کور / خبرتیا او پيغامونه / د برېښنا شرکت مشر داود نورزي لیک

د برېښنا شرکت مشر داود نورزي لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

زه د ۲۰۲۰ کال د می په میاشت کې، د افغانستان برشنا شرکت(DABS) د نوي اجرایوي رییس په توګه وټاکل شوم.

دافغانستان حکومت ، مرسته کونکی هیوادونه، او حتی ډیری دافغانستان خلک پدی پوهیدل چې برشنا شرکت دکاری او مالی له نظره په بحرانی حالت کی وه. دبرښنا شرکت سابقه رهبری له حکومت نه د 50 ملیون ډالرو کمک غوښتنه کړې وه ترڅو دوراداتیبریښنا بیلونه تادیه کړي او دبرق د بندیدو مخه ونیسي (برشنا په تیرو 17 کلونو کې نږدې هر کال دحکومت لخوا مالی مرسته تر لاسه کړی وه).

زما ټیم او ما د یو کال څخه په لږ وخت کې په برښنا شرکت کی دپام وړ پرمختګ رامنځ ته کړ. موږ دا کار په برښنا شرکت کې د لګښتونو د کمولو ، زموږ له ګاونډیو سره د بریښنا پیرلو تعرفو په اړه له سره د خبرې اترو ، او خورا مهم د سوداګریزو زیانونو کمولو چی په عمده ډول دبرښنا شرکت دننه د فساد له امله رامینځته شوي وه ، برشنا شرکت له بحران نه راوویست او شرکت په ګټه کی شو.

موږ خپل مالی کال په ګټې سره ختم کړ. دا دبرشنا شرکت په تاریخ کې لومړی ځل ووه چی د ورته پیرودونکو ، ورته تعرفو ، او ورته بریښنا کچې سره سره، برشنا شرکت مالی ګټه وکړه. دا پداسی حالت کی وه چی حتی حکومت خپل د تیر کال بلونه چی نږدی ۹۰ ملیونه ډالر کیدل، برښنا شرکت ته تادیه نکړل.

پر مونږ د برښنا شرکت دننه او بهر فشار ډیر وه: حکومت او پارلمان مونږ باندی فشار راوړ چی باید دبرښنا شرکت ګټه مصرف کړو او یا یی مالیې وزارت ته ورکړو.

موږ د خپل دریځ دفاع وکړه: موږ د سخت وخت لپاره نغدو زیرمو ته اړتیا لرله او تعهد مو وکړ چی هرکله چې موږ د حکومت دبیلونو پیسی ترلاسه کړو ، موږ به په نویو پروژو مصرف پیل کړو یا به ییمالیې وزارت ته بیرته ورکړو.

دې ستراتیژۍ په تیرو اونیو کې برښنا شرکت وژغوره او دا مهال شرکت له ښه مالی وضیعت سره مخ دی.

په تیره اونۍ کې مخکې لدې چې حکومت بدل شي ، بیا په برښنا شرکت فشار و چې نغدي پیسی حکومت ته انتقال کړو ، نورو بانکونو ته یې واستو ، او یا په پروژو کې د پیش پرداخت تادیاتو لپاره وکاروو. ما ددغه فشارونو او ګواښونو مقابل کی چی ما شخصا ترلاسه کړل او په ټولنیزو رسنیو کی هم خپریدل په کلکه مقاومت وکړ.

زه ویاړم چې د دې فشارونو سره می په کلکه مقاومت وکړ او د برشنا شرکت ټولی شتمنی، تجهیزات او وسایط مو خوندي کړل –تر ټولو مهمه د ګډوډۍ په وروستۍ اونۍ کې له ۳ ملیارده افغانیو (نږدې ۴۰ ملیون ډالرو) څخه ډیر نغدی پیسی دبرښنا شرکت په حسابونو کی خوندی شوی. د کابل تر سقوط دمخه د نغدو پیسو حساب ۳۹،۹۵۵،۷۰۹ ډالره وه، او نن هم دبرښنا شرکت په حسابونو کې ورته مقدار پیسی یعنی ۳۹،۹۵۵،۷۰۹ دالره موجود دی.

د اګست په پنځلسمه نیټه، کله چې په کابل کې ډیری امنیتي ځواکونو خپلې دندې پریښودې (مخصوصا ددفاع او کورنیو چارو وزارتونه) ، زموږ ډیری ساتونکي هم له خپلو دندو وتښتیدل. موږ ټولو ځایونو ته په ځانګړي توګه سب سټیشنونو ته د انجینرانو او نورو کارمندانو په لیږلو سره وتوانیدو چی دشرکت د شتمنیو او تجهیزاتو ساتنه وکړو. هدف مو دا وه ترڅو د شپې په اوږدو کېدخلکو لپاره باثباته بریښنا تضمین کړو او د چور او لوټمارۍ پروړاندې دخپلو تاسیساتو محافظت وکړو.

پدې مرحله کې ، زه غواړم دبرښنا شرکت له ټولو کارمندانو څخه مننه وکړم چې د شرکت دملکیت ساتنې لپاره تر سهار پورې په لیرې ځایونو کې ویښ وو. پداسې حال کې چې زه په استانبول کې وم او د خپل پلار جنازه می تنظیموله، دبرشنا شرکت درهبری ټیم تر سهاره پورې له ما سره ویښ وه او په لرې پرتو جنکشنونو او په ځانګړي توګه سب سټیشنونو کې یی ټیمونه مدیریت کول او انګیزه یی ورکوله. زه دبرشنا درهبری دټیم څخه ددوی دتعهد لپاره منندوی یم.

