کور / تازه خبرونه / د ملي امنیت ۰۳ قطعې وسله وال طالبان له کندهار ښار څخه پر شا کړي دي

د ملي امنیت ۰۳ قطعې وسله وال طالبان له کندهار ښار څخه پر شا کړي دي

احمدولي ناصر

لراوبر ته داسې معلومات رسېدلي چې د ملي امنیت د صفر درې قطعې ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وسله وال طالبان له کندهار ښار څخه بیرته پر شا کړي او دمګړی د جګړې کرښه د سرپوزې محبس پورې رسېدلې ده.

له کندهاره یوې باوري سرچینې لراوبر ته وویل چې د دې قطعې ځانګړو ځواکونو له هغه وروسته د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات وکړل چې یو شمېر طالبانو له شهیدانو چوک څخه ویډیو خپره کړه چې ګواکې کندهار ښار یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو دا چې شپه ده، کره شمېره یې نه ده په ډاګه سوې.

یوه عیني شاهد لراوبر ته وویل چې د جګړې له امله یې یو سرتېری هم په ټپي حالت کې لیدلی دی.

بل خوا داسې خبرونه دي چې طالبانو د سپين ږیرو یو پلاوی د کندهار والي روح الله خانزاده ته ور استولی او له هغه یې د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده خو والي نن په درېیمه ورځ هم د هغوی دا غوښتنه نه ده منلې، بلکې له کندهار ښار څخه د ساتنې او د خلکو د دفاع پر دریځ ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم یو شمېر قومي مشرانو په عینو مېنه کې د محمود کرزي په مېلمستون او بیا په کندهار هوايي ډګر کې له والی سره د لیدنې پر مهال هڅه وکړه څو نوموړی د ښار سقوط ته وهڅوي.

ویل کېږي دغه قومي مشران له کابل څخه د دولت څخه د دباندې د ځینو سیاسي مشرانو له خوا را لېږل سوي وو.

له دې لیدنې وروسته چې والي خانزاده د ښار له سقوط څخه ډډه وکړه، د هغه پر موټر د چسپکي ماین چاودنه وسوه.

د پېښې پر مهال د والي د ساتونکو او نورو وسله والو تر منځ نښته هم وسوه خو دغه موضوع رسنیزه نه سوه.

د ۱۲ او ۱۳ اګست په شپه ناوخته د ښار له بېلابېلو سیمو څخه دولتي مسلح ارګانونه خالي سول او مسولین یې هوايي ډګر ته ولاړل. د ولایت څخه د لراوبر سرچینې وروستي جزیات دا ول چي کلیم الله نقیبي تر ډیره د والي روح الله خانزاده سره د تسلیمېدلو پر سر خبري وکړې خو بیا هم موافقې ته و نه رسیدل.

یوې بلي سرچينې لراوبر ته وویل چي د کندهار ښار سپارلو دپاره پخوانی ولسمشر حامد کرزی د شپې د کندهار هوايي ډګر ته راورسید تر څو د والي خانزاده په ګډون باقي کسان هوايي ډګر ورتګ ته وهڅوي او ښار خالي کړي.

د ښار ډیري حوزې او ادارې تر سهاره خالي وې تر هغه چي طالب وسله وال ورته راورسیدل.

د یادوني وړ ده چي صفر ۳ قطعې د سهار د لمانځه تر وخته پوري خپلو مځکنیو او هوايي عملیاتو ته دوام ورکړ خو د سهار سپیدؤ چاودلو سره نور جګړه ودریده اوطالبانو د ښار مهیمو ودانیو او تاسیساتو ته ځانونه ورسول.