کور / سياسي / د جو بایډن او ولسمشر اشرف غني ټیلفوني مکالمه

د جو بایډن او ولسمشر اشرف غني ټیلفوني مکالمه

عیان ته بیان نسته.

رویټرز د بایډن او اشرف غني ټلیفوني مکالمه خپره کړې ده.
پدې مکالمه بایډن د میلیارډونو ډالرو د مرستي په شرط غواړي، چي دلته باید جنګ وسي او طالبان ختم سي.

دا خبره ولسمشر ورسره مني او وايي چي ددې لپاره به یو ستراتيژي جوړه کړو، هغه وو چي د ۶ میاشتي جنګ ستراتیژي یې اعلان کړل.
بایډن ولسمشر ته وايي چي تاسي ۳ نیم لکه پوځ لرئ، د ۸۰ زرو طالبانو پر وړاندي باید مقاومت وکړي او د خپل هوايي ځواک ترڅنګ زموږ هر ډول هوايي ځواک درسره دئ.

د امریکا د خونکاري پالیسۍ پر اساس دوی غوښتل چي د سوریې، یمن، لبنان او عراق په څېر چي دوی ځني ووتل، د حکومت او خلاف ډلي ترمنځ افغانستان کي هم ښه تند جنګ وسي او زموږ ښارونه په کنډوالو بدل سي.
یو حقیقت دادئ، چي له ۲۰۱۴ کال را وروسته په سلو کي تر ۹۰٪ ډېر عملیات په یوازي سر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کول او بل حقیقت دادئ، چي ولسمشر په ټول جنګ کي د ملي اردو څخه لازمه استفاده ونکړل.

امریکا په ۶ کالو تر ۲۰ زره ډېر پوځ دلته نه درلودی، د حکومت دا تر ۳۵۰ زره ډېر وو او طالبانو دا ۸۰ زرو ته رسېدئ، خو بیا هم ونه توانېدل، چي افغانستان ونیسي.
دلته چي د امریکا د وتلو وخت نږدې سو او جنګ تند سو، نو ولسمشر ددې پرځای چي له خپل ټول ځواک او قومندې څخه کار واخلي، نو یې د جنګ د لاري پر ځای د تسلیمۍ لار غوره او د یوې بد جنګ مخه یې ونیول.

کله چي جنګ تند سو او حالات ورځ په ورځ خرابېدل، نو دا ټولو ته معلومه وه، چي طالبان به حتمي ډېر ځایونه نیسي، نو حکومت د تکتیکي شاتګ پالیسي استعمال کړل.

کنې د افغانستان ۱۷ ولایتونه ور پرېښوول سوي وه، خو د کندهار ژړۍ ولسوالي او لوا لا سقوط نه وو کړی، خو داسي پوستې هم ایله سوي وې، چي ۴ ورځي وروسته طالبان ورته راورسېدل.
د هلمند او کندوز په ښارونو کي ډېر بد جنګ وسو، په سلهاوه کسان ووژل سول او په میلیونونو افغانۍ خلګو ته تاوان ورسېدئ.

د هلمند جنګ جنرال سمیع سعادت مخته وړئ، چي د جنګ د نه پرېښېدو له امله کابل ته تبدیل سو، وروسته له هغه په لښګرکاه ښار کي جنګ دوام ونکړ.
معلومه خبره ده، چي ولسمشر ته دا معلومېدل، چي که چیري جنګ ته دوام وکړي، نو افغانستان به بیا د واک پر سر بدنام تاریخ جوړ کي او ښارونه به کنډوالې سي، نو یې د احضاراتو پر ځای لاهم عادي حالت کي قرار درلودی او کابل ته د طالبانو په ۲۵ کېلومترۍ سره له هیواده ووتئ.

بناً د یو افغان په حیث مننه ورڅخه کوم، چي جنګ یې ونکړ او په ډېر عادي ډول یې افغانستان بې جنګه پرېښوی او پدې سره یې د امریکا غوښتني او پالیسۍ د خاورو سره خاوري کړې.
اشرف غني نه یوازي داچي امریکا وشرمول، بلکه طالبان یې هم د هیواد تاریخي مسؤلیت ته پرېښوول.

ولسمشر کولای سول، چي د عراق او سوريې حکومتونو غوندي جنګ دلته وکړي، خو ددې پر ځای یې جوړ هیواد طالبانو ته وسپارئ او ولاړئ.
خلاصه دا چي زموږ د دوښمن په وتلو وتلو هر هغه پلان خاوری سو، چي دلته یې د ورانیو ارمان درلودی او دوه افغاني ډلي یې بیا په دائمي جنګ اخته کولې.

زموږ لپاره اوس یووالی او اتفاق مهم دئ.
❤️✊🇦🇫