کور / تازه خبرونه / د هلمند،هرات او کندهار مرکزونه د طالبانو لاسته ولویدل

د هلمند،هرات او کندهار مرکزونه د طالبانو لاسته ولویدل

نن د اګست ۱۳مه سهار وختي کندهار ښار په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغئ

 د سهار په لومړیو ساعتونو کي پر بای پاس سړک، د زابر پر غاړه او لو واله کي کي تر شل کسانو د مرموز وژل کیدلو خبرونه او تصویرونه لاس پر لاس کیږي چي په اړه یې تر اوسه جزیات نه دي ورکړه سوي.

په کندهار ښار کي د هغه کورنیو تګ راتګ ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده چي د تېرو څو میاشتو راهیسي د جګړو له امله ښار ته راکډوال سوي وو.

په خلکو کي بېره خپره ده، د دولتي کارمندانو د کورونو د تلاښۍ خبري کیږي او په ښار کي پر طالبانو د بمبارۍ اندېښنې پر ځای پاته دي، وروستۍ بمبارۍ د سهار لمرختلو سره د ملاصاحب پر سرای باندي وسوې.

د کندهار دپاره د طالبانو والي په یوه ږغیز پیغام کي ظاهراً خلکو ته ډاډ ورکړی دی چي د تښتي هڅه دي نه کوي، نظاميانو ته یې سپارښتنه کړې چي تر څو ورځو پوري پر کور پاته سي او ددوی د ارشاد کمیسون سره اړیکي ونیسي.

عام خلک چي د ښار په دروازو کي جنګي کرښو یې ژوند تریخ کړی وو نسبتاً خوښ برېښي خو په عمومي توګه یو وهم او بېره خپره ده او خلک حیران دي چي د تېرو شلو کلونو هڅي او لاسته راوړني چا او ولي په څو ورځو په اوبو لاهو کړې او سیمه یې کلونه وروسته وخت ته ور وګرځوله؟ دا او ډیري پوښتني لا تر اوسه بې ځوابه پاته دي خو طالبان پرلپسې د هلمند، هرات، ترینکوټ، فیروزکوه او زابل سقوط خبرونه خپروي، بله خوا له هراته خبرونه دي چي تورن اسمعیل خان د یو شمیر دولتي لوړپوړو چارواکو په ګډون د طالبانو په لاس اسیران سوي دي خو طالبان یې د تسلیمۍ ادعا کوي.

د کندهار ثبات تر هغه وروسته د ګواښ سره مخامخ سو چي د څو ورځو په دوران کي پ لپسې ددې ښار ټولو ولسوالیو د والي روح الله خانزاده په وینا سیاسي سقوط وکړ او طالبان د ښار دروازو ته راورسیدل.

د لراوبر د معلوماتي سرچینو د معلوماتو پر اساس په کابل کي د کندهار مشرانو په پرلپسې توګه طالبانو ته د ښار د بې قید و شرطه سپارلو سپارښتنه کوله خو په وروستیو څو ورځو کي کابل مېشتي کندهاري قومي مشران د کندهار د سپارلو د خبرو اترو دپاره په مجلسونو بوخت ول چي مهیم درې مجلسونه یې د اګست پر ۱۰مه په عینو مېنه کښي د محکود کرزي په ګیسټهاوس کي، د اګست پر ۱۱مه په هوايي ډګر کي او د اګست پر دوولسمه په ولایت مقام کي د کلیم الله نقیبي او ځینو سپین ږیرو په منځګړیتوب د والي روح الله خانزاده د هڅولو دپاره وې چي ښار طالبانو ته تسلیم کړي.

د اګست د ۱۲ او ۱۳ په شپه د ښار ټول دولتي او نظامي لوړ پوړي چارواکي هوايي ډګر ته ولاړل او د شپې په پای کښي والي خانزاده هم په هوايي ډګر کي پروت قول اردو ته ورسیدی، په دې شپه له کابله د حامدکرزي د راتګ خبره هم کیدله خو نور جزیات یې څرګند سوي نه دي.