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ اعلامیه

پر دواخان مینه پال د تروریستي برید په اړه په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ اعلامیه

امسټرډام، د اګسټ میاشتې شپږمه نېټه:

اروپا کې د پې ټې ایم د همغږۍ کمېټه د دواخان مینه پال هدفي وژنه په کلکو ټکو کې غندي. دوا خان مېنه پال یو سوله پال خبريال، لیکوال او مېنه پال شخصیت و. نوموړي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس په توګه د بیان آزادي یو پیاوړي مدافع مامور و. تل یې هڅه کوله، څو خپلو هیوادوالو ته ریښتېنې او کړه مالومات وړاندې کړي. 

د دواخان مینه پال وژنې مسوولیت کوم چې طالبانو په غاړه اخیستي دی، دا د هغو وژنو په سلسله کې راځې، په کومو کې چې افغان روڼاندي، د بشري حقونو فعالان، د بیان آزادي مدافین، د افغانستان پرمختګ، د افغانانو د ځان بسیاینې پر ملاتړکونکو باندې هره ورځ وژنونکي بریدونه ترسره کیږي. 

پرون یو بل بیګناه عالم، تاریخ لیکونکي او ښوونکې عبدالله عاطفې، چې هغه هېڅ ډول سیاسي اړیکې نه درلودې، له خپل کوره وایستل او د ارزګان په چوړهً ولسوالۍ کې ووژل شو. د دې ډول هدفي وژنو د نورو قربانیانو ځینې نومونه لکه ملا سیمع الله ریحان، دینې عالم مولانا محمد ایاز نیاز، نعمت الله روان، عبدالقدیم پتیال، اسماعیل احسان، ملالۍ مومند، ضیا ودان دي.

دا بریدونه د بشریت پر وړاندې جدي جنایت دي. د افغان روڼاندو هدفي وژنې د پاکستان د آې ایس آې د ځانګړو عملیاتو علامې له ځانه سره لري. هر هغه څوک چې هڅه کوي، څو افغانان سولې، ثبات، همغږۍ، پرمختګ او سوکالۍ لوري ته بوځي، د پاکستان او طالبانو لخوا ګواښل کیږي، وژل کیږي او له همدې امله په نښه کړل کیږي. 

موږ پاکستان او طالبان د بشریت پر وړاندې د دې جنایاتو مسوول ګڼو.

موږ د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا، اروپایې ټولنې او په ټولې نړیواله ټولنه باندې غږ کوو، چې دې خواشینونکو او دردونکو پرمختګونو ته جدي پاملرنه وکړي، کوم چې له تیرو څو کلونو راهیسې پیل شوي دي، خو د تېر کال راهیسې په کې ځښت ډېر شدت راغلي دی. 

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې هدفي وژنو او د اوسنۍ جګړې په اړه خورا ژوره اندېښنه لري. په افغانستان باندې دغه تحمیل شوي جګړه یوه غیر اخلاقي او غیر انسانې جګړه ده. دا جګړه یوازې د افغانانو لپاره د بدبختيو او ویجاړیو لامل ګرځيدلي ده. تر دې دمه په زرګونو افغانان وژلي شوي دي او په لسګونو زره نور افغانان بیځایه او کډوالۍ ته مجبوره کړي دي. 

که نړیواله ټولنه پر افغانانو باندې د دې بریدونو په وړاندې غلي او غافله پاتي شي، ډیر زر به ښایې د دې جګړې ناوړه پایلې احساس کړئ، ځکه نا امنې به هم وده وکړي او د دې احتمال شته، چې میلیونونه افغانان به د اروپایې هیوادونو دروازۍ بیا وټکوي. 

سربیره پردې ځمکنې واقعیتونو دا ښیې، که طالبان د زور او ځواک  له لارې سیاسي واک تر لاسه کړي، افغانستان به یو ځلې بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په یو خوندي ځای بدل شي.

په درنښت 

په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د همغږۍ کمېټه

PTM Europe Coordination Committee
Amsterdam, August 6, 2021
Statement of PTM Europe regarding the target-killing of Dawa Khan MenapalPashtun Tahafuz (Protection) Movement (PTM) Europe strongly condemns the coward targeted killing of Dawa Khan Menapal in Kabul, Afghanistan. Dawa Khan Menapal was a peaceful and loving person, a journalist and writer who was serving his country as the director of media and information center. He was a strong advocate of freedom of speech and always aimed to provide truthful information to his fellow Afghans. His killing, for which the Taliban toke responsibility, fits in the pattern of deadly attacks on Afghan intellectuals, human rights activists and advocates of freedom of speech, progress and empowerment for Afghan people. Just yesterday another innocent scholar, historian and teacher Abdullah Atefi, who had no politicial affiliations was taken out of his home and assassinated in Chora district of Uruzgan. Some of the names of the other recent vicitms of these target-killings are Mullah Samiullah Raihan, Islamic scholar Maulana Mohammed Ayaz Niazi, Niamatullah Rawan, Abdul-Qadim Patial, Ismail Ehsan, Malalai Momand, Zia Wadan. These assasinations are a grave crime against humanity.The target-killing of Afghan intellectuals bears all the hallmarks of the operations of the Pakistani ISI. Anyone who can make Afghans steer Afghans towards peace, harmony, progress and prosperity, is considered a threat by Pakistan and Taliban and therefore targeted.We hold Pakistan and Taliban responsible for this crime against humanity. We call on the United Nations Security Council, The European Union and the whole international community to pay attention to this disturbing development that has been going on since the last few years but has been intensified in the last year.PTM Europe is also deeply conserned about the current war that is imposed on Afghanistan. This war is immoral and only results in further misery and destruction for Afghans. The was has already killed thousands and displaced tens of thousands Afghans. If the world remains indifferent to this onslaught on Afghans, it will soon have to feel the consequences as millions of Afghan refugees will again be knocking on the doors of regional and European countries. Furthermore, the gorund realities all indicate that if Taliban were to grab power by force, Afghanistan will once again become a safe haven for international terrorists.
Sincerely, PTM Europe