کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروال وايي هم بیي کنټرولوو هم ښاري چاپیریال ته پام کوو

کندهار ښاروال وايي هم بیي کنټرولوو هم ښاري چاپیریال ته پام کوو

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب:ـ د تیلو او ګازو په نرخونو کښي باید د پام وړ تغیر راسي او کښته سي .
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب چي نن یې د خپل کار په د فتر کښي د انحصاراتو له رئیس سره مجلس درلودی په کندهار ښار کښي یې د تیلو او ګازو د لوړ نرخونو د کنترول په عرصه کي یې د انحصاراتو ریاست له رئیس سره خبري وکړې .

کندهار ښاروال وویل باید ژر تر ژره د تیلو او ګازو نرخونه کښته سي او د ازاد بازار څخه څوک غلطه استفاده ونکړي،کندهار ښاروال وویل د کندهار ولایت مقام سره په همږغۍ به یو ګډ پلاوي ټاکي ترڅو په هراړخیز ډول بازار وڅاري او د تیلو او ګازو دنرخونو په کنترول کي هلي،ځلي وکړي.

د ښاغلي حاجي صاحب په خبره د خپلو ښاریانو د اقتصادي حالت د ښه کولو په منظور ورته لوړ نرخونه د قناعت وړ نه دي وروسته دانحصاراتو رئیس وویل د تیلو او ګازو له اتحادیې سره به مجلس کوي د بازار عمومي وضعیت به ارزوي او په اړه به یې جدي اقدام کوي ترڅو د کندهار ښاریانو لپاره په د تیلو او ګازو په نرخونو کي د پام وړ کښته والي راغلی وي.

کندهار ښاروالي همدا راز د ښاري اسانتیاوو او چاپیریال اړخ ته هم پاملرنه زیاته کړې ده. ښاروال وویل موږ د ښار په سرسبزه کولو کي پوره هلي، ځلي کوو.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي د کندهار ښار په ټولو ناحیو کي یې د ښار سبزۍ ته ډیره پاملرنه سته، نیالګیو ته پر وخت اوبه ورکول کیږي، او سرسبزۍ ته جدي توجع کیږي د ښاغلي حاجي صاحب په وینا کندهار ښاریان هم کولای سي د ښار په سرسبزۍ کي د مسؤلیت احساس درک کړي.