کله چې نوي حکومت په کابل کی واک واخیست ، موږ د دوی سره دبرښنا شرکت په اړه بحث وکړ، موجوده ننګونی مو ورپه ګوته کړی، او دوی ته مو د برښنا شرکت د مالي او ټولو شتمنیو په خوندي کولو کې زموږ د لاسته راوړنو په اړه خبر ورکړ. او خورا مهم دا چی دوی ته مو د خپلو هڅو په هکله معلومات ورکړل چېمونږ وتوانیدو دګډوډیو په جریان کی د کابل دښار بریښنا تامین کړو. دوی زموږ سره ژمنه وکړه چې زموږ هڅی او ستراتیژۍ ته به دوام ورکوی او ملاتړ به یی کوی تر څو د امکان تر حده موجوده شتمنی او دبرشنا شرکت پیسی خوندي وی او یوازې د معاشونودورکولو او دوارداتی بريښنا عرضه کونکو لپاره به یی مصرف کړو تر هغه چې د بلونو د راټولولو پروسه په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه په کابل کې نورماله شي. دا سترایتژی به دبرشنا شرکت له سقوط او بندیدلو څخه جلوګیری وکړی.

زه ډیر منندوی یم چې ماته د بیرته راستنیدو فرصت راکړل شو تر څو د برښنا شرکت داجرایوي رییس په توګه خپل کار ته دوام ورکړم. زه امید لرم چې دغه وړاندیز زما پورې محدود نه وی او د برښنا شرکت ټوله رهبری او په ځانګړي توګه تخنیکي متخصصینو ته به وغزول شي. دبرښنا شرکت چاری به په اسانۍ سره پرمخ ولاړی شی ، که چیرې موجوده سیسټم او کدرونه وساتل شي.

په تیرو اونیو کې دا زما لپاره مهمه وه چی دبرښنا شرکت کارونو ته پر خپل شخصي ژوند او کورنۍ باندې لومړیتوب ورکړم. ما څو ځله خپل ناروغه پلار دمرګ پر بستر پریښود او بیرته کابل ته راغلم ترڅو ځان دبرښنا شرکت له فعالیتونو څخه ډاډمن کړم. پدې مرحله کې، چیرې چې موږ ټول لنډمهاله اهداف ترلاسه کړي ، زه ډاډه یم – زما کارمندان او ټول شریکان پدې پوهیږي ، چې زه باید د یو څه وخت لپاره په خپلې کورنۍ تمرکز وکړم. زه تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چی:

• د بریښنادلیږد او توضیع پروسه باثباته ده
• دبرښنا شرکت ټوله شتمنۍ او تجهیزات خوندي دي
• ټولې مالی منابع او پیسی په حسابونو کې خوندي دي او معلومات یی له نوي حکومت سره شریک شوي دی
• دبرښنا شرکت ټول کارمندان خپلو کارونو تا حاضر دی او شرکت فعاله دی

له همدې امله زه به اوس د یو څه وخت لپاره په خپلې کورنۍ تمرکز وکړم او د هغه درد او تکیلف چی زما د ګران پلار سناتور عبدالقادر نورزي د مړینې له امله رامینځته شوي دخپلی کورنی ملاتړ وکړم.

زه ژمنه کوم چې خپل ګران افغانستان ته به راستنیږم تر څو د امکان تر حده، ترجیحا د انرژۍ په سکتور کې، مرسته وکړم ترڅو د خپلو هیوادوالو په ژوند کی مثبت تغیر راولم. دا به یوازې هغه وخت ممکن وي کله چې نوی حکومت د یو واحد ملت لیدلوری پلي کړي، دمملکت چاری د یو ټول شموله حکومت لخوا پرمخ یوړل شی، او چیرې چې زه و کولی شم د خپلو خویندو او ورونو و سره یو ځای چی دمختلفو سياسی نظرونو خاوندان وی خو په یوه غیر سیاسی چاپیریال کی کار وکړم.

برښنا شرکت به یوازې هغه مهال یو بریالۍ شرکت شي کله چې دشرکت چاری د یوې خپلواکې ادارې په توګه پرمخ یوړل شی او اصلي هدف یې په ځان بسیاینه، خلکو ته د بریښنا رسول او ټولو ولایتونو ته دخدماتو پراخول او په نړیوالو معیارونه پیرودونکو ته د خدماتو رسول وی. دا یوازې د مسلکي مدیریت او بشپړ واک سره ترلاسه کیدی شي ترڅو چاری یی دیوه شرکت په څیر پرمخ ولاړی شی.

ما د نوي حکومت سره دخپل ځای ناستی د لپاره ځینې وړاندیزونه شریک کړل ترڅو دشرکت درهبری دلیږد د پروسی نه ډاډ ترلاسه شي. زه به د هر چا سره چې نوی حکومت یې ټاکي ، په داوطلبانه ډول د مشاور په توګه کار وکړم ، البته که دنوی رهبری لخواه اړتیا موجوده وی.

په پای کې ، زه غواړم په برښنا شرکت کې له خپلو ټولو کارمندانواو له خپلو شریکانو، په ځانګړي توګه د مرسته کونکو سازمانونو او هیوادنو څخه چی په تیر کال کې او په ځانګړي توګه په تیره اونۍ کې یی زمونږ څخه ملاتړ وکړ مننه وکړم.

په ګران هیواد کی دسولی، ثبات او سوکالی په هیله.

په درناوی

داود نورزی