کور / تازه خبرونه / نی وايي د خبریالانو ژوند ته خطر مخامخ دی

نی وايي د خبریالانو ژوند ته خطر مخامخ دی

د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نی): د جنوب لوديځ زون په څلورو ولايتونو (کندهار، هلمند، روزګان او زابل) کي، د ۲۰۰ څخه د زياتو خبريالانو او رسنيزو کارکونکو د کورنيو او ددوی ژوند تر خطر لاندي دی.
۲۱ اسد ۱۴۰۰
د جنوب لوديځ زون د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مسول سميع غيرتمل نن کابل کي د يوې رسنيزي ناستي په ترڅ کي خبريالانو ته وويل ( ددې سره سره چي د جنوب لوديځ زون څخه د کندهار ۴ تنه خبريالان د ملي امنيت ادارې په بې قانونه توګه بنديان کړي او يو تن هلمندی خبريال له طالبانو سره دی، د شاخوا ۲۰۰ تنو نورو خبريالانو کورنۍ او دوی په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، زابل او روزګان کي تر ګڼو تهديدونو لاندي ژوند کوي).


غيرتمل وايې په هيواد کي د وروستيو جنګونو له امله په لسګونو رسنيو خپل رسنيز فعاليتونه درولي دي او دفترونه يې په جنګي سيمو کي پاته دي.
د افغانستان د خبريالانو دغه بنسټ (نی) له نړيوالي ټولني، حکومت او طالبانو غواړي چي د سوي تفاهم له مخي دي د خبريالانو، د هغوی د کورنيو او رسنيزو دفترونو ساتنه وسي.
تير شل کلونه د ګڼو خبريالانو په وژنو، تهديدونو، زخمي کيدلو او ګڼو نورو ستونزو سره د بيان ازادي لاسته راغلي او عام خلګ يې د ږغ پورته کولو لپاره تر ټولو موثره او ښه لار ګڼي.