کور / تازه خبرونه / کابل هوايي ډګر په دروازه کي چاودنه وسوه

کابل هوايي ډګر په دروازه کي چاودنه وسوه

#لراوبر ویبپاڼه- د کابل هوايي ډګر د نظامي برخي د باران هوټل پر لاره بمي چاودنه وسوه
په چاودنه ښايي ډیرئ هغه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي چي یا خو په رخصتي راغلي وو او له خپلو الوتنو پاته وو او یا یې بهرنیو هیوادونو خصوصاً کاناډا او امریکایانو سره کارونه کړي وو او اوس یې د ایستلو اسناد بشپړ کړي وو.

امریکایانو نن سهار وختي په کابل هوايي ډګر کي د احتمالي تروریستي بریدونو د خطر له امله ټولو هیوادونو ته، له افغانستانه د خپلو اتباعو او همکارانو د ایستلو پروسې د درولو او د بهرنیو پوځیانو د ژر تر ژره وتلو جدي سپارښتنه کړې وه چي په نتیجه کي د کاناډا او هالنډ په ګډون ډیر هیوادونه اعلان وکړ چي نن خپل وروستي مهیم کسان په وروستیو الوتنو (فلایټونو) کي باسي خو یو شمېر بهرني اتباع او ډیر افغان همکاران به یې تر راتلونکو اعلانونو پوري پاته وي.


هالنډ نن په وروستۍ الوتنه کي خپلي سفارتي کارکوونکي باسي خو پاته هالنډي اتباعو او افغان همکارانو ته سپارښتنه کوي چي له هوايي ډګره خوندي ځایونو ته ولاړ سي، د هالنډ لومړي وزیر مارک روته وویل له خپګانه په دې ډک حالت کي د خوښۍ خبره داده چي تېره شپه مو ۱۱۸ کسان د بسونو په ذریعه په خوندي توګه هوايي ډګر ته دننه کړل.
ورته خبرتیا د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالو وزارت هم ټولو هغو کسانو ته لیږلې ده چي له افغانستانه د ایستل کیدو اسناد یې بشپړ کړي وو خو اوس ټولو ته سپارښتنه سوې ده چي ځانونو خوندي ځایونو ته ورسوي.
په دې سره به هغه بهرني اتباع او ددوی افغان همکاران د اړوند هیوادونو راتلونکي تګلاري ته منتظر وي چي د هالنډ په ګډون ډیرو هیوادونو له نن څخه پرې خبري او مشورې پیل کړي دي.
د یادوني وړ ده چي تېره ورځ د طاالبانو ویاند ذبیح الله موجاهد پر افغانانو هوايي ډګر ته د لارو بندیز اعلان کړی وو خو ویلي یې وو چي بهرنیان به بیا هم هوايي ډګر ته داخلیدلای سي، ددې اعلان ۱۲ ساعته وروسته امریکا د ټولو د ورتګ ځنډیدل اعلان کړل او په همدومره وخت کي چاودنه وسوه.