کور / شعر / خونړی بېلتون

خونړی بېلتون

پر مينه پال وراره وير مې


خونړی بېلتون

زړه! سمندر شه د جانان د وير درياب نوش که
د بېلتانه د خونړي خبر سېلاب نوش که

ژونده! تا څنگه اجازه د ناځوانۍ کړه روا
چې مرگه ور شه تازگې له دې گلاب نوش که

اوښکي! رسوا مې نکړې, سپک مې نکړې, پښه ونيسه
سوخت مې په سترگو کې دننه د عذاب نوش که

جامه! چې يو عمر دې ما ته ډک زړگی تشاوه
نن مې زړه ډک دی جامه! نيسه يې خوناب نوش که

سنگره! سل سلامه هسک اوسه سرکوزی نه سې
زموږ سربازانو مسته وينه په تهداب نوش که

غليمه سپکه! سم ورکېږه تر محشره پورې
د پېغور زهر د سپيتوب د سپک پنجاب نوش که

ياره چې خلک دې ايستله له ژوره خوبه
بچيه! ټينگ شه زلزلې د انقلاب نوش که

عبدالاحمد محمدیار 15 اسد 1400