کور / تازه خبرونه / طالبانو په دریم ځل د کندوز نیولو هڅه وکړه

طالبانو په دریم ځل د کندوز نیولو هڅه وکړه

له کندوزه په ترلاسه سوو معلوماتو کي ویل کیږي چی طالبانو ددې ښار پر مرکز برید کړی دی چي په نتیجه کي د قالینو او پردو د مارکیټ په ګډون یو شمېر عام المنفعه او شخصي تاسیساتو ته زیان اوښتی او په ښار کي دکانونه سوځول سوي دي، ځايي سرچینې مني چي طالبان د ښار په مرکز کي راښکاره سوه خو ملي امنیتي ځواکونو بیرته پر شا وټمبول.