کور / تازه خبرونه / په کندهار کي یو ځل بیا د طالبانو برید پر شا وتمبول سو

په کندهار کي یو ځل بیا د طالبانو برید پر شا وتمبول سو

پر کندهار یو ځل بیا وسله طالبانو حمله وکړه چي د سخت مقامت سره مخ سو.
د کندهار پولیسو ویاند جمال بارګزی وايي وسله والو طالبانو د کندهار ښار په دریمه،پنځمه،پنځه لسمه،شپږمه،اوومه او اتمه حوزو کي ډلیزی حمله کړی.
نوموړی وايي کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدی په شمول د نظر علی د پنجوایي قوماندان،قاری نظرمحمد د ډنډ قوماندان،حاجی لالا د پنځمي حوزې امر،عبدالمتین د دوهم کنډک قوماندان، عبدالمجید د اول کنډک قوماندان،عبدالمناف اتمي حوزې امر،عبدالباری د صفر یک قطعی قوماندان،عبدالستار د میانشین قوماندان او د ژړۍ قوماندان بصیر د نور ګډو ځواکونو سره د جنګ د مهارولو دپار د جنګ په لمړی کرښه کي جنګیږی چي د وسله والو مړی یي ځنی را ګرځولی دی او د جنګ په میدان کي پراته دی.


د بارګزي په وینا د کندهار امنیتي او دفاعی ځواکونو کندهار ولس ته ډاډ ورکوی چي کوم تشویش خبر نسته پر خپل امنیتي او دفاعی ځواکونو بار ولری.