کور / تازه خبرونه / په سویډن کي سلګونو افغانانو د پاکستان او ترهګرۍ خلاف لاریون وکړ

په سویډن کي سلګونو افغانانو د پاکستان او ترهګرۍ خلاف لاریون وکړ

د سویډن د مالمو ښار کي نن سلګونو افغانانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او جمهوري نظام څخه د ملاتړ په موخه لوی لاریون وکړ او په افغانستان کي یې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو د نیابتي جګړې د ژر تر ژره بندیدلو غوښتنه وکړه.

ویناوالو په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کي د ټولو نړیوالو اصولو خلاف په بربنډه لاس وهنه او نظامي مداخله تورن کړ.
لاریون کوونکو په پریکړه لیک کښي چي د سویډن پارلمان او د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري ادارؤ ته هم لیږل کیږي غوښتنه وکړه چي د پاکستان دولت او پوځ لخوا د ترهګرو د روزني، پټنځایونو، تمویل او تجهیز خپله مضره چوپتیا ماته کړي.

StopProxyWarInAfghanistan

https://facebook.com/4483661458331